د ډاډګیرنې او خواخوږې پیغام

 

په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ارواښاد خیال محمد کټوازی د اطلاعات او کلتور پخوانۍ وزیر،  د پښتو ادب په ډګر کې  پیاوړې لیکوال، ادب پوه، شاعر،  تکړه ژورنالیست په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.

انالله و انا الیه راجعون

د ارواښاد کټوازي صاحب  د جنازې مراسم په (۲۰۱۳) زیږدیز کال د فبروري د میاشتې په نهمه نیټه د یوې بجې په شاو خوا کې د روتردام په ښار کې تر سره کیږي او د ارواښاد جنازه د جنازې د لمانځه د ادا کولو وروسته کابل ته لیږدول کیږي. 

ښاغلي خیال محمد کټوازی دعبدالغفور خان زوی، چې په (۱۳۲۹) لمریز کال کې د پکتیکا ولایت په مرکز(ښرنې) کې د ملکانو په کلي کې زیږدلې و. ده خپلې لمړنۍ زده کړې د ښرنې د علي بابا په ښوونځۍ او ثانوي زده کړې یې د رحمان بابا په لیسه کې تر سره کړې وې . ارواښاد کټوازي صاحب خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ادبیاتو اوبشري علوموپوهنځي د ژورنالیزم په څانګه کې پای ته رسولې وې. ده د کوچینوالې څخه د شعر او ادب سره ډیره مینه لرله.دی دری شعري ټولګې لري چې د علم، ادب او فرهنګ مینه والو ته یې د کتاب په بڼه وړاندې کړې دي.

ده له (۱۳۴۹) لمریز کال څخه تر(۱۳۵۷) لمریز کال پورې د هیواد په مختلفو ورځپاڼو کې خپلې لیکنې خپرې کړې دي، خوپه تیره بیا هغه وخت کې چې ده په رادیو افغانستان کې کار کاوه زیاتې لیکنې او څیړنې لري.

کټوازی صاحب له (۱۳۴۹) لمریز کال څخه د رادیو افغانستان په بیلابیلو خپرونوکې کار کړې دی. ده په (۱۳۵۵) لمریز کال د رادیو د خپرونو د لوی مدیریت دمرستیال او په (۱۳۵۷) لمریزکال کې د رادیوتلویزون د وزارت د معین او د سولې او پیوستون  د ریس په توګه دندې تر سره کړې دي.

ارواښاد کټوازی صاحب د (۱۳۵۸) لمریزکال په پیل کې د اطلاعاتواو کلتور وزیر وټاکل شو.

دی یو با احساسه او متفکر شخصیت و، چې د علم، ادب ، خپلواکۍ، وطنپالۍ، د پښتنولې او د پښتو ژبې  دادب، هیواد او هیوادوالو سره یې سپیڅلې، کلکه مینه او خواخوږي لرله  او په دې لاره کې یې کارنده او رغنده برخه درلوده.

ارواښاد کټوازی صاحب یو متواضع، دروند، متفکر ، مینه ناک ، زړه سواندی، با وقاره او متدین انسان و، د لویې حوصلې، سړې سینې،  د ښو اوصافو او لوړو اخلاقو خاوند شخصیت  و. ده د انسان او انساني کرامت سره،  د خپلو هیوادوالو، ملګرو او دوستانو سره کلکه مینه، ملګرتیا  او خواخوږي لرله.

د ارواښاد کټوازي صاحب  مړینه  زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز ، ادبي او فرهنګي  ډګر کې یوه لویه ضایعه ده.

زه نه یوازې پدې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.

په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

د جنازې د مراسمو پته:

Mevlanaplein 1.

3022EP Rotterdam.

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org