جمعه، ۷ سپتامبر ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 دلسوز

ملی پاڅون؟

 

څه د پاسه نږدی د څلور لسیزی څخه را پدی خوا زموږ په ګران هیواد افغانستان کښی د پټو لاسونو لخوا ظالمانه او د انسانی اخلاقو او کړنو څخه لیری د خطرونو ډکی تجربی روانی دی. دا پټ لاسونه د هر ډول جنایت د پاره خپل خاص «اجیران» په مختلفو نومونوسره د ناوړو اهدافو د سر ته رسولو لپاره و میدان ته را باسی. اوس زمونږ په خاوره کښی ټول هغه انسانی رښتنی ارزښتونو ته په سپکه سترګه کتل کیږی. دا پټ لاسونه، د ډیرو پاکو مفاهیمو په ګټه اخیستلو سره لکه «ملی»، «اسلامی»، «جهاد»، «عدالت»، «ترقی»، «ډیموکراسی»، «سوله» او داسی نورو څخه نا وړه ګټه پورته کوی

 اوس ددی دیرش کلنی جګړو په لړ کښی د نړی ټولو خلکو او افغانانو ته د لمر په شان روښانه شویده چه زموږ ګران هیواد افغانستان یواځی د تش په نامه دولت، سیاسی ډلی، او بیرغ په لرلو سره، د سیمیزو هیوادونو او په خاصه توګه د ګاونډیانو د بیشرمانه مداخلو له کبله د نړی د سترو ظالمو هیوادونو په مرسته په یوه خونړی تجربوی لابراتوار بدل شویدی۰

دا د زور واکداران د خپلو نوکرانو په مرسته په افغانستان کښی کولای شی چی خپل هر ډول غیرانسانی او کرغړنی غوښتنی ددی هیواد پر خاوره او خلکو باندی لکه د یو بیخاوند ملک په توګه په ډیر آسانی سره سرته ورسوی.

دلته (افغانستان) نور د ملی ګټو د ساتلو رښتنی ږغ په ټپه ولاړ دی، که چیری چیرته تاسو پدی هکله د شر او شور غږونه آوری، دا همهغه د پردو د پردی تر شا کومی دسیسی دی چی د ګمارل شوو ډلو او ټپلو لخوا په لاره اچول شوی دی۰ دوی یواځی او یواځی خپله دنده زموږ د هیواد د بهرنی دښمنانو په لمسون سرته رسوی۰ دلته نور ظلم، رشوت، چور او چپاول، د بیګناه انسانانو وژل او د تریاکو کار و بار ځانته عام شکل غوره کړیدی۰

ددی کړیدلی ولس د غور لپاره په رښتنی توګه د مځکی پر مخ اوس هيڅ داسی څوک او یا داسی ځای نشته، چه ددی کړیدلی اولس ږغ واوری او د دوی د حقوقو د غوښتلو او عدالت د پاره پوښتنی وکړی۰

دلته قانون، دولت او رښتنی سیاسی ګوندونه د عمل په ډګر کښی وجود نلری۰ د دولت مخالفی ډلی چه نیمایی هم د اوسنی دولت په جوړښت کښی شامل دی او یا په پټه د دولت څخه مرستی ترلاسه کوی، خو د هغو ډلو بله نیمایی برخه د دولت د باندی د ایران، پاکستانی آی اس آی او القاعدی په مستقیمه مرسته د هیواد په محلی سیمو کښی د بیګناه هیوادوالو په وژلو بوخت دی۰ دوی د سلاو په زور د بیچاره خلکو څخه عشرونه او خیراتونه ټولوی او افغان حکومت هم د هغوی کلک مخنیوی نه کوی۰ مګر دولت او دهغه ټولی جوړ شوی مخالفی سیاسی ډلی د افغانستان بیچاره خلکو او نړیوالی ټولنی د غولولو لپاره د هغوی په سترګو کښی خاوری پاشی۰

هر څه یی چه ددی واکدارانو زړه غوښتی دی هغه یی یواځی د کاغذ پر مخ د قانون په نامه لیکلی دی، او د تلویزنو او اخبارو په څپو کښی په تش الفاظو او کلماتو کښی وجود لری۰

زموږ د هیواد وګړی په خپل ژوندانه کښی د ژوند حد اقل د لومړنی اړتیاوو څخه هم برخمن ندی۰ زموږ زوریدلی ولسونه اوس خپل باور له لاسه وړکړیدی او پرهیڅا باندی باور هم نشی کولای۰

پداسی شرایطو کښی څنګه کیدای شی چه دا بی وسه ولس و ملی پاڅون ته لاس پوری کړی؟

تاسو ته معلومه ده چه پدی راتلونکی دوو کلونو کښی به نړیوال جګړیز قوتونه چی د «تروریزم جګړی ضد» په پلمه یوولس کاله د مخه و افغانستان ته راغلی وه وبه وځی۰

د افغانستان ګاونډیانو په تیر بیا ایران او پاکستان د خپل ستراتیژیکو ګټو د ساتلو لپاره د پردی تر شا د خپلو کورنی او بهرنی پلویانو په مرسته یو وار بیا د خپلو زړو توطیو پر بنیاد په نویو دسیسو لاس پوری کړیدی او خپل ورانونکی فعالیتونه یی د افغانستان کړیدلی اولس پر ضد تر پخوا لا زیات کړندی کړیدی۰ زه دلته د حقایقو دلا روښانه کولو دپاره دا څو لنډی ټکی د بیلګی په توګه د هر یو په برخه کښی لیکم۰

لومړی د ایران پلوی ډلی:

ـ د هیواد په شمال، شمال لویدیز او مرکزی سیمو کښی د شورای نظار، د دوستم ملیشی او د حزب وحدت د ګوند ډلو ټول پخوانی قوماندانان د محلی پولیسو په چوکاټ کښی ځای پرځای شویدی او برسیره د دوی پر پخوانی سلاو څخه چه په خپلو زیرمو کښی پټ لری، نوری نوی ډیری وسلی هم ورکړه شویدی۰

همدا ډول د نوموړو ډلو سیاسی مشرتابه هم د  ۱۹۹۲ کال په شان په ډاګه د افغانستان خلکو ته د راتلونکی ولسمشریزی د ټاکنو ترنامه د جګړی ګواښ کوی۰

ـ له بلی خوا په افغانستان کښی د ایران د اوسنی نوی سفیر د راتګ سره سم (چی نوموړی په ۹۰ لسیز کښی د افغانستان د داخلی جګړو په وخت کی په مزار شریف کښی د ایران د اطلاعاتو د ډلی مشری یی هم په غاړه درلوده۰) د ایران لخوا د افغانستان پرضد ورانکاره فعالیتونه ډیر زیات شویدی۰

موږ دلته د بیلګی په توګه د ایران د لاس وهنو څو مثالونه یاد ؤ۰

۱ ـ  د ایران د سفیر نیغ په نیغه مخالفت او هلی ځلی د افغان ـ امریکی د ستراتیژیک تړون د تصوییول په درشل کښی د افغانستان د پارلمان لخوا۰

 ۲ ـ  د ایران لخوا د افغانستا ن په نیمروز ولایت کښی د ملکی وګړو ډله ایز وروستی وژنه۰

 ۳ ـ  د طالبانو د حکومت د وخت د ایرانی وژل شوی اطلاعاتی ډلی په نوم د مزارشریف د ښار واټ نومول۰

 او داسی نوری ډیری بیلګی شته چه د ایران لخوا د افغانستان پرضد د ورانکارو فعالیتونو پوره ثبوت دی۰

دویم پاکستان پلوی ډلی:

 د هیواد په سهیل، ختیځ، سهیل لویدیز، سهیل ختیځ په ځینی سیمو کښی د کابل ملی امنیت اداره، د حزب اسلامی ګوند د ارګ مشاورینو په لارښوونه او د آی اس آی په مرسته یو لړ پټ فعالیتونه د «ملی پاڅون» تر نامه لاندی شروع کړیدی او وهغه ته لکه د طالبانو د حرکت په شان د خلکو لخوا یو خودجوشه غورځنګ نوم ورکړیدی۰

دا یو روښانه حقیقت دی چی افغان بیچاره اولس ددی ورانونکی جګړی د دواړو خواو سره هیڅ ډول تړاو نلری، بلکه خلک ددوی د بیسارو جنایتونه څخه و پزی ته رسیدلی دی۰

دا ډول پټی دسیسی د «ملی پاڅون» تر نامه لاندی د طالبان او القاعدی د راتګ وخت په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۵په کلنو کښی د ګاونډی هیواد پاکستان هغه استخباراتی غولونکی شعارونه او ډونډری په یاد راوړی چه پردیو څنګه وکولای شوای زموږ وهیواد ته په آسانه ډول ورننوځی او زموږ هیواد یی لا پیسی وران کړی۰

کاشکی د افغانستان بیچاره او زوریدلی ولسونه دا توان درلودای چه ځانونه یی ددی ظالمان له شر څخه خلاص کړی وای، بدبختانه د افغانستان په اوسنی شرایطو کښی زموږ د بیچاره خلکو سره دا توان نشته چه ددی ظالمانو د ظلم او شر څخه ځانونه وژغوری۰

 تیره اونی د طلوع تلویزیون تودو خبرو په پروګرام کښی چه چلوونکی یی ښاغلی شاپور بختیار ؤ او نور څلور تنه سیاسی او نظامی کارپوهانو هم ګډون درلودل، دوی د غزنی ولایت د اندړو ولسوالی پر «ملی پاڅون» باندی د پام وړ خبری وکړی او هغوی ځینی اسناد یی هم پدی هکله افشا کړل۰ یو تن ددی کار پوهان څخه وویل چی د اندړو د «ملی پاڅون» سره د اوسنی حکومت د قومونو او قبایل وزیر او د سهیل د زون رییس ښاغلی اسداله خالد مرسته کوی۰ بل کار پوه چه پخپله هم د غزنی ولایت اوسیدونکی ؤ په خپل خبرو کښی د اسلامی ګوند ګلبدین حکمتیار د ډلی د قوماندانانو د مرستی څخه ددی پاڅون سره وستایل.

موږ دلته دبیلګی په توګه یو څو مثالونه د پاکستان او د هغوی د تړلو ډلو په هکله یاد ؤ۰

  ۱ـ پاکستان د نوی صدراعظم د ټاکلو سره سم هغه لومړی کابل ته راغی او د خپل حکومت د کار په لومړنی ورځو کښی د آی اس آی رییس یی لری کړ او د هغه پر ځای یی نوی کس وټاکه او هغه یی د سمدلاسه و واشنګتن ته ولیږل۰

 ۲ـ د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره باندی تیری او د هغو د عسکری لخوا د توغندیو ویشتل لاپسی زیات شویدی، په کنړ او نورستان کی د خلکو وژل او د هغوی د کورونو ورانولو لړی دوام لری.

 ۳ـ کرزی د عمری د حج په پلمه ځان سعودی عربستان ته ورساوه او د هغه ځای د پاچا څخه د سولی تر نامه لاندی مرسته وغوښتل، او پخپل کورنی سیاست کښی د خپل ناکامه حکومت د خاص کړیو په لری کولو او د هغوی د بیرته ځای پرځای کولو د شطرنج په لوبو لیګیا دې۰

 که چیری وپورتنیو حقایقو ته په ځیر سره وګورو، ددی «ملی پاڅون» د چلوونکی هم لکی ښکاره ده او دا ټول د جهادی تنظیمی دولت او په هغوی پوری ټرلو ډلو د نوی هلو ځلو او دسیسو پوره ثبوت دی، چه دوی خپل شومی ګټی یواځی په جګړه کښی ګوری او نه غواړی چی دا غم ځپلی هیواد ته بیا سوله راشی۰

  پای

 

 

   («اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)