Mon, May 3, 2010 10:49

داکتر محمد ظاهر حکمی

 

مور جانی

موری و مور جانی و ګرځه پردی لاره مځه چه خطرناکه ده هلته وږی لیوان ناستی دي او وبدی داړی. موری عذر کومه زما او د ورکوټی خور می په خاطر ګوره مځه.

مور جانی دا هغه پخوانی لیوان ندی. دا اوسنی لیوان ډیر وږی او بی رحمی دي. پخوانی لیوان د خپل ضرورت په اندازه خوراک او حملی به کولی اما اوسنی لیوان نه یواځی ستا په داړل او غوښه قناعت کوی، بلکه په چا پیریال کی د چه څوک ووسی هغه هم وژنی او مال منوالی لوټوي. نو ځکه در نه هیله کوم چه مځه او موږ په دی بی انصافه او له ستونځی او مایوسیتونو نه ډکه دنیا کی چه نه په کی سوله او نه د خوښی او هیلمندی تمه ووسی نشته یواځی مه مو پریږده.

مور جانی څله په داسی ناببره او د نه منلو خطر ته ځان اچوي دلیل یی څه ده؟ آیا موږ نه کومه خطا او بی لاری شویده چه تا مرګ ته ځان نیولی ده؟ ځوی جانه زما د زړګی سره دا د مایوسی او د نیستی شپی ورځی چه پر تاسو تیریږی ما ته د ځغم نده او لیدلی نشمه. دا نیستمنده او ظالمه دنیا پر سینه می لویه تیګه ایښیده چه سا می پی بندیږی او د لاسه می هم څه پوره نده. نه د تاسو خیټه په وچه سوکړک مړوۍ شم او نه کومه د نیک مرغی ژوند مستقبل کی راته ښکاري. نه موری داسی کار مه کوه بس ده چه زموږ پلار هغه پلار چه د خدای او رسول او قانون سره سم یو صادق او نیت بخیر انسان وو د دغه وږی او بی انصافه لیوانو د خوراک طعمه و ګرځید. او لیوان ځانونه یو ګړی د پاره خیټه خپل پی ماړه کړل خو ماړه نشول. لاری پر سر لکه را ګیر ماران ناستی دي چه ښکار پیداشي او خپل مردار خیټی پی ډکه کړی او خلک د غم او ژړا په ټغر لکه یو ناتوان ماشوم بی اختیاره په ژړا کینوي. بس ده نور نه ځان او نه موږ دی زار و آزار ژوندون ته مه کینو.

مور جانی زه اوس لوی شوی یمه زه به کار وکړم او تا او خور ته می ژوند برابر کړم خدای خو مهربان دی. زه پر ځان باور لرم ته هم پر ما باور ولره. ژوند به مو ښه شی دا د نیستی شپی ورځی چه تا ځوروی او تر دی حده رسولی یی چه مرګ ته ځان تسلیموی. نه خیر زه دی نه پریږدم. آخر ته زموږ مور یی او تا ځیږولی یو روځلی یو. ته موږ سره مینه لری د همدا مینی له کبله تر دی سرحده پوری د رسولی یو. زموږ مینه ستا په زړه کی داسی ژور ځای لری چه نشی کولی هغه له زړه نه وباسی او موږ یواځی یتیم او اسیری ته پدی نا ځوانه او له کړکیچو ډکه نړۍ ته پریږدی. پوهیږم چه تا په ژوند ډیر ستونځی لیدلی او د ناخوالی سره ډکه ژوند تیره کړیده او له ډیر غم او اندیښنی ستړی شوی یی ستونه د بندیږی چه سا نشی ایستلی.

ګرانی مور جانی دا کار ته مه کوه لږ پر موږ ورحمیږه ډیری سختی دی تیره کړی لږه پاتی ده. انشاالله دا سختی به پاتی نشی او شپی پسی ورځی راځی د غم پسی ښادی شته دی مه مایوسه کیږه. دا بدی ورځی نه یواځی پر موږ ده وګوره ګل رسول کاکا او شیر افضل کاکا ټول کورنی یی سونه د ژوند په ستونځی ګرفتار دي. نو زړه دی لږ جګه نیسه او ځان خوندی او زړه خوری مه کوه چه ناروغه به شی. ورځ تر ما ښام او شپه تر سهار په غریبی اخته وی د خلکو کالی دی وینځله چرخه کی تار دی وبدله او هغه دی جولایانو ته ورکوله چه تری کرباس ټکری جوړ او موږ ته تری کالی دی ګنډله. خه می په یاد ده چه د پنبی په ټولولو کی نورو ښځی سره د په ګډه پنبه ټولوله او څه اجرت چه ستا کیدله هغه دی حلاجی کوله بیا پنبه دانه یی په مالدارانو د خرڅوله او له پختی نه په ډانډسو باندی پاغوندی جوړوله او بیا هغه د په چرخه کی تر سهار پوری تری تار وبدله او تار د پر جولایانو خرڅوله. دا ستا هغه تیر شوی خواری او ستونځی چه زمونږ په خاطر تا ګلله او تیروله کله زموږ هیریږی. زه او خورکی می ستا د لاس روزل شوی پتنګان یو چه د تا په چاپیریال څرخو او ځانونه پر تا قربانوو. موری نور تا د پاره د هوسایی ژوند وخت راغلی اوس پر موږ لاس کشوه او دعا د نیک مرغی او رمټتیا راکوه چه د قوت او همت او دنیا داری خاوندان وګرځو او ستا د زیار او د ستونځی پورونه او خدمت په ښه شان ادا کړو.

مور جانی مرګ څوک درولی نشی مرګ حق دی خو هر څه د وخت او زمان په تیریدو تر سره کیږی. ځان لږ استوار نیسه موږ ستا په خدمت او چوپړ کی تیار لکه یو نوکر او پاسبان ولاړ یو. تا نه پریږدو چه نور بیا د مایوسی او د خپګان په انګړ کی یواځی ځان ونیسی موږ در سره یو، تا ته اړ یو او ته موږ ته اړ یی. یو د بل په مرستی ژوند ته به داوم ورکو. خیر ده ژوند مو که ښه ده او که بده مجبور یو چه وګالو او د ژوند د ستونځی په لوبغاړه کی تر پایه ورزمو او پر هر ډول کړاونه بریالی شو. دا لوبه د انسان له ځګیدو تر د ژوند پایه پوری سړی سره وی او دوام لری چه کله بریتوب او کله ناکامی په کی راځی چه انسان نباید مایوسه او ژوند د لاسه ورکړی.

ته که په دی لوبه ځان ناکامه او مایوسه و بولی او تسلیم شی نو موږ هم به په ویر او سوداګی ولیږو چه دا حالت زموږ د ناکامی او زړه خوری سبب ګرځی چه نباید دا بد مرغی او نیستی بد حالات ته فرصت ورکړو. موږ تا ته نه یواځی د مور په حیث ګورو بلکه د پلار او لارښود په سترګه هم ګورو. که زموږ لارښود له سمه لاره بی لاری شی موږ به هم په ضعف او سراسیمګۍ به اخته شو. یقین لرمه چه ته زمونږ ناکامی او بد مرغیتوب هیڅ کله نه غواړی او نه ځغملی شی. ځکه چه زمونږ مور یی.

زه هر پیره چه مور یادوم او تا ته ګورمه زړه می لکه غر جګه شی او یو نا څاپی همت او د کار و بار او ژوند سره مینه پیدا شی او پر ځان په غوڅه توګه باورمند شم چه په پای کی په کار او روزګار می د نورو په پرتله یو ځانګړی مثبته اغیزه پیدا  شی چه ما لا تشویقوی چه باید ډیر هڅه او زیار وباسم تر هغه چه خپل هدف ته ورسم. نو په هسکه غاړه ویلی شم چه دغه هرڅه لاس راوړنی او بریالیتوبونه چه په پایله کی می د کار او زیار تر لاسه کیږی دا ټول زما د مور او پلار بلخصوص د مور می ویاړلی او د قدر وړ زحمتونو نتیجه ده چه پر موږ ایستلی او نن ثمره یی اخلو. انسان نباید د چا نیکی مرستی ولو چه له هر څوک او په هره پیمانه او هر موقع د ژوندون کی چه وی هیری کړی بلکه لازمه ده چه په درنه سترګه ورته وګوری او وهڅی چه بل مقابل هغه لوری ته هم خپله مرستی او مهربانی ولو په هر پیمانه د توان په چوکاټ وی ادا او وستایی. سړی ته ضرور ده چه په چوپړ کی د مور او پلار له هر څه نه لمړی ووسی او بیا د قوم او خلکو په درد و الم کی شریک او د هغوی په زړونو کی ځای پیدا کړی.

مور جانی موږ دغه تربیه او خوږه میوه ستا له پر برکته ونی نه اخیستی ده او اوس مجبور یو چه دا پور تاته او بیا نور وطنوالو ته چه په رشتیا مرستی ته اړ دی ودانګو او د خدای او نورو رضا یت حاصل کړو. انشاالله موږ خو په خپل دغه ګفتار او هیلی باور مند او ایمان لرو. ستا د هدایاتو پر اساس پر هغه لاره به تګ کوو کوم چه د ستا او زما د پلاراو نیکه ګان تګ لار وو. دا مفکوره او لار ښوونه تاسو موږ ته را ښودلی ده ستاسو رهنمایی زموږ په تار تار د وجود ځای نیولی چه تری کار اخلو او پی ویاړیږو.

مور جانی تا ونی کیښود و دی روزله ثمر ته دی ورسوله نن موقعی راغلی چه ثمره یی واخلی او په ویاړ او جګه غاړه د خپل زحماتو پر ګنجینه لکه خزانه دار کینی د ژوندون پر مسترحه بستر باندی ښی شپی او روځی آرامه تیری کړی. درته لازمه ده چه پخوانی دردونه هیری کړی او خپل ګاونډیانو خورلنډو سره د یو آرامه لیری له غمونو ژوندون بنا کړی چه دا زموږ لویه آروز ده چه تا آرامه خوشحاله صحتمند او د اوږد عمر خاوند ووینو. نو په دی اساس یو ځل بیا د تا نه هیله کوم چه نور غمونه هیر کړه او ځان مرګی له تصمیم نه وګرځه او د خپل د لاس ثمره یعنی ځوی زاری ومنه. له ځانه بدګمانی چه تا غلطه لاره باندی دانګی، پرهیز وکړه. پریږده چه دا وږی او ځنخوار لیوان نور دی هم وږی پاتی او بالاخره له لوږه مړه شی، چه دا د ټول خلکو ارمان ده.

مور جانی وبښه چه زه تا ته دا رقم خبری کوم. کوم چه یو ځوی نباید خپل مور یا پلار يا یو مشر ته د نصیحت په توګه وکړی. ځکه چه الحمدالله تاسو په هر څه پوهیږی او تصمیم پری نیسۍ. خو په دی ورستیوو کی زه چه ګورمه تاسو له ډیر اندیښنو نه خپل فکر او چرت مو د لاسه ورکړی نه غواړۍ چه د ژوندون کړاونو سره مقابله وکړی او د بریتوب او خوشحالتیا ژوند په فضا کی ارامه زیست ولرۍ. آخر څله تر کوم وخت پوری به په داسی غمجنه او تیاره ژوند چه مرګ او لوږه مو تهدیدوی ووسو. زه نو مجبور شمه چه داسی نصیحت آمیزی خبری، کوم چه له تاسو نه می زده کړی ده وکړمه. ډیر ډیر بخښنه درنه غواړمه مور جانی خدای پاک دی وکړي چه زما دا ګډوډی او بی ربطی خبری ستاسو د تآثر سبب نوی ګرځیدلی. هیله کوم چه ماسره پدی خبرو موافق او خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړی تر سو موږ هم تا سره د یو آرام او نیک مرغه ژوند په اړوند خلکو سره د خدمت په ډګر یو نورمال ژوند تیر کړو او له پاک الله نه ستا د اوږد عمر په غوښتا دعاګانی وکړو. امین

۲۹/۰۴/۲۰۱۰، سوفیه، حکمی

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org