سه شنبه، ۲۳ جولای ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

یوه ملي قهرمان ته ضرورت په افغانستان کې

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جولای ۲۰ مه ۲۰۱۳ کال

 

افغانی ټولنه تیت او پرک شوه، افغاني ټولنه په ایدو او عقیدو وویشل شوه، افغاني ټوله په ژبو او فرهنګو تقسیم شوه، افغاني ټولنه د تنظیمو له لاسه په سلیقو- قوارو- پوزشنو - کف او کالر- بریتورو او بې بریتو – تور سترګو او شنو سترګو - پکول داره او لنګي داره - چادر داره او دریشي داره - په سرلوڅو او کل سرو- په غریبو او سرمایه دارو- په بیوزلو او نان ګدایو - په سوالګرو – او په موتر دارو - په دولتمردانو او بیکارانو - په رشوت خورو او چپاولګرانو - په مافیايي انسانانو او په بیزوره بې سرپرسته کسانو - په توپک سالارانو او بی وسلو خلکو- په باسیواده او سیواد لرونکو - په ملانو او عامیانو - په پیرانو او حضرتانو او د دوی په پلویانو - په هزاره او ازبکانو - په پشتنو او تاجکانو - په نورستانیانو او پشه یانو - په چهار ایماقو او هندوانو او ډیر نور وویشل شوه، زموږ کلۍ او کورونه تقسیم شول، ترکه شول، غصب شول، تخریب شول، تالان شول، خلک ورنه لاړل مهاجر شول لږ پاتې شول د هغوی په دروازو بندیزونه ولګیدل، د دوی په زامنو او لورانو نوېې مقرره د "مجاهدینو" او "طالبانو" له خوا نه تحمیل شوه او هغه دا چې (هر سړۍ باید توپک واخلي - هره کورنۍ باید "مجاهدینو" او "طالبانو" ته دری وخته ډوډۍ تیاره کړي) او هر هغه کورنۍ چې زامن یا خپلوان ېې د دولت سره کار کوي هغه باید بیرته را شي او زموږ سره "جهاد" ته مخه کړي او که نه راځي نو هره میاشت باید نیم معاش موږ ته را کړي .

د (پاکستان - ایران - عربانو) له لاسه په موږ پنجابي ژبه، فارسي ژبه تحمیل شوه او کلدارې زموږ په رسمي کرنسۍ بدلې شوې د افغانستان ملي ارزشونه او عنعنات او رسوم تر پښو لاندې شول زموږ خلک د حکومت نه ډوډۍ نه غواړي - زموږ خلک د حکومت نه اوبه نه غواړي - زموږ خلک د کرزي نه کور او کالي نه غواړي، بلکه زموږ خلک د کرزي نه امنیت غواړي - صلحه غواړي، او صلحه په نانواتې، ګدايي، رشوت، زاریو نه تر لاسه کیژي بلکه صلح په دشمن د زور له لارې تحمیلیژي او زور کرزۍ نه لري ځکه د ملي پوځ وسلې او محاربوي تخنیک دوی په خپلو بادارانو (پاکستان - ایران -امریکا - انګریز) او نور خرڅ کړو او ملي کدرونه ېې په کور کینول، افغانان په خپل هیواد کې د (پنجابیانو - امریکایانو-انګریزانو او عربانو) اسیران، مجرمان او محکومین دی د دوی له خوانه په زندانو کې په مختلفو جزاګانو د زنا او لواطت په شمول تر شکنجې او عذاب لاندې ژوند کوي نه د کرزي حکومت او نه یو حزبی او "جهادی" تنظیمی لیډر او نه هم (خداوند) د دوی په قصه کې شول، زموږ بې وزلان - بیکوران - خیمه نشینان او مریضان ناري وهی صرف موږ درک کړۍ، موږ ته غوږ ونیسۍ - زموږ غږ واورۍ خو بیا د یوه ځایه د دوی په داد هیڅوک ونه رسیدل او نه د دوی غږ چا واوریدو، نه یوه سرمایه دار، نه یوه وزیر، نه یوه والي، نه یوه ولسوال له خوا نه دوی ته یوه بوجۍ اوړه ور وړل شول، نه ېې دوا ورکړه، نه ېې ددوی اوشکې پاکې کړې او تر دی لا زیات د غریبانو او فقیرانو په ناموس تجاوز وشوو د مکتب نجوني مسمومې شوې او د ښځو سره د مرتجع اخوانیانو، ملانو او د دوی د ولي نعمتانو په دستور نور هم د خشونت څاپیړه وار شوه او د خشونت په څاپیړه زموږ تور سرې بیبیانې ښځې ووهل شوې ددوی له لاسه ېې انتحارونه وکړل خو یو "مجاهد"- یو "طالب"، یو ددوی رهبر ونه شرمیدو او معذرت ېې ونه غوشتو د افغنستان خلک په ("کمونستانو" - اخونیانو – "طالبانو" - مائویستان - سلفیانو – لشکر طیبه - قادیانیانو) او ډیرو نور د (ملانو – "طالبانو" - حضرتانو - پیرانو - خلیفه ګانو – د هزاره طایفی د سیدانو - د ایران د خمینی مکتب د پیروانو هزاره ګانو – د عربانو دغو چلتار داره فاسدو مسلمانانو له خوانه د امریکا او انګریز په مستقیم فرمان) تقسیم شول او د دغو ناوړه او غیر علمی واهی دین تطبیق کونکي هیوادونه هماغه (پاکستان - ایران او عربان) وو چې دغه ۳۵ کاله زموږ بیوزلي خلک د اخوانی او "طالبانی" رژیمو له لاسه د لویو او نه بښونکو ناورینو سره مخامخ کړي دي او زموږ ساده خلک هره ورځ د مجبوریته جوماتو او تکیه خانو ته ځي چې هلته د جماعت وروسته د الله له درباره د افغانستان غامضې ته د افغانستان خونړي جنګ ته د پای ټکۍ کیښول شي دوعا ګانی کوي چې خدایه د خپل حبیب په روی د وه - خدایه د چاریارو کبارو په روی د وه خدایه زموږ د شهیدانو په روح د وه - او خدایه په خپل عظمت او بزرګۍ دی وه زموږ خلک د دغو جنګ نه د دغو فاسدو او خاینو تروریستانو (حکمتیار – "طالبانو" - حقانی - پاکستان او ایران) له تور او تهمت او فشار او شکنجې نه خلاص کړه) خو وحې نازله نه شوه او ملانو - پیرانو - حضرتانو - خلیفه ګانو – د هزاره سیدانو د "مجاهدینو" رهبرانو او قوماندانانو چې د یوه طرفه دوعا ګانې کوی او د خدای نه صلح غواړي خو زموږ خلک نه پوهیژي چې (جنګ - انتحاری - تفرقه اچونه) ټول د دوی له خوانه دي او دوی دی چې ادامه ورکوي ځکه دوی د دوو شیانو نه ویریژي .

۱-  د صلحی نه (که صلحه راشي نو دوی محاکمه کیژي او جایدادونه ېې ملي کیژي) .

۲ - دوی د مقام او څوکۍ نه نه تیریژي ځکه دوی باید همیشه په قدرت کې پاتې شي تر څو همیشه رشوت - قوت - اقتدار او زور ورسره وي او هیڅ وخت ېې څوک په چوخ ونه وهي .

هغه څه چې تر دغو ځایه ما درته ولیکل نور تاسې ورباندې علاوه کړۍ تر دې نه ډیر نور نواقص، اشتباهات او جنایات د کرزي د حکومت شته خو زه وایم که دغه ټول د یوه میړه – د یوه متعهد – دی وه وطن پرست – د یوه با مسوولیته – د یوه جدي – د یوه تحصیل یافته – د یوه متخصص او پروفشنل سیاست پوه افغان قهرمان له خوانه لکه د نورې نړۍ په هیوادو کې چې دا ډول قهرمانان انسانان پیدا شول او خپل هیوادونه ېې د ابد له پاره د متجاوزینو او اشغالګرانو تروریستانو او اخوانیانو نه وژغورل لکه د (ترکېې مصطفي کمال اتاتورک – د هندوستان مهاتما ګاندهي - د جنوبي افریقا نلسن ماندیلا) غونته ورته یوه افغان ملي قهرمان ته ضرورت شته او را میدان ته شي، زه وینم چې داسې قهرمانان شته خو بهتره ده ډیر زر را میدان ته شي او نور د افغانانو وینې توییدو ته د پاي ټکۍ کیږدي، امین .

 

 

 «اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !