مسوولیت مطالب نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 

 

چهارشنبه، ۲۵ جون  ۲۰۰۸

ذکريا يوسفزي

په افغانستان کي د قومونو ترمنځ نفاق اچونه

 د دښمنانو دسيسه ده

که چيري زمونږ د ګران هيواد افغانستان د تاريخ په اوږدو کي ځير شو، نو وينو چې هر وخت کوشش شويدي چې زمونږ په وطن کي د قومونو ترمنځ د پردو لخوا نفاق اچول شوۍ او لړي يي اوس هم روانه ده، خو پاي يي اوس هم معلوم نه بريښي٠ که هر څو دا نفاق اچونه د ډول ډول هيوادونو لخوا په هر راز بڼو کي عملي شوي ده، خو په ټولو کي يي يوه موخه شريکه ده او هغه د افغانستان د ټولو قومونو بدنامول، په دوي کي د بي اعتمادي او دښمني فضا رامنځ ته کول دي٠ خو راځي اول به د دښمنانو دسيسي د پښتنو د بدنامولو د پاره وڅيړو٠ امکان لري د پښتنو د بدنامولو ډولونه به ډير وي خو زما له نظره دا دري لاندني ډولونۀ ډير عمده دي٠

۱- د پښتنو پرخلاف انګريزي پروژه، چي اوس د امريکي، پاکستان، او نورو هيوادو لخوا هم پرمخ بيول کيږي٠

۲- د پښتنو پرخلاف روسي پروژه، چي ايران، ترکيه او د پخواني شوروي اتحاد ځيني جمهوريتونه هم پکي شامل دي٠

۳- د پښتنو پرخلاف د افغانستان د دښمنانو ګده پروژه، چي اوس په لاندي ډول په جلا جلا توګه تشريح کيږي:

١-د پښتنو پرخلاف انګريزي پروژه، چې په اوسني وخت کي د امريکي، پاکستان، او د ځيني نورو هيوادو لخوا (هلته چي د انګريزانو نفوذ ډير دی) پرمخ بيول کيږي،

دا بيا د دوو مقصدونو دپاره پرمخ بيول کيږي:

الف:- د پښتنو تخريبول٠

ب:- د هغوي نه د خپلو د ګټو د پاره کار اخيستل٠ دا دواړه اوس په لاندي توګه توضيح کيږي:

الف:- د پښتنو تخريبول، چې دلته بيا د ايران او د روسي حکومتونه هم ورسره همنوا دي، دا هدف بيا د دريوو لارو نه پرمخ بيول کيږي:

١- الف:- د انګريزي او ايراني ليکوالو په واسطه اويا د هغوي په وجود کي:- د پښتنو په هکله د دوي لخوا هغه څه ليکلي شوي دي، چې هغه نه يوازي د پښتنو سرشت، کلتور او افغاني تربيي پوري اړه نلري بلکه هغويي دنيا ته په ډيره ناوړه توګه معرفي کړي دی، چې وروسته د نورو هيوادو او د افغاني ليکوالو لخوا ددي منابعو څخه استفاده کول نوره هم دي پروسي ته ګټه رسولي ده، متاسفانه زمونږ تاريخ پوه او علما پدي ندي توانيدلي چې د پښتنو اصلي څيره چې د میړاني، شجاعت، پوهي، ميلمه پالني، په وطن مينتوب او داسي نور ښه خصوصيات دنيا ته وروپيژني او د دښمنو ليکوالو منابع پدي توګه د ارزښت نه وغورزوي دلته به زه يو ډير لنډ مثال ددي ليکوالو د ليکنو نه راوړم چې څنګه په زيرکي پښتانه پکي په بده توګه معرفي شويدي:

Mary Louise Clifford په خپل کتاب کي The Land and People of Afghanistan ليکي:-<<اوازۀ بلند پشتونها بعنوان جنګجويان و مهاجمان بی باک از همين تلقي، از غيرت قبيلوي وايلي مايه ميګيرد٠ تاخت، تهاجم و غارت که در بقيه جاهاي دنيا دزدي و رهزني محسوب ميشود، در جامعۀ صحرانشين يک نهاد قبيله يي مورد احترام و احترام انګيز است٠>> وګوري دا هغه څوک دي چې غواړي او په مجموع کي د افغانانو برحقي دفاعي مبارزي ته چې د پردو او يا د هغو د لاسپوڅو په وړانډي کي يي کړي، <<دزدي او رهزني>> وبولي لکه الفنستون يو بل انګريزي هم ليکي، هغه مهال چې په خيبر دره کي د هغوي قواوي د افغانستان د مرکز په لور رهي وي په لاره کي د يوسفزۍ قوم او نورو پښتنو قومونو لخوا پري مرګي ګوزارونه وشول او له مينځه يووړي شوي، هغه هم همدا الفاظ پښتنو ته په خپل کتاب کي استعمال کړيدي (ښاغلي فرهنګ په خپل کتاب کي افغانستان در٠ ٠ ٠) د دي منابعو نه استفاده کړي و هم يي د هغي نه د ډيري ښي منبع په صفت ياداوري کړي ده٠ یعني انګريزانو د افغانانو نه دا ارزو لرله چه بايد د دوي د يرغل پرخلاف هيڅ ونکړي او هغوي ته ښه راغلاست ووايي، ويني دوي چې په خپله حتی اوس په نورو ملکونو او د هغو په خلکو باندي يرغل کوي (انګليس، امريکا او ناتو) دوي دي يرغل ته دزدي او رهزني نه وايي، هغي ته د ديموکراسي او ازادي د پاره مبارزه وايي، او زمونږ ناپوهه او متعصب ليکوال لکه ښاغلي هاشميان کټ مټ د انګليسانو د منابعو څخه هغه بد الفاظ را اخلي او د پښتنو پرخلاف يي استعمالوي، دي بيا ليکي (ښاغلي هاشميان) «واقعيت اينست جناياتي راکه احمدشاه و اولادۀ ناخلف وي در ٢٦٠ سال اخير نموده اند بالاتر از جنايات چنګيز، تيمور و بابر، صفوي ها، انګليسها، روسها و ناتو است» وګوري دا پوهاند دې سطحي پوري ټيټ کيږي چې حتی د خودکش و بيګانه پرور په سطح رسيږي، واي پر حال د زمونږ ځوان قشر چي د داسي پوهاندانو به څه زده کړي٠ همدارنګه انګريزي ليکوالان بيا د تاجک وروڼو په هکله هم په سپکاوي ليکي:- «تاجکها ګروه اسکان يافته و ايراني الاصل اند و تاريخ ګذشتۀ انها بدرستي معلوم نيست» کي٠که چيري ښه زير شو نو له بده مرغه زمونږ تاريخ پوهو ليکوالو لکه فرهنګ او داسي نور هم په خپلو ليکنو کي د همدي انګليسي منابعو نه چې زمونږ تاريخ يي تحريف کړي نقل کوي، دوي بيا هغه واقعيتونه نه ليکي چي پښتانه واقعا څوک دي؟ او د افغانستان په تاريخ کي يي څه کړي؟ او ولي انګريزان پښتانه داسي بد ويني؟

ايراني ليکوالو هم د پښتنو په مورد يی کټ مټ د انګريزانو د منابعو نه کار اخستلي او دوي بيا نور هم پر مخ تللي چې د افغانانو ټول افتخارات يي د خپل په نامه ليکلي دي.

۲- الف:- د افغاني متعصبو ليکوالو په واسطه:- د افغانستان دښمنانو د متعصبو ليکوالو په وجود کي داسي دښمني د افغانستان واحد ملت ترمنځ منځ ته راوړي چې دا د نورو هرو دسيسو نه ډير خطرناکه او کولاي شي چې په نورو روښانديانو (روشنفکران) باندي چې د افغانستان د راتلونکي دپاره ډير اوچت رول لري ډيره بده اغيزه وکړي او دا بيا هم د وطن نورو روښانديانو ته انتقال شي او د افغانستان د ارامي او ترقي بڼست پري وران کړي، دلته د څوو دغسي ليکوالو د لیکنو نه ځيني مطالب کټ مټ ليکل کيږي او قضاوت يي تاسي درنو لوستونکو ته پريږدم٠ یو د افغانستان د وحدت د دښمنانو نه ښاغلي پروفيسور سيدهاشميان دي او دي ليکي: «سنګ بناي دولت معاصر افغانستان بر اساس نژاد پرستي قبيلوي، خشونت طلبي، وحشت ګرايي، لشکر کشي، تاراج، غارت، نسل کشي، کوچاندن اجباري، فرهنګ ستيزي، تمدن ستيزي، ناموس ستيزي و لوطيګري بدست جنګسالار کبير احمدشاه دراني-ملتاني در دوصد و شصت سال قبل ګذاشته شد٠» په بل ځاي کي ليکي «ايا پښتونها يا اوغان تازه ترين قبايل مهاجم و کوچ نشين در سرزمين خراسان نيستند؟ اين در حاليست که تا هنوز زادګاه تاريخي و نژادي قبايل پشتون يا اوغان زير سوال قرار دارد، پشتونها از لحاظ تاريخي خود قبايل مهاجم، اشغالګر و غير بومی هستند٠ ايا قبايل پشتون کوچ نشين، خيمه نشين و فرهنګ ستيز نيستند؟» او دلته بيا ليکي «پشتونها يګانه مردمي در جهان هستند که ميان وطنپرست وطن فروش، جنايت کار و شريف قبيلۀ خود تفاوت قايل نيستند، هر کي پشتون است ولو هر قدر بدنام و جنايتکار و خاين و وطن فروش هم باشد در زير سايۀ پښتونولي فرزند پُرافتخار قبيله شناخته ميشود» ولی دا ښاغلي په اصطلاح پروفيسور هيروي چې ايا داکټر نجيب الله پښتون نه وو؟ چې د طالبانو لخوا چې اکثريت يي بد بختانه پښتانه دي (د دښمن د دسيسو او د مخکي نه جوړ شوي پلان چې په هغه کي لوي هدف د اسلام او پښتنو بدنامول يعني دا دوه لوي د ثبات او وحدت فکتورونه دي، د طالبانو تشکيلات د پښتنو نه جوړ شول او هغوي په تروريستي او بنياد ګري نظريو سمبال شول چي دا دواړه اسلامي ضدی پديدي دي) په ډيري بيرحمي، پرخلاف د ټولو ملي، بين المللي، انساني او حقوقي معيارونو ووژل شو؟٠

بيا دي په بي شرمي توګه ليکي «اولادۀ وحشي، بي فرهنګ و بي هويت (مقصد يي پښتانه دي) که امروز غرق در وحشت و مزدوري بدست شريرترين قدرتهاي استعماري عصر هستند، فکر ميکنند ميتوانند با وحشت افګني، ګروګان ګيري، قاچاق مواد مخدر، فرهنګ ستيزي خودرا از بحران هويت و زوال نجات خواهند داد؟»

ځيني ليکونکي بيا حتی د افغانستان د نوم سره حساسيت لري او موافق ندي او غواړي د خراسان يا اريانا نوم ورته ورکړي (دا هم د دښمنانو دسيسه ده چي غواړي دا وطن د دي ثبات او وحدت د فکتور (د افغانستان نوم) نه خلاص کړي، څوک چي ددي شانته نظريو خاوندان وي دوي دي بايد پوه شي چې د افغانستان نوم د يوي درني جرګي لخوا چي په هغي کې د افغاني جامعي د ټولو قومونو، ټولو قشرونو، او مذاهبو استازي شامل وو په يوه ډيره ديموکراتيکه فضا کي چي ددي وطن په تاريخ کي يي ساري نه ليدل کيږي ايښودل شوي دي او دا نوم د افغانستان د ټولو قومونو معرف دي، که هلته يوازي د پښتنو د قوم نه هدف وي لکه چي ځيني متعصبه ليکوالان يي ليکي نو هغوي کولاي شواي چي د پښتونستان او يا دی ته مشابه نوم کيږدي نه د افغانستان نوم٠)، دا ډله بيا د ملت او د ملي هويت د جوړولو چيغي وهي، د نموني په ډول ښاغلي بصير کامجو چې په اريايي سايت کی ليکي:«و با تغير نام افغانستان به خراسان و قبول معيار هاي ارزشی سياست تک زبانی زبان فارسی در سورفت تشکيل ملت سربلند خراسان، مردم ما يکبار براي هميشه از شرخصومت ملي، نفاق ملي تعصب زباني، نژادي و محلي نجات مي يابند، نسلي ظهور ميکند بنام «شهروندان خراسان، ملت خراسان» که مراتب عشق بوطن و دفاع از منافع ملي و برخورداري از احساس عزت و هويت ملي، در خون، ګوشت و استخوان فرد فرد ايشان عجين شده و در حيات حقوق شهروندي تبلور مادي حاصل ميکند٠ بيا دۍ ليکي «ما نه افغان هستيم و نه افغانستانی، بل يک مليت اصيل اريايی نژاد و يک خراساني صلح خواه و ازادی پرور»٠ او بيا وروسته ليکي «در چنين شرايطی ديګر اسلوب کهنۀ تاريخي حمايت راه های عملی سياست اجيرګيري نيروهاي غرضدار خارجي در کشورما تحت نام به اصطلاح نمايندۀ اين قوم و يا ان ملت و نصب ان اجير هاي دست نشانده در ساختار حاکميت سياسي صادراتي وابسته به استکبار، مسدود ميشود و زمينه هاي علني رشد مستقل خودګردانی حاکميت سياسي متعادل ملي غير وابسته بوجود ميايد»٠ بيا هم يو ليکونکي په نامه د لطيف کريمی استالفی په شبکۀ اطلاع رساني افغانستان کي د «چند پيشنهاد بخاطر حفظ وحدت ملي، تماميت ارضی و حاکميت ملی» تر عنوان لاندي ليکي:

«تعدل نام افغانستان به اريانا:- از انجائيکه تمام اقوام کشور ما ګلهاي اند از يک چمن اريانا زمين و هميشه اريايي هستند و اين نام پرافتخار و باستاني مان را ديګران به يغما برده است تقاضا ميدارم تا بخاطر جلوګيري از برتری قومی و احيای دوبارۀ هويت ملي و باستانی ما که در برګيرندۀ حوزۀ تمدنی و تاريخی ماست نام کشور دوباره به اريانا تعديل ګردد»٠ په دی باره کی نورو د همدي نظر ليکوالو لکه بشير بغلانی، غلام دستګير پنجشيری، مير عبدالواحد سادات، سخی ارزګانی، محمد عوض نبي زاده، بيژنپور٠ا٠ابادی، انصاری، لطیف پدرام، نجیب روشن او داسي نورو، چې حتی د سلطان علی کشتمند په لیکنو کي هم (د افغانستان د پرمختګ او دموكراسۍ د ټوليز غورځنګ يو تن د مبتکرينو څخه دي) د هزارستان او د افغانستانی او داسی نورو تفرقه اچونکي کلمو څخه استفاده شوي ده،او همدارنګه نورو پوهاندانو لکه ښاغلي احدی (د افغان ملت د حزب مسئول) بيا خبره د پښتنو د زوال نه کوي او پدي توګه اوبه خړي کوي او غواړي د انګريزانو په مشوره ماهيان پکي ونيسي، چې ددي کار امکان موجود ندي او هر څوک چې داسي ارمانونه لري (لکه پروفيسور هاشميان)، او لرل يي لکه احمدشاه مسعود حتمی به يي ګور يا قبر ته يوسي او ځينو يي وړي دی، هغه څوک چي پدي فکر وي چي د افغانستان نني پرابلمونه به ديو نوم په بدلولو حليږي هغه به ډير لڼد فکري خلک وي او يا عمدی غواړي چې د خلکو پاملرنه بلي خواته واړوي او زمينه نوره هم د وطن دښمنانو ته د افغان د بربادي د پاره مساعده کړي٠

٣- الف:- په افغانستان کي د نشنلستي سازمانونو او ټولنو په وجود کي:

په دي باره کي بايد وويل شي چې د پخوا نه د هغه وخت استعماري هيوادونو لکه انګلستان او روسيي په منطقه کي د خپل د نفوذ د پاره پدي موافقي رسيدلي وو چې افغانستان دي د دوي ترمنځ د يوي بي طرفي او يا حايلي منطقي په توګه موجوديت ولري، خو دوي بيا هم په يو او بل اعتماد نه لره،او غوښتل يي چي خپلي د نفوذ حوزي جوړي کړي او دا هم په مختلفو ساحو کي لکه مذهبي، ملي، قومي او سياسي برخوکي دلته روسيي د خپل عنعنوي استعماري سياست په نظر کي نيولو سره هميشه کوشش کاوه چې په افغانستان کي په اقليتونو کي نفوذ ولري او هغوي د فشار په توګه د خپلو د منافعو د پاره هر وخت چې ورته ضرورت شي په کار واچوي، او هم هغوي د دفاعي ديوال په رقم استعمال کړي،چه په دي کار کي دوي هماغه د تزاري روسيي سياست نه چې په منځني اسيا کي يي په موفقيت سره د هغو هيوادو د تصرف د پاره استعمال کړي، ګټه واخلي، چي دوي وروسته د شوروي اتحاد په وجود کي او اوس د روسيی جمهوريت په وجود کي همهغي لاري نه د خپل خارجي سياست د يو جز په توګه کار اخستلي او اخلي يي، چې يو د دغو اهدافو نه په افغانستان کي د نشنلستي او سکتاریستي سازمانونو او ټولنو منځ ته راوستل او په هغوي کي نفوذ دي٠ چې دا وروسته د روسي پروژه د پښتنو پر ضد لاندي تشريح کيږي٠

نو د دي سياست په پام کي لرلو سره انګريزانو هم خپله سياسي تګلاره چې هغه په مذهبي او سياسي ټولنو او سازمانونو کي نفوذ (خصوصا په سرحدي برخوکي) او، د نوييو ډلو او سازمانونو جوړول د پښتنو يا اکثريت په وجود کي وه درلوده او اوس يي هم په مخ بيايي، چې د افغان ملت ګوند، اسلامي ګوند، د طالبانو حرکت او ځيني نوري بيلګي دي، تاسي وګوري د افغان ملت د رهبر ښاغلي احدي روابط د ښاغلي ګيلاني د کورني سره چې دوي دواړه د يوي منبع يا سرچيني نه تغذيه کيږي، او هم د افغان ملت ګوند لوي تاوان د افغانستان روښانديانو ته خصوصا په پښتني ټولنه کي دي چې زمونږ ځيني منور او تحصيل کرده وو پام يي نشنلیستي مسايلو ته را اړولي او هغوي يي وطن ته د خدمت له لاري نه بل خواته متوجه کړي دي، همدارنګه په اسلامي حزب کي هم زموږ يو تعداد منور روښانديان په همدي برخلیک اخته دي، دي احزابو د پښتنو څيره ډيره بده جامعي ته معرفي کړي ده، ما په خپله د افغان ملت د مشر ښاغلي احدي نه اوريدلي دي چې (ما په خپلو مصاحبو کي راديو BBC سره د ګلبدين حکمتيار او طالبانو نه ډيره پشتيباني کړيده، په وجود ددي چې زه پدي پوهيږم د زموږ او د هغوي د پروګرام تر منځ ډير اختلاف موجود دي)٠دومره نومبدوالي چې پښتنو ته د اسلامي ګوند، طالبانو او د افغان ملت ګوند اړولي دي بل هيچا ندي اړولي، همدغو احزابو او حرکتونو پښتانه وطن او دنيا ته د وژونکو، بنيادګرو، د ترقي ضد، تروريستو، د کلتور نه ليري، او د علم او دين پر ضد قوم په توګه معرفي کړي دي او داد دښمن خصوصا د انګيزانو د پخوا پلان شوي توطئه د پښتنو په مقابل کي ده چې مجري يا پرمخ وړونکي يي پاکستان او د هغه استخبارات دي چې دغه برخه نوره هم واضح کيږي.

ب :- د هغوي نه (د پښتنو نه) د خپلو منافعو دپاره ګته اخيستل:

دغه هدف د څو لاندنيو لارو نه پرمخ بيول کيږي:

۱- ب:- د اسلامي بنيادګرو ګوندونو او ټولنو په وجود کي:

لکه اسلامي حزب، د مولوي يونس خالص اسلامي حزب، د مولوي محمد نبي محمدي حزب، د سياف اتحاد اسلامي حزب (دا حزب د سعودی عربستان د استخباراتو د تاثير لاندي هم دي) او د طالبانو حرکت چې د همدي اسلامي احزابو نه يي د رهبري ډيره لويه برخه جوړه شويده، دا بيا د دوو موخو د پاره پکار اچول کيږي:

١ – د افغانستان د ترقي څخه مخه نيول (پښتانه ضد د ترقي معرفي کول)٠

٢ – د اسلام بدنامول د پښتنو په وجود کي٠

که موږ زير شو نو دا دواړه هدفونه د اسلامي حزب او د طالبانو حرکت په وجودکي ډير ښه په کاميابي سره انګريزانو او پاکستانيانو ته په لاس ورغلل، او لا په اسلامي حزب کي د ډيرو روشانفکرانو جزبول او لدي لاري وطن د روشنفکري قشر نه محرومول، او بيا وروسته د طالبانو په وجود کي، چې د طالبانو تشکيلاتي بڼست قصدي د همدي هدف لپاره د انګليس، امريکي، پاکستان او هغو نورو هيوادونو چي د انګلستان په مرسته پادشاهي ته رسيدلي او يا يي تر تاثير لاندي دي د مختلفو عواملو په لحاظ د پښتنو نه جوړ شوه، هغه څه چه کړي او کوي يي هغه ټول د اسلام د دين په ګټه نه بلکه په ضرر دي، او دا قصدي پر مخ بيول کيږي، انګريزانو هر وخت کوشش کړي چې د افغانستان او خصوصا د پښتنو په روحاني او مذهبي قشر کي نفوذ وکړي او هغوي د خپلو منافعو دپاره استعمال کړي، چې همدا اوس يي بيلګي په هلمند او په سرحدي برخو کي په واضحه توګه ليدل کيږي٠ د طالبانو پرضد ډير څه ليکل شوي خو زه به دلته د ښاغلي ډاکتر سراجي د ليکني نه يو څه نقل کړم (طالب جانه:- «د کفن کش او بچۀ کفن کش» کيسه رښتيا شوه، تا داسي کارونه وکړه چې د پښتون نوم، فرهنګ او شوکت دي له خاورو سره برابر کړ، او لوړه شمله دي ورته په ځمکه را وويشته، لمړئ تا خپله وژنه، سوځونه، د ښوونځي بندونه، او وراني د پښتون د کور نه راپيل کړ، بيا دي د افغان په کور کي د ورڼو ميشتو قومونو ترمنځ د نفاق اور بل کړ، د نجونو ښونځۍ دي وراني کړي، ښځينه کارکوونکي دي په کور کښينولي، د افغانستان تاريخي اثار چې ددي خاوري د تيرو نسلونو د پرتمين تاريخ او وياړ نښه ده په توپو وويشتل، په شلمه پيړي کي دي د وحشت او غضب توره شپه راوسته، د زموږ ملي عنعني پر خلاف دي پر ښځو لاس پورته کړ، د خلکو لا څه چې د ما شومانو له خولي دي خندا او خوښي واخيسته٠ وطن دې په لوي زندان بدل کړ او پدي توګه دي د پوهي، فرهنګ او پښتونولي پر ضد خپله توره څيره وښودله.

٢ - ب:- د ځيني حاکمه قدرتونو او روښانديانو (روشنفکرانو) په وجود کي د پښتنو بدنامول:

که چيري د افغانستان معاصر تاريخ ته او د هغه نه مخکي پيړيو ته متوجه شو، زموږ په وطن کي بغير د شاه امان الله نه چي مستقلانه رهبري درلوده نور دا وروستي د ظاهرشاه او کرزي په شمول کومه ازاده اراده او مشي نه درلوده په يو يا بل رنګ يي د انګليس پاليسي په پياده کولو کي د افغانستان د قومونو پر ضد رول لوبولي او لوبويي، چې دلته يوازي دوي نه بلکه هغه لوړپوړو چارواکو چي پدي دوره کي د مقامونو خاوندان وو او دي د انګليسي پاليسي پياده کوونکي دي، يعني متاسفانه افغانستان په دي مودو کي تر اوسه خپله ملي او مستقلانه تګلاره نه لري او هغه ددي دپاره چي افغانستان خصوصا د رهبري په سطح د انګلستان او د نورو هيوادو په جاسوسي کودلي او جال بدل شوي دي چې دا ټول مقامات پکي ښکيل دي٠ دوي څه چي کړي او کوي ييي فقط دشمن د خوشحاله کولو او د خپل د اقتدار د دوري د اوږدولو د پاره دي٠

٢ – د پښتنو پر ضد روسي پروژه:

 په دي تخريبي پروژه کي ايران، ترکيه او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسيا جمهوريتونه (ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان) هم شامل دي٠(ولي ترکيه دلته بيا خپل پلان د پان ترکيزم تر هدف لاندي لري او مقصد يي په ترکي ژبي او ترکي نسلي پرګڼو کي چې په نورو هيوادو کي ژوند کوي نفوذ کول او هغوي د خپلو منافعو او نورو پلانونو د پاره په کار اچول دي، دلته انګلستان او پاکستان دوي سره په ګډه پروژه خصوصا د پخواني شوروي اتحاد د منځني اسيا په جمهوريتونو او د افغانستان په شمالي ولاياتو کي همکاري کوي)٠دا هدف د دوو مختلفو لارو نه پرمخ بيول کيږي :

الف - په سياسي جريانونو کي د نفوذ له لاري٠

ب – د قومي اقليتونو په وجود کي. چی اوس دا دواړه په لاندي ډول تشريح کيږي:

الف – د پښتنو پر ضد روسي پروژه -په سياسي جريانونو کي د نفوذ له لاري: دلته د پخواني شوروي اتحاد او اوسني روسيي پلان دا وو او ده چي نشنلیستي او سکتاریستي ګروپونه او ګوندونه جوړ او يا په مترقي ګوندونو کي نفوذ وکړي او هلته هم نیشنلیستي او سکتاریستي نظريي ابقا کړي او وروسته يي د خپلو منافعو د پاره استعمال کړي ٠

که چيري په افغانستان کي د سياسي ګوندونو او تشکيلاتو د جوړيدو پروسي ته زير شو وينو چي دلته د دشمن ډير مهم هدف دا و چي دا ګوندونه که چيري جوړيږي بايد د هغوي تر تاثير لاندي دي وي، او بل دا چي دغه ګوندونه د خپلي تګلاري نه منحرف کي چې ديموکراسي، خلکو ته د خدمت کول، د خلکو يو موټي ساتل، عدالت او ترقي يي هدف وو٠که چيري د افغانستان د خلک ديموکراتيک ګوند تاريخ ته زير شو هلته هم دا پروسه په ډير شدت سره روانه وه، د مشابهي تګلاري تر لاندي څو ګوندونه تري را ووتل چې ډير خطرناکه سکتاریستي ګوندونه هم د هغو د جمع نه دي لکه د طاهر بدخشي ستم ملي او وروسته د هغي بقاياوي چې تر اوسه هم ډير لوي ګواښ د وطن د وحدت د پاره دي (بلي خوا ته د افغان ملت د افغانستان د وحدت د پاره ده) ګوند هم لوي ګواښ تري راووتل، دا ستمي ډلي او د هغوي سياستمداران هره شيبه تيار دي چې د پردو د تبعيضي سياستونو د پلي کولو وسيله شي، او متاسفانه چې زموږ په ځينو روښانديانو، عالمانو او سياستمدارانو باندي یي هم لويه اغيزه کړي ده چي مايي د ځينو د نومونو نه يادونه کړيده چې په دي پروسه کي د روسيي او ايران رول ډير عمده دي.

همدا رنګه دغو هيوادو د اسلامي ګوندونو په ايجاد او وروسته بيا هغوي د خپلو اهدافو د پاره استعمالولو کي هم مؤفق وو، لکه د جمعيت اسلامي حزب، وحدت اسلامي حذب او د هغوي نوري شاخي٠

دي هيوادونو لوي ستراتيژيک پلان په افغانستان کي درلود او لري يي، دوي هر وخت دي ته زير وو چي دوي نشي کولاي يو حزب د ټولو غړو سره د خپل د نفوذ لاندي راولي، نو هر وخت يي د موازي فعاليتونو او ګوندونو د ايجاد او په هغو کي د کارر کولو پلان يی درلود٠ وګوري هغه وخت چي ډاکتر نجيب الله مستقله لاره غوره کړي وه، د هغه د دولت په موجوديت کي د ګروه کار لويه غونډه په خيرخانه مينه کي جوړيږي او امنيت يي د روسيي قواوو او ټانکونو لخوا نيول کيږي، همدا راز د يو رسمي دولت په موجوديت کي روسيي د هغو مخالفانو ته يعني رباني، مجددي او د اسلامي ګوندونو نورو رهبرانو ته چي په موازي توګه د همدي ورځي د پاره د خپل د مقاصدو او د وطن د ګوند (ح٠د٠خ٠ا) پر ضد روزلي وو مسکو کي رسمي دعوت ورکړ او د افغانستان برخلیک يي د همدي ورځي نه د خپل اصلي اګنتانو ته (د اګنتانو ائتلاف ته، چې پدي کي هغه ډله د افغانستان د وطن ګوند نه هم شامله وه چې د شمال د تلوالي سره يي ائتلاف او د ډاکتر نجيب پر ضد يي کودتا وکړه چي مفصل جريان يي د ښاغلي فقير محمد ودان په کتاب کي ليکل شوي دي) وسپاره، له همدي ورځي نه په افغانستان باندي د رسمي قراردادونو سره سره ټول خوراکي، لوژستيکي، سون او دفاعي مواد په ټپه بند شول، همدغسي روسيي د خپل د يوبل جاسوس (ددوه مخي جاسوس) شهنواز ټني په وجود کي د ډاکټر نجيب الله پر ضد توطئه او کودتا وکړه، او هم په اخر کي د وطن د حزب هغه غړي چې د هغوي سره يي ارتباط لاره او د هغوي د پارۀ کار کاوه، او خپله مستقله لارۀ يي نوه غوره کړي (دلته يو شمير د وطن د حزب غړو په ناپوهي سره او د تبليغاتو تر تاثير لاندي ائتلاف سره مرسته کوله، او وروسته چي د توطئي نه خبر شول خپله لارۀ د هغوي نه بيله کړه) په يو نامقدس جاسوسي ائتلاف د اسلامي ډلو باالخصوص د جمعيت اسلامي، اتحاد اسلامي، وحدت اسلامي او نورو سکترستي ګوندونه سره يوځاي کړل او د ملګرو ملتونو پنځه فقره ايزه پلان يي شنډ او ناکام کړ او خپل نفوذ ته يي تر اوسه دوام ورکړ ٠دلته دښمن څو پلانه لرل چې دا ځيني يي مهم دي:

١ – د تاجک او د نورو اقليتي قومونو بدنامول (د مجاهدينو په وجود کي، خصوصا بيا وروسته د رباني د حکومت په دوره کي)٠

٢ – د بي اعتمادي او د دښمني د فضا را منځته کول د پښتنو او نورو قومونو تر منځ٠

٣ – د وطن د ګوند (ح٠د٠خ٠ا) غړي د مترقي مفکوري نه، خلکو او وطن ته د خدمت کولو نه ليري کول او هغوي په ژبني او سمتي او داسي نورو مخالفتونو کي راشکيلول٠

که چيري دي وروستنيو وقايعو ته زير شو نو ګورو چي دښمن په دي خپل پلان کي بريالي شوي دي، او په نتيجه کي يي همدا اوس د وطن ګوند نه څو ګوندونه چي د تګلاري په اساس نږدي يوشانته دي عمل‌‌‌‌ړجو‌‌ شوي او يا دجوړيدو په درشل کي دي، په ټولو کي يي «د افغانستان د پرمختګ او دموكراسۍ د ټوليز غورځنګ» عمده دۍ، ددي غورځنګ په جوړيدو کي هم څو سواله موجود دي چې دا بيا نور شکونه منځ ته راولي:

الف - ولي دا غورځنګ وروسته لدي جوړ شو چې ځيني رهبري غړي يي مسکو ته سفر وکړ، او ولي مخکي لدي نه دا کار ونشو؟

ب - ولي دا غورځنګ اولا په متوسطو کدرونو په مختلفو بهانو او وعدو جوړ او وروسته هغوي په مختلفو بهانو او چالونو له صحني نه ليري او نور يا اصلي لوبغاړی چې ټولو په يو رقم نه، په يو رقم د يوه مشهوره فرکسيون سره اړيکي لرلي، ميدان ته را ووتل؟، دي عمل په خپله ثابته کړه چې دا غورځنګ نه ټوليز او نه هم ميهني وو، بلکه بيرته د هغه فرکسيون ژوندي کول وو چې د منځه تللو په حال کي وو (دا فرکسيون د وطن د ګوند او د وطن د نورو تراژيديو لوي عامل دي

ت - ولي پدي غورځنګ کي بله رهبري (غير مرئي رهبري) موجوده ده؟

ث - ولي پدي غورځنګ کي حقيقي ديموکراسي موجوده نده، او هر وخت د همدغي غير مرئي رهبري لخوا لستونه او د افرادو نومونه د مقاماتو د ټاکلو د پاره وړاندي کيږي او په ټولو په مجموعي ډول راي ګيري کيږي؟

د - ولي د دي غورځنګ اساسي بدنه بيا د همهغو سکتاریستي حلقو نه چې د پخواني شوروي اتحاد او اوسني روسيي محصول دي جوړه شويده؟ ايا دا عمل په خپله د وطن د ګوند د ټوټي ټوټي کيدلو د پاره په ژبني، محلي او داسي نورو اختلافونو يواقد ام ندي؟ او ايا دا د وطن نور غړي نه تشويقوي چې په مشابه عمل لاس پوري کړي؟ او داسي نور.

ذ – د دوي نژديوالي د ملي جبهي او د ځيني اسلامي ګوندونو سره چي د جنګسالارانو او جنايتکارو جبهه ده څه معني لري؟

او د ملي متحد ګوند په باره کي هم مشابه سوالونه شته، چي علومي پس د ايران د ناڅاپي سفر نه دا ګوند په يوه غونډه کي چي د بل هدف د پاره رابلل شوي وه اعلان کړ او هلته په حاضرينو کي د حيرانتيا سبب شو، ښاغلي علومي د هيچاه سوالوته لازم ځواب ورنکړ، او هماغسي چي د پردیو لخوا ورته دنده ورکړه شوي وه عملي يي کړه، او بده دا چي يو تعداد د وطن د ګوند رهبرانو ورسره هم مرسته کاوه او د رهبري غړي يي شوه، ولي وروسته د ځينو دلايلو له مخی، چي زما له نظره د مقاماتو او د ګوند د رهبري په سر وو تري بيل شوه، چي ښاغلي سرور منګل چي مخکي د دي ګوند مرستيال وه، اوس د دي ګوند او د هغه د رهبر په باره کي ليکي «از همان بدو تاسیس «حزب متحد ملی» عده ای محدودی هم در رهبری و هم در بدنه ای حزب به ثنا گوئی از برادران مجاهد؟ پرداختند و در حزب خواستند بجای کلمه «رفیق»، "برادر" را جانشین سازند، هم مصالحه و آشتی، "تیر په تیر و هیر په هیر" را ابداع نمودند و هم آغوش را بخانواده باز گرفتند.

رئیس حزب متحد ملی آقای (جنرال نورالحق علومی) بطور پیگیر با سفر ها و ارتباطات مشکوک و جلب حمایت بعضی از سازمانها و بنیاد ها و جلب همکاری های مالی عده ای توانست، احساس شایستگی را بحیث رئیس جمهور آیندۀ افغانستان در خود ابقا نماید غرض رسیدن به چنین امری بزرگی، "مامورالمعذور" خوانده می شود، و هم در این اواخر در داخل پارلمان توفیق را نصیب راه خود ساخت و به اتحاد برادران جهادی تحت نام "جبهه ملی" راه باز کرد. مغرورانه شایع ساخته اند که گویا، اتحاد برادران جهادی به ابتکار رئیس حزب متحد ملی (آقای جنرال نورالحق علومی) بوجود آمده، تا افغانستان را از تجزیه، جنگ و مداخلات خارجی، فساد اداری، چور و چپاول، زرع تریاک، قوماندانسالاری مسلحانه نجات دهند . . . یا اهداف دیگری . . . ؟؟»٠

او هم د ګلاب زوي او ټني د سولي غورځنګ او د هغوي روابط د KGB او ايران سره، او د ټني روابط برسيره پر KGB د پاکستان د استخباراتو، ګلبدين او طالبانو سره، او د رباني سره د ګلاب زوي روابط د KGB پواسطه، د ګلاب زوي مشکوک سفرونه ايران ته، چي رباني او علومي او داسي نورو د وطن د ګوند نه د جلا شويوو ګروپونو او ډلو د رهبري هلته سفرونه لرل، دي بايد څه شي وويلاي شي؟ زما له نظره دا بي شرمانه مداخله د پردو استخباراتو زمