Sun Aug 24 2014 16:01:48


انجنیـــــر محمــــود صافـی

 

 

انجینر محمود صافی

د مبارکی پیغام

 

حرکت او ډینامیزم د هدفمند کار د پاره د کامیابی وسیله ده. په ټپ ولاړ حالت د انسان ټول مادی او معنوی پوتنسیال له منځه وړی.

وطن پرستان، اصولی او رسالتمند مبارزین په چقر او عمیق درک سره باید د وطن بدبختی او کړاونه چه چوپه چوپه نوی پړاونه وهی او په ګران وطن کی د سیاسی لوی اوپراتیفی بازی انجام لا معلوم ندی.او تاریخی جبر زمونږ وطن د وینو په رودونو او انسانی سونامی بدل کړی او ټول افغان ولس د ګل مرجان په برمته کی په انتطار کی سوزیږی. او د بلی خواه د امریکی او ایران انتخاباتی بزکشی زمونږ د ولس قربانی اخلی او افغانی نسل کشی ادامه لری .په فرهنګی او نشراتی برخه کی هر وطن پرست د «اصالت» په هنداره کی خپل مخ ووینی. د جلا وطنی ورکه روانی او معنوی مریضی چه مونږ پری اخته یو او خپل صحت دوباره نشو موندلی یوازینی د تداوی نسخه په «اصالت» کی د حالاتو او وضیعت په باره کی تبصری، لیکنی او نظریی دی چه په ویب سایت کی یی په لوستلو تسل کیږی. «اصالت» روشنفکری مشعل دی او اوس اته کلن شوه. کله چه په کاله کی می زړه تنګ شی «اصالت» سره خبری کوم. «اصالت» زمونږ د ټولو د کاله ملګری دی چه د زړه خواله او بنډار ورسره کیږی. پریږدی چه د «اصالت» د رسالت سیوری په ټول افغان وطن خور شی. او افغان ځوانان د حق او باطل په جلاوالی کی تری استفاده وکړی. دادی زه هم په نوبت سره ددی ویاړلی اتمی کالیزی مبارکی محترم ورور فضل الرحیم «همت» او نورو قلمی همکارانو ته د زړه د کومی مبارک باد ووایم. د «اصالت» چلونکو ته د زړه قوت، او رفیقانه محبت زما یوازینی هیله ده. ژوندی اوسی.

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org