انجینر محمود صافی

 

د دوکتور نجیب الله د شهادت «۱۸» کالیزه

 

وخت او زمان دا دی ډیر ګړندی تیریږی د شپی او ورځی مخه څوک نشی نیولی. دادی بیا د «۱۳۹۳» کال د میزان د میاشتی «۵» نیټه چه د د سپټمبر د میاشتی د «۲۷» نیټی سره سمون خوری د لوی ډاکتر د شهادت کلیزه ده او د افغان ولس د غمنو غوټی خلاصیږی. غواړم چه په ډیرو لنډو کرښو سره د هغه د شهادت په هکله د هغه داخلی او خارجی عواملو ته په لنډه او ځغلنده توګه یادونه وکړم.

خارجی عوامل: - ملی او بین المللی، منطقوی شرایط، د وخت او زمان دسیسو او توطیو د سیا سازمان او د پاکستان نظامی او استخباراتی سازمان ته دا وخت ورکړه چه د ملل متحد د پردی او نوم لاندی د بینین سیوان جاسوس په وسیله چه ظاهراً د ملل متحد نماینده وه د سبا د سولی ستوری د افغانستان د آسمان نه وغورزاوه. رښتیا هم په دی اوپراتیفی بازی کی یی دوکتور نجیب الله ته د مرګ ګول ورکړه. او داکتر په خپل اعتماد کی په بینین سیوان باندی ستره تاریخی خطا او اشتباه وکړه. رښتیا خبره ده چه هوښیاره مرغی د دوه لومو نښلی او دی هوښیار،  دانا او توانا سیاست مدار ته څه پیښ شول. په جریان د هغه کالونو کی چه داکتر په کابل کی د ملل متحد د دفتر پناهنده وه د سیا او آی.ایس.آی استخباراتی سازمانونو یو وار خلع قدرت کړه. او دوهم وار یی د طالبانو په نوم لکه منصور په دار کړه. په دا تاریخی فاجعی سره داکتر د تاریخ او سولی ځلانده ستوری او دایمی ژوندی پاتی شووه. په لنډ ډول باید یادونه وکړم چه ملل متحد په حقیقت کی د سیا د سازمان یو مخفی تشکیل او (۰ ۸) فیصده بودیجه ورته تمویلوی. ملل متحد افغان ملت ته جوابګو او تاریخی مسوولیت لری. په نتیجه کی یی په وطن اول اجیر اشرار او مجاهلین او بیا طالبانی توره تیاره خپره کړه. او د وطن ټول مادی او معنوی شتمنی، او دولتی اساسات او ساختارونه او ټول هست بود یی نابود او له منځه یوړه. تاریخ او زمانه هم نظارت ګره ده. ټول غلی او چپ پاتی شول. او د (۲۰۰۱) کال راهیسی توره لوبه اورافغان نسل کشی په رقمونو سره په ګړندی شکل ادامه لری. د داکتر نجیب الله په ادرس لیکنه ګرانه خبره ده. ولی د هغه آرزو، افغان ولس ته صادقانه خدمت، د وطن سوکالی آرامی او سوله وه. مګر میسر نشوه. رښتیا هم چه په یوه ګل سپرلی نه راځی. همدا رنګه تاریخ به داکتر ته په ډیر اخلاص، د صداقت، وطنپرستی، میړانی، ورورګلوی، مهربانی، محبت، پاکی، په خپل ولس زړه سوانده، او افغانی خدمت تاریخی طلایی نشان ورکړی. او د تل د پاره به ملی قهرمان وستایی. چه حق او استحقاق یی لری. دا ملی قهرمان هغه طلا او سره زر دی چه نن د وطن په سینه کی په دایمی خوب ویده دی. داکتر نجیب الله هر چا ته خوږ او د هر چا په زړه کی دی. خاطری، نظریی او تاریخ یی ژوندی دی. د نن څخه تر سبا پوری تل به افغان نسل پری وویاړی.

داخلی عوامل:- د داکتر نجیب الله د شهادت داخلی عوامل خورا زیات دی. چه عیان ته بیان په کار ندی ولی د هغه د لستوڼی ماران چه انګشت شمار افراد او اشخاص وه. تالی څټی غوړه مالان، په موقتی څوکیو، رتبو، موترو، او عیاشیو عاشق او مصروف، او فرسوده او پوسیده وه. او داکتر ته یی نږدی مردار حلقه تشکیل کړی وه. او همیشه به یی په ګوند او دولت کی د تشدد او زور واکی خوبونه لیدل او د هغه په څنګ کی یی په ګوند کی سخت د بی اتفاقی او بد بختی اغزی وکرل او همیشه به یی د تشدد او زورواکی سیاست تکیه کوله چه لاره یی ډیره لنډه او خپله پکی وسوځیدل. اوس لکه ښکاری سیسی په سوریو کی پټ دی. قابل د یادولو ده چه فاروق یعقوبی د امنیت وزیر چه د ډاکټر نجیب الله نږدی او لری امنیت مسوولیت یی درلوده او د ملی ګارد او وزارت امنیت د ټولو قواو په شمول ویی نشوای کړای چه داکتر ته نجات ورکړی. ترڅو چه په خپل دفتر کی نظر په بی کفایتی، او ضعف مدیریت او رهبری، په دفتر کی په خودکشی لاس پوری کړه. د تصادفی او جعلی افرادو معنی داده چه کوږ بار تر منزل نه رسیږی. دوکتور نجیب الله ته دی الله پاک جنت فردوس په نصیب کړی روح دی ښاد اوسی.

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org