دوشنبه، ۱ مارچ ۲۰۱۰

 

که بهرني پوځيان ووځي؛ څه به پېښ شي؟

 لیک: احمد تمیم ړنګ

زمــــــــا ربـــه نــــوى رنگ نـــــــــوى جهـــــــان را

نـــــــــوو نــــــويـــــــــو اشــــــــارو تــــه نوى شان را

چـــــــې دکـــــون و د فســــــــاد معمـــــا حـــــل کړم

لابراتــــــــوار د ژونـــــــدانــــــه کښې دغه توان را

 افغانستان د منځنى آسيا هغه هيواد دى چى د تاريخى لحاظه د امپراطورو قبرستان په نامه هم یادیږې، اسکندر مقدوني، صفوي او چنګیزي لښکرې همدلته تباه شوې او له هغه نه وروسته د انګلستان د وخت د استعمارى قدرت نوبت راغى او څو ځلې له افغان مجاهدينو سره په ډغرو شول او عبرتناکه ماتې وخوړله، له انګلیسانو وروسته شوروى اتحاد هم له لسو کلونو جګړو وروسته خپل مړي او معلولين د جنګ په ډګر کې پريښودل او د افغانستان نه ووتل، ولی په دې ټولو صلیبی قوتونو کې يو يې هم بريالى نشو چى د افغانستان غیرت مند ولس د خپلې غلامی په جال کښی ګیر کړی، د يوولسم سپتمبر پيښی امریکایان وقهرول او د يوه ناکام پلان له مخې يې په افغانستان يرغل وکړ. د افغانستان څخه د شوروي د عسکرو تر وتلو وروسته امريکا په دې خوش فهمۍ کې مبتلا شوه چی افغانستان به په خپل پوځی زور په ډیر کم وخت کښې خپل تابع کړی  د امپراطورو قبرستان لفظ امریکایانو هم دافغانستان لپاره استعمال کړى کوم چې له څو کلونو راهيسې د مخالفینو لښکر سره په ډغرو دی او د هدیرې تیوری سل په سلو ورته عملاً ثابته شوله که د امریکا اقتصادی او د پوځی حالاتو ته نظر وکړو نو ډیر زر به د شوروی قوتونو په سرنوشت شی.

اوس د هر با احساسه افغان سره دا تشویش دی که بهرني صلیبی پوځيان ووځي؛ څه به پېښ شي؟

که چيرته د هېواد د تيرو دريو لسيزو ورور وژنې، د صلیبی هیوادونو یو ځل بیا یرغل او هېواد ورانونې اصلي لاملونه و څیړو نو د نورو لاملونو په څنګ يو پياوړی لامل يې زمونږ د علم کمښت او زمونږ د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخيستل کیدلی شی.

د شوروی پوځونو د وتلو نه وروسته هرچا د خپل شخصي ګټو په خاطر ورور يې د ورور په لاس ووژنه، مور يې د اولاد په وير کښينوله، ماشومان یی یتیمان کړل، پتمنې نجونې بې پته کړل او تنکی ځوانان یی د تورو خاوری لندی کړل په افغاني غيرت مو پښه کيښودل شوه. او هر چا او هرې ډلې په خپل توان ددې هېواد په ورانولو کښې برخه واخيسته.

افغانان د حکومت په جوړولو کښی مهارت لری او دا صلاحیت په دوی کښی شته چی خپل راتلونکی په خپله وټاکی دوی خپل خلک پخپله د یو واحد چت لندی را ټولولی شی. افغانان د بهرنیو شتون ته هېڅ اړتيا نه نلری، د خپل عزت، پت او خپلواکي ساتنه پخپله کولی شی.

زمونږ "جهادی مشران" د "کفارو" په ساز ګډیږی هیر یې کړل چې دی غیرتمند اولس د خپل د اسلامیت غیرت د ساتنی لپاره شهیدان ورکړی د معلولينو او یتیمانو نه وطن ډک دی، نن هر با احساسه افغان د دغو نه دا پوښتنه لری چې د شورویانو په خلاف ولې تاسو "جهاد" وکړو؟؟ هسې نه هم افغانستان د ترقی په لور وو نور یی هم ترقی کړی وه، د بی شرمی هم یو حد وی ولی دا جنګسالاران نن ډیر په فخر سره دا خبر کوی چی دا صلیبیان زمونږ د هیواد ودانولو ته راغلی او مونږ به د دوی په مشرې د ترهګرو په خلاف "جهاد" کوو.

نن د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس خپل رښتینی با غیرته او اتلان وروڼه پیژندلی که چیرته دا یرغلګر فوځ د افغانستان نه وتیښتی نو انشا الله د الله نه امید لرو چی افغانان به متحد شې ځکه چی افغان اولس نور جنګ نه غواړې.

د بهرنيو وتل د افغانستان نه د جگړی د پاى او د جال نه د خلاصون مفهوم لری، افغانانو ته به دا موکه لاس ته ورشی چی خپل د خوښی نظام جوړ کړی چی افغانان به په کښی د ازادی او امنيت په فضا کښی به ساه واخلي، او افغانستان به یو ځل بیا خپل ملي او نړيوال حيثيت به لاس ته راوړی د تيرو دريو لسيزو تریخې تجربې افغانان یی د غفلت د خوب نه بیداره کړی، او انشا الله د خپل د هیواد د پرمختګ لپاره به په ګډه کار کوی.

چــــــــــې صاحب د قنــــــاعت وي په هرڅه کښې

هســــــــې رنگــــــــــه ملـــــــکان او حـاکمان را

چـــې د خپل ورور د وجــــود غوښې ونه خورم

خــــدايه دغــه رنگ سپېڅلى پاک وجدان را

التجـــــا د (ړنگ ) خاونـــده مستجاب کړې

ودانـــــۍ تــــه د وحدت خپـــل پيروانان را

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org