یکشنبه، ۱ اپریل ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

د ایران نوې توطيه

 

میرویس جواد

 

د شنبې په ورځ د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مسعود جزایري له افغانانو څخه غوښتنه وکړه، څو د امریکايي ځواکونو پر وړاندې دې ودرېږي او دغه ځواکونه دې له افغانستان څخه وباسي.جزایري ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو پر وړاندې د مقاومت نوې جبهه د جوړېدو په حال کې ده، چې نغوته یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې وروستیو لاریونونو ته وه.

د ایران دغه چارواکي څرګندونو پر وړاندې افغان دولت غبرګون ښکاره کړ او ویې ویل، چې دا د افغانانو کورنۍ مسئله ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی­زي وویل: (دا، چې افغان دولت او افغانان څه پرېکړې کوي، کوم دریځ غوره کوي، څه د افغانستان په خیر دي او څه د افغانستان په شر دا د افغان دولت او افغانانو حق دی. افغانستان یو خپلواک هېواد او خپلې پرېکړې هم د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کوي.)

البته دا لومړی ځل نه دی، چې ایراني چارواکي د افغانستان په کورنیو چارو کې په څرګنده توګه مداخله کوي او د امریکا پر وړاندې له افغانستان څخه د سپر په توګه ګټه پورته کوي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۰ زېږدي کال د مارچ په میاشت کې هغه مهال، چې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد کابل ته په سفر راغلی وو، نو د افغانستان له دریځ څخه د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه د امریکا پر وړاندې خپلې لفظي شخړې ته دوام ورکړی. په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې احمدي نژاد په کابل کې یوې خبري ناستې ته، چې له ملي ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده امریکا یې په دوه مخي سیاست تورنه کړه او د افغانستان له دریځ څخه یې امریکا د تروریزم ملاتړې او بنسټ اېښودونکې وبلله.

د احمدي نژاد دغه څرګندونې د ډېپلوماټیک دودونو او د رسمي مېلمنو د سفرونو خلاف څرګندونې وې؛ خو په خواشینۍ سره، چې افغان حکومت یې پر وړاندې چوپ پاتې شو؛ لامل به یې هم دا وي، چې ایران په افغان حکومت او په ټوله کې په افغان دولت کې پراخ نفوذ لري، نو له دې امله د ایران ولسمشر ته یې حتی هېڅ هم و نه ویل، چې وروسته بیا دغه نفوذ څرګند شو؛ او هغه دا، چې ایران په مستقیمه توګه ولسمشرۍ ماڼۍ ته پیسې ورکولې، چې ولسمشر کرزي هم تایید کړ. همدا راز د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ته یې هم پنځوس زره امریکايي ډالر ورکړي وو، چې وروسته یې بیا ولسمشر په جریا کې اچولی وو او ویل کېږي، چې دغه پېسې مالیې وزارت ته وسپارل شوې.

کله، چې تېر کال د ولسمشر لومړي مرستیال محمد فهیم قسیم په مشرۍ یو پلاوي، د ایران له لوري د افغان سوداګرو پر تېلو د بندیز لرې کېدو په موخه ایران ته تللی وو، نو هلته هم د ایران د پارلمان مشر او ځینو غړو د ایران پارلمان اون نورو ایراني چارواکو ته ویلي وو، چې افغانان د امریکایانو پر وړاندې درېدو ته چمتو دي او غواړي، چې په دې برخه کې ایران ورسره مرسته وکړي، چې د دوی په وینا دغه افغان پلاوی هم په همدې موخه ایران ته راغلی. حال دا، چې دغه خبرې په بشپړه توګه له واقعیت څخه لرې وې.

که چېرې د جزایري وروستیو څرګندونو ته ځیر شو، نو په ښکاره توګه یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس­وهنه کړې او د ګاونډیو په ځانګړي توګه د ایران او پاکستان لاس­وهنې د دې لامل شوي، څو افغانستان بې ثباته، ناامنه او وروسته پاتې هېواد وي.

