دوشنبه، ۸  فبروری  ۲۰۱۰

 

پښتانه د یو عظیم سیاستدان نه محرومه شول


ملي شاعر، ادیب، صحافې، عالم او سياسي مشر اجمل خټك

 

د رڼا ستوری د پښتون د سپين سحره زمونږ
خـــــــــــــــوږه رهبره زمونږ، زمونـــــږ نه مه ځه
په خپل کردار د سياست د اسمان نمره زمونږ
خــوږه رهــبـــره زمــونــږ، زمــونږ نه مــــه ځــــه

 

ملي شاعر، ادیب، صحافې، عالم او سياسي مشر اجمل خټك صیب په ۸۵ كلنۍ كې له دۍ فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې كړې، اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې د صوبه سرحد نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولي دي.

د ستر پښتون بابا عبدالغفار خان لخوا چې د پښتون اولس د حقونو د پاره د خدائى خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک د دغه تحريک يو مهم غړى او د باچا خان د نزدې ملګرو څخه شميرل کيدو

تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې او بيا د پيښور عالى ښوونځي ته ورغي. دا چي اجمل خټک په ځينو سېاسی چارو کې فعال وو نو پدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.

خو له پوهي سره مینې دی غلې نه کړو او په شخصې ټوګه ېې لوست او په عربی، پشتو او فارسې یۍ ولوستل، انګریرې ژبه یې زده کړه او پوهنتون ته ېې د ازموینې په ورکولو پیل وکړو.

خو له ازموينې نه يي را ويستو او جيل ته يي وردننه کړو. ده په جيل کې هم لوست او له همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې د ازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له جيله ازموينې ته ورشي او بيرته به يې جيل ته راوستو

له جيل نه وروسته ښاغلى خټک د پيښور پوهنتون ته بريالى شو. ولې د بده مرغه بيا يي ونيو او دا ځل يي د مچ مشهور جيل ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل او له همغه ځايه يې د فلسفې او اروا پوهنې ازموينه ورکړه.

له ١٩٤٢ نه تر١٩٤پ کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه او له ستونزو سره هم ډير مخامخ وو خو په ١٩٤٧ کال کې پاکستان جوړ شو او د دوى ستونزې د پخوا په پرتله په کميدوشوې. د نشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى. ښاغلى خټک صيب د خپل ژوند يوولس کاله د نظر بندۍ او د جيلونو د تورو تمبو تر شا تير کړي دي خو ولې دغه سياسي، ادبي او صحافي مبارز د دومره سختيو با وجود هم چرې پخپل فکر و نظر سودابازي نۀ ده کړې او هر وخت يې د خپلې نظريې د پاره په جار غږ پورته کړى دى.

د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او د اپريل ١٩٤٨ کې د سمندر خان سمندر په خلۀ پيښور ريډيو کې د کار کولو بلنه ورکړى شوه په پیښور راډيو کې پروگرامونه به يي ليکل خو د ژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې وه چه د غيرت چيغه نوميده. نور کتابونه يي د ژوند چيغه، ژوند او خوند، گلونه او تکلونه، افغان ننگ، کچکول، سرې غنچې، د ژوند خاطرې او ځينې نوردي.

د ښاغلي اجمل خټک شخصيت خوارۀ وارۀ اړخونه لري او د ادب، صحافت، سياست او تعليم په ميدان کې ددۀ په غوره خدماتو د لرو بر ټول پښتانۀ محترم اجمل خټک سره بې حده مينه لري.

 

احمد تمیم ړنګ

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org