یکشنبه، ۱ اپریل ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

عنان او سوریې ته مهلت ورکول

 

 
مجیب الرحمن ساپی

 

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي کوفي عنان د اپرېل پر دویمه نېټه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي، چې د اپرېل لسمه نېټه دې د سوریې د ناورین حل لپاره د ده د وړاندیز شوې طرحې د یوې برخې پلې کېدو په موخه مهلت وټاکي. ښاغلي عنان، چې د تړلو ورونو تر شا یې د امنیت شورا ناستې ته وینا کوله وویل: له ټاکل شوې مودې څخه اته څلوېښت ساعته وروسته باید په بشپړه توګه په سوریې کې اوربند رامنځ ته شي.

ده همدا راز ویلي دي، چې د سوریې دولت له دغې مهلت سره هوکړه کړې ده.

د سوريې د ناورین حل لپاره د کوفي عنان په طرحه کې د ملګرو متلونو سازمان تر څار لاندې د ټولو ډلو ترمنځ د اوربند رامنځ ته کېدل، له ښارونو څخه د سرتېرو او درنو وسلو ایستل او اړو سیمو ته د بشردوستانه مرستو لېږل شامل دي.

تېره اونۍ سوریې ویلي وو، چې دغه طرحه مني؛ خو د ډپلوماټانو په وینا عنان د امنیت شورا ته ویلي دي: تر اوسه هېڅ داسې کومه نښه نښانه نه لیدل کېږي، چې د سوریې دولت دې دغه طرحه پلي کړي وي.

همدا راز په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې سوزن رایز ویلي دي: " موږ له دې وړاندې لیدلي، چې ژمنې شوي او وروسته بیا ماتې شوي دي"

بل لور ته بیا په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي بشار جعفري ویلي دي: " زما دولت د کوفي عنان د وړاندیز شوې طرحې پلي کېدو ته ژمن دی، او هر هغه څه، چې مو په توان کې وي د بریالیتوب لپاره یې تر سره کوو، د سوریې دولت په دوامداره توګه له عنان سره په اړیکه کې دی، دواړه خواوې ګډې موخې لري، او ژمن دي، چې د سوریې د خپلواکۍ په ساتلو سره د شپږ ټکیز طرحې پلي کېدو لارې چارې ولټوي. "

په لومړيو کې؛ کله، چې کوفي عنان د سوریې ناورین حل په موخه د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړی استازی وټاکل شو ویې ویل، چې دغه دنده له ستونزو او ننګونو څخه ډکه ده. اوس مهال داسې برېښي، چې عنان په خپلې دغې دندې کې تر یوه بریده بریالی دی؛ خو اوس هم د عنان پر وړاندې ستره ننګونه، چې هغه د سوریې دولت له لوري په بشپړه توګه د دغو شرایط پلي کول دي پرته ده.

د سوریې دولت د دغه مهلت په پام کې نیولو لاملونه په لاندې توګه شمېرلی شو.

لومړی: سوریې د دغې مهلت په منلو سره په استانبول کې د سوریې د دوستانو ناسته، چې د شاوخوا اویا هېوادونو استازو په کې ګډون درلود جدي نیولې ده. په دغې ناستې کې د سوریې دولت د مخالفانو شورا په رسمیت وپېژندل شوه. همدا راز په دغې ناستې کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو ومنله، چې د سوريې دولت وسله والو مخالفانو ته معاش ورکوي.

د دغې ناستې پر وړاندې په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي بشار جعفري کلک غبرګون څرګند کړی دی او ویلي یې دي، چې د سوریې د دوستانو دغه ناسته د عنان د ماموریت نقضول او د سوریې پر وړاندې د جګړې اعلان دی.

دویم: د ټاکل شوي مهلت په منلو سره ظاهراً بشارالاسد ښکاره کړه، چې پر خپلو ژمنو ژمن دی؛ خو داسې اټکل کېږي، چې د تېر په څېر به بیا هم خپلې کړې ژمنې پلي نه کړي.

درېیم: بشارالاسد په دغې کړنې سره غواړي نړۍوالو ته په ډاګه کړي، چې اصلي ستونزو د مخالفانو له لوري ده د سوریې دولت په شته ناورین کې هېڅ لاس نه لري؛ حال دا، چې د همدې دولت له لوري له لسو زرو زیات کسان وژل شوي دي؛ خو دولت یې بیا هم پړه پر خپلو مخالفانو اچوي.

څلورم: بشارالاسد د دغه مهلت په منلو سره توانېدلی، څو د خپل بقا لپاره وخت سپما کړي او د دغه مهلت له پوره کېدو څخه به وروسته بیا هم د داسې لارو چارو په لټه کې وي، څو دی وکولای شي په واک کې پاتې شي.

پنځم: همدا راز بشارالاسد د دغې کړنې په تر سره کولو دا چانس تر لاسه کړی، چې مخالفان دې ژر خپلې موخې ته و نه رسېږي.

شپږم: د مهلت په منلو سره بشارالاسد غواړي، څو له نړۍوالو فشارونو ځان وژغوري.

له دې ټولو سره که چېرې بشارالاسد د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د ځانګړي استازي طرحه پلي نه کړي، نو دا به د سوریې دولت مخالفانو لپاره ښه پلمه وي، څو وکولای شي نړۍواله ټوله قانع کړي، چې پر بشارالاسد فشارونه زیات او حتی دغه فشارونه به تر پوځي بریده هم ورسېږي، چې په پایله کې به بشارالاسد له واک څخه لرې کړی شي.

 

 

مجیب الرحمن ساپی،  کابل

 

برېښنالیک:

 

intezar.safi@gmail.com

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)