ایران له یوه لوري له افغان دولت او افغانانو سره د دوستۍ باټې وهي او له بل لوري بیا د افغان دولت وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي، چې په دغو مرستو کې نغدې پېسې، وسلې او ماینونه شامل دي؛ د هرات، ارزګان او نیمروز ولایتونو چارواکو له لوري په وار وار ترې پرده پورته شوې او د یاد شویو ولایتونو چارواکو ادعا کړې، چې دغه وسلې د ایران له لوري وسله والو مخالفانو ته ورکول کېږي، چې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره یې کره شواهد او لاسوندونه هم وړاندې کړي دي.

له بل لوری بیا ایران د افغانستان مخدره توکو په قاچاقو کې رغنده رول لري د ځیو لاسته راغلو شواهدو له مخې د ایران ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران) له افغانستان څخه مخدره توکي ترکیې او له هغه ځایه څخه بیا د یاد شوي ځواک غړي یې اروپا ته لېږدوي، چې له تر لاسه شوې ګټې څخه یې د وسله والو مخالفانو په روزنې او سمبالښت کې ګټه پورته کوي.

همدا راز په کابل او ګڼ شمېر ولایتونو کې د ایران څارګرې ادارې په بېلابېلو نومونو او بڼو فعالیت لري، چې اصلي موخه یې د امریکا پر وړاندې جګړه او د افغان دولت کمزوري کول دي، څو دوی خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

په مشخصه توګه په افغانستان کې د ایران موخې په لاندې توګه ځانګړي کولی شو.

1-    د افغانستان نا امني.

2-    د افغانستان له لوري د هلمند سیند د اوبو نه کنټرول.

3-    په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې جګړه.

4-    په افغانستان کې د پاکستان نفوذ پر وړاندې سیالي.

5-    د پښتنو کمزوري کول.

6-    د شیعه ډلو ټپلو واک ته رسېدل.

7-    په افغانستان کې د خپل نفوذ پراخوالی، څو نړۍ ته ښکاره کړي، چې ایران په انزوا کې نه دی.

8-    په افغان حکومت کې د نفوذ پراخوالی، څو د دوی په هرې ناخوالې او ناروا کړنې افغان حکومت چوپه خوله پاتې شي.

9-    د افغانستان پر طبیعي زېرمو کنټرول.

10-      د کلتوري مشارکت او فعالیت تر نامه لاندې د افغان کلتور او منل شویو دودونو له منځه وړل؛ څو دوی خپل کلتور ځای ناستی کړی.

د جزایري څرګندونې هم په دې موخه تر سره شوي، څو له یوه لوري د ایران پر وړاندې د افغانانو د حساسیت کچه معلومه کړي او له بل لوري امریکا ته ښکاره کړي، چې ایران په افغانستان کې پراخ نفوذ لري او ایران کولای شي په افغانستان کې امریکا ته خنډونه رامنځ ته کړي.

د دغو څرګندونو پر وړاندې یوازې دومره بس نه دي، چې د بهرنیو چارو وزارت دې رد کړي او بیا دې ووايي، چې افغانستان غواړي د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم وسیله وي؛ بلکې افغان دولت په ځانګړي توګه د افغان دولت ډېپلوماسې څانګې ته لازمه وه، څو په کابل کې د ایران سفیر په احضارولو سره خپل جدي او کلک غبرګون یې څرګند کړی وی، څو ایران ته جوته شوې وه، چې واقعاً افغانستان خپلواک هېواد دی. که چېرې افغان حکومت دا کار تر سره کړی وی، نو په ډاډه زړه ویلای شم، چې په راتلونکې کې به ایران هېڅ­کله دا جرائت نه وی کړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاس­وهنه وکړي او د افغانانو له سپېڅلو احساساتو څخه د خپلو شومو او ناروا موخو تر لاسه کولو په موخه ګټه پورته کړي.

له افغان دولت؛ خو نه څه پوره نه دي، نو پر موږ افغانانو ده، څو د بهرنیو په ځانګړي توګه د ګاونډیو لاسوهنو پر وړاندې په کلکه ودرېږو، او افغانستان له اوسني حالت څخه، چې د بهرنیو د سیالۍ ډګر دی وژغورو.

 میرویس جواد    کابل

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)