شنبه، ۱ جون ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

د یوې اختصاصي محکمې ضرورت

د "مجاهدینو"  د رهبرانو د محاکمې په خاطر

دکتور طاوس وردک

لندن ۲۹ مې ۲۰۱۳

 

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

د افغانستان د خلکو د پوهاوي په خاطر دغه موضوع لیکم تر څو ددغه ۳۵ کلن جنګ علتونه او په افغانستان باندې د شرق او غرب (استعمارګرو -  چیني هژمونستانو - آمپریالستانو - خاصتا اعرابو او په سر کې ېې عربستان سعودي او قطر هیوادونو) د تنظیمی اسلامی ۱۵ ګونه احزابو د رهبرانو په تحریک د افغانستان خلک بې ستره شول، بې عزته ېې کړل، وې وژل، بندی ېې کړل، چانماري ېې کړل، ژوندې په خاورو ننه ایستل شول، دسته جمعی ووژل شول، د هلکانو سره لواطت وشوو او د ښځینه وو سره زنا وشوه، کډنپ شول، توهین شول، اندامونه ېې غوڅ شول، په دورو او لغتو، بوکس کاری شول، تعمیرونه، سرمایه، لوټ او تخریب شول، خو یوه ورځ زموږ سپین ګیریو - مولویانو - خانانو - پیرانو  حضرتانو - خلیفه ګانو - روشن فکرانو او د هغوی حزبي رهبرانو یوه هم ونه ویل چې دا څنګه او ولې؟؟  زموږ خلک د (لیوانو - پړانګانو - زمریانو - شغالانو) په منځ کې احاطه او اسیر شوي دی او هره ورځ دغه ځناوران وحشیان زموږ نه ۱۰۰- ۲۰۰ تنه په نوبت نیسي او خوري ېې، وهی ېې، بندي کوي ېې، بمباردوی ېې، وژني ېې، او یوه محکمې - یو څارنوال پیدا نه شو چې ووايي دا ولې زموږ د خلکو سره ناولۍ - خاینانه او غیر انسانی چلند روان دي، دوی دغه کارونه د ((اخوانی تنظیمی اسلامی رهبرانو او قوماندانانو)) په امر او فرمایش کوي او تر ننه پورې ېې د کرزي په حکومت کې هم کوي، اول هغه وخت چې د ثور د اوومې انقلاب د تره کي او امین په مشرۍ بریالۍ شوو د خلکو د پراخه پرګنو له خوانه استقبال شوو، خو ډیر وخت نه وو تیر چې امین ډیر زیات جنایت او نه بخشونکي ګذارونه په عامو خلکو وکړل او دینی او ملي ارزشونه ېې تر پښو لاندې کړل، خلک د ملانو - روحانیونو - پیرانو - خلیفه ګانو په رهبري او تحریک د اسلام آباد او د ایران د (قم) او عربستان په مشرۍ مهاجرت ته مخه کړه او بیا ېې په (پاکستان او ایران) کې ورته تروریستي کمپونه جوړ کړل ځوانان او د هغوی چې د فیزیکي حالت ښه وو د جنګ میدان ته د افغانستان د تخریب - چپاول - وژلو له پاره ولیږل او ښځینه ښکلېې نجونی ېې ددوی په غیاب کې په عربانو او پنجابیانو ـ امریکا یانو وپلورلې او یا غرب ته مهاجرت ته تشویق کړې په افغانستان کې ېې د څو سوه ډالرو په بدل کې د وینو حمام جاری وساتلو، کله چې شورویانو افغانستان ته خپلې نظامی قواوي راوړې دلته انقلاب نور هم سور شوو او کورونه او کلي بمبارد شول او نور خلک هم مهاجرت ته مجبور شول، خو د شورویانو د ننیو غربیانو سره ډیر فاحش فرق وو او هغه په دغو برخو کې وو :

 شورویانو عملا د افغانستان له پاره لوېې پروژې جوړې او عملي کولې لکه (د حیرتانو د ریل او موټر لیکه - د کشک تورغندۍ ته د ریل پټلۍ - د هرات د سیمنټو لویه فابریکه په چکانو جوړه کړه - د هرات د سلما بند ېې په هندوانو پیل کړو - د مخابراتو وزارت ېې جوړ کړو - د مرکزي کلینیک ېې جوړ کړو - زیر زمین ېې جوړه کړه - هوایی میدانونه ېې جوړ کړل- فاکولتی او پوهنتونونه ېې په ولایاتو کې جوړ کړل افسرانو ته کورونه جوړ کړل - مکروریان تر هوایی میدانه ورسیدل او هر سړي ته د ۴۰۰۰۰ ډالرو په بدل کې په ۴۰ کاله قسط ورکړل شول) او زښته ډیر نورشیان یو ډیر قوي وسله وال پوځ ېې جوړ او په تخصصي کدرو او مدرن تخنیک ېې سمبال کړو چې نه ایران نه پاکستان درلودلو، بله مهمه خبره دا وه چې شوروی زموږ د مځکې او هوا اختیار نه درلودو، او شوروې زندانونه نه لرل - او زموږ په کورو ېې چاپې نه وهلي۰ تریاک او چرس ېې نه ترویجول او خارج ته د خپلو مافیاوو په ذریعه نه ترافیکول - او د شورویانو هدف هغه وو چې ببرک کارمل ورته ویل چې موږ باید د (ګوادر بحری بندر خپل کړو او سرحد مو اتک ته ورسوو) چې دغه کار کیدونکۍ وو او بله مهمه خبره داوه چې موږ ته شورویانو په سروبي کې اتومی انرژي جوړوله دغه پوشتنه د محراب الدین پکتیا وال نه او د بیروی سیاسی نه وکړۍ چې زه رشتیا وایم که درواغ، نن که موږ اتوم بم درلودلای پاکستان یا ایران په موږ باداری نه شوای کولای او امریکا نه شوای اشغالولای؟؟

اوس راشۍ د غربیانو (امریکا او "مجاهدینو" حکومت دارۍ ته)، "مجاهدینو" نه د وطن په خاطر  نه د خلکو په خاطر - نه د ترقۍ په خاطر - نه د ملي وحدت په خاطر - نه د یوه لوی ملت د جوړیدو  په خاطر او نه د اتک او ګوادر په خاطر مبارزه کوله د "مجاهدینو" او "طالبانو" اساسي هدف ((قدرت ته ځانونه رسول - ځانونه ملیاردران کول - عامه او شخصي کورونه، اپارتمانونه، مځکې په جعلی او دستوري او زوره قباله کول - د قیمتي ډبرو نه اعظمی استفاده کول - انتیک او غیر انتیک شیان د موزیمو نه غلا  کول او په خارجیانو خرڅول - دولتی او شخصي فابریکې تخریبول او چپاول کول - د کاماز ۳۵۰۰ موټران غلاکول - د برقی موټرانو ستنې او سیمونه غلاکول - د جنګلک فابریکه مکمله چورول - افغانستان د (پاکستان - ایران  عربستان - چین امریکا - انګریز) په امر او فرمان بې ستره کول،  تخریبول او لوټول - مکتبونه - لاری - جوماتونه - ړنګول د تحصیل او تدریس مخه نیول او افغانستان قرون اولي ته رهنمایی کول، په خپلو منځو کې او خپل منځي جګړو کې د کابل شهر تخریبول او لوټول چې نمونې ېې د دارلامان  د قصرو نه قیاسولای شۍ او په دریو ورځو کې د مسعود او حکمتیار په جنګو کې ۶۰۰۰۰ افغانان ووژل شول او ۲۴۰۰۰۰ نور مهاجر شول، او ډیر شرمیدونکۍ او نه بخشونکۍ کار چې د "مجاهدینو" رهبرانو د نواز شریف په فرمان عملي کړو زموږ قهرمان وسله وال ملي پوځ ېې مضمحل او وسلې ېې په پاکستان خرڅې کړې او یو مقدار غرب خپلو هیوادو ته یوړې، کدرونه ېې (ډي ډي آر) کړل او نن یو اجیر - مزدور - مصلحتی - نوکر - تنظیمی - "جهادی" وسله وال پوځ لرو) چې اصلا زموږ په درد نه خوري او زموږ د اقتصاد سره هیڅ لازم نه دی زموږ له پاره د مکلفیت دوه کلنه دوره ضرور ده "مجاهدینو" (د شمال ټلوالې) غربیان نن ددې له پاره را وستل چې "طالبان" ور باندې د افغانستانه اخراج او له منځه یوسي او په حیرتانو کې ېې دسته جمعی چانماری کړي او هلته د حیواناتو غونته په خاورو ومنډي، او بیرته زمینه د چپاول - غلا - رشوت - اداری فساد - تفرقه اچونی او  (تقسیم کړه تفرقه واچوه حکومت وکړه) زمینه مساعده کړي او دوی تل په قدرت کې پاتې شي  ګویا د تنظیمی لیډرانو محافظین او باډي ګارډان ( د امریکا - انګریز - جرمن - فرانسی) سربازان ووسي او دوی همیشه د ثروت اندوزۍ له پاره آزاد او آرام وي اولادونه ېې ډیرۍ په خارج کې دي او په (دوبۍ او نورو هیوادو کې) ډیره سرمایه غونډه کړې ده نو همدا علت دی چې غرب په افغانستان کې شخصي، د افغانستان د قوانینو سره په ضدیت ېې  زندانونه او شکنجه خانی جوړې کړې دی چې هلته دغه کته ګوري افغانان بندي کوی :

۱-  هغه چې عملا د دوی سره په جنګ کې اسیر شوي دي.

۲ - هغه چې د مخدره توکو د کشت یا قاچاق په ارتباط نیول شي دی .

۳ - هغه چې د ترجمانانو په شخصي دشمنۍ نیول شوي دی .

۴ - هغه چې د دوی په ضد ېې تبلیغات کول بندیان شوي دی .

۵ - هغه چې دوی ته نه تسلیمیدل یا ېې د دوی سره همکاری نه کوله .

۶ - هغه چې ډیر شکلي او پی مخی هلکان یا نیمه ځوانان وو د لواطت په خاطر نیولي دی.  

یوه ورځ د انګریز د دفاع وزارت سکریتر وايي موږ هغه افغانان نیولي او بندي کړې چې زموږ سربازان ېې وژلي یا ېې په موږ حملې کولې، اوس سوال دادی؟؟ چې آیا د "مجاهدینو" حکومت  د کرزي حکومت یو نفر د غربیانو بندې کړۍ یا ېې ورنه تحقیقات کړۍ هغوی هره ورځ زموږ خلک بمباردوی، وژني ېې - بې ستره کوي ېې، سر په خود په افغانستان کې هغه کارونه کوي چې گواکي دوی د افغانستان اصلی خاوندان او واکداران دی او دغه زمینه د اوله د افغانستان تورمخیو اخوانیانو دغو د تنظیمی رهبرانو ورته مساعده کړه همدا علت دی چې تر ننه د (هاګ محکمې یو "مجاهد" - یو اخوانۍ لیډر یا قوماندان) بندي نه کړو او محاکمه ېې نه کړو نو په کومو سترګو دغه محکمه بیا ځآن د بین المللي اصولو - قوانینو - او بشر د حقوقو - اصلی مطمئن  مدافع بولي) آیا د کرزي حکومت یو خارجي  پیلوټ چې کلي او مخلوقات ېې بمبارد کړل یوې افغاني محکمې ته را کش کړۍ یا ېې بندي کړۍ  - غربیانو دمړیو په مخ شاشي وکړې  - یو امریکاي سرباز په کندهار کې د کورنۍ ښځې ووژلې، یوه پیلوت د شنډند کلۍ بمبارد کړو، بل پیلوټ په مشرقی کې خلک په وینو ولمبول، مګر کرزي ونه نیوو - ماته یو مثال را کړۍ چې یو سرباز  یو امریکایی افسر یا د انګریز سرباز د کرزي محکمې یا څارنوال بندي کړۍ وي یا يي پوشتنه  ورنه کړې وي، څنګه د دوی سربازان عزت لری- آبرو لری- حکومت لری- وطن لری- مدافع لري حقوق لری - ځان لری - فامیل لري - خو زموږ سربازان او خلک د تیږو نه پیدا دي او په رشتیا پسونه دي او مدافع نه لري ((خلکو، اې خلکو دغه مضمون په یاد لرۍ چې بیا د کرزي نبیرې او د "مجاهد" یوه مشر ته چې د یوه سره ېې لاسونه د خلکو په وینو سره دي رایه ور نه کړۍ))  نو له همدی خاطره باید یوه اختصاصی محکمه وروسته له ۲۰۱۴ نه دنوې جمهور ریس له خوانه  جوړه شي او ټول جنګي مجرمین محاکمه شي په غیر صورت کې به دا وطن همیشه د زورګویانو او توپک سالارانو له خوانه د لوی تهدید سره مواجه وي .

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !