بســـم الله اکــبــری

خوست د سرو وینو په ډنډ کې

 

په زړه بوږنوونکي ستره خواشینۍ د غیرتي او ننګیالیو خوستیانو د نن ورځې خونړی ناورین په اړه د خوشال بابا په کلام د خپل غمجن او ویرجن ټپي، ټپي زړه، سوي کړیکه باسم.

زړه مې زخمي دی ویني ترې څاڅي         ژاړم له درده څړیکي ترې پاڅي

په ژور خپګان او تاسف چې د نوروز په وږمو او د پسرلي په ښیرازه موسم کې ګلالې او ښکلې خوست د خزان په سیلیو او غمجن ناتار کې د څو تنو د زر او زور د لیونیو واکمنانو د زور ازموینې په ټس کې پریووت . .

کرغیړن او تورمخی پنجابي ابلیس د انسان په جامه کې ګڼ شمیر قومي مخور، مشران او ځوانان په وینو کې ولمبول ډېری شهیدان او ټپیان شول او ګڼ شمیر کورنۍ د ویر او ماتم په ټغر کیناستې. شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا او عافیت هیله کوم.

په دغو قومي مخورو شهیدانو کې یو هم زما د کاکا ارواښاد سناتور علي جان صبري زوی الحاج خان زمان صبري په شهادت ورسید ماته ګران او قدرمن خان زمان چې د لوړو انساني اخلاقو، ستر زغم، میني او خواخوږۍ سمبول د جرګو، مرکو، نرخ او څلي، د خپګانونو د اواری او جوړجاړی د بې ساري استعداد خاوند او بې کبره وطنپال شخصیت و چې د همدغو لوړو انساني ځانګړنو او ښیګڼو له کبله د صبر یو میړني قوم هغه په پراخه قومي جرګه کې د خپل ویاړلي او منلي مشر په توګه وټاکه او همدا لامل و چې د کورنیو، قومونو او ولسونو ترمنځ هري ستونزي،شخړي او لانجې اواري ته یی ځان رساوه د سپیڅلي زړه او روغ نیتې په درلودلو سره یو بریمن او سوبمن مشر و پخپل قوم او سیمه کې د ستر درنښت او عزت وړ و.

دریغا! دریغا!

زموږ کورنۍ د کلونو کلونو راهیسي خپل هیواد قوم او ولس ته د میني په تور او ګناه په خپلو سرو وینو کې لمبیږي لامو د یوه شهید ویر او ماتم ورک نه وي چې د یوه بل شهید جنازه زموږ د کلي د ستري غونډۍ تورو خاورو ته روانه وي د ورکو او د تورو شپو خوړلو شهیدانو په یاد له قلمه ویني څاڅي.

څومره درنې، خیالیګره او غیرتي سټي وي چې د ملي سپیڅلو ارمانونو په لاره کې یی خپل سرونه ځار کړل..

د زړګي سره خان زمانه!

په ویاله او دینداره ټنډه دې ښکلوم د خپلو سرو کفنو شهیدو وروڼو او سره کفنه شهیدو ورارونو او خپل ارواښاد ویاړلي پلار په څنګ کې آرامه ویده شه په هسکه شمله ورته نارې کړه چې ستاسو د ویاړلو شهیدانو په پله به د ګران افغانستان په نوم خپل سرونه بایلو.

دار وي که زندان وي که شرنګ د زولنو

موږ په دې وطن د سرلوړی سندره بولو

د دغه دردوونکي ماتم له کبله د غیرتي خوست ټولو قومونو او ولسونو مشرانو، کشرانو او غمجنو کورنیو ته د ژور تسلیت او زغم غوښتنه کوم د صبریو د قوم مشرانو، درنه او قدرمن کاکا زوی الحاج میرزمان صبري ګران محمد زمان صبري او خپلي ویرجنې کورنۍ ته د جمیل صبر او زړه تسل غواړم.

انا لله و انا الیه راجعون.

اروایی ښاده او یاد یی تل ځلانده اوسه

مرد نمیرد به مرګ، مرګ نام ازو جُست

نام چو جاوید شد، مردنش آسان کجاست

 

بسم الله اکبري هالینډ

۰۲-۰۴-۲۰۱۵

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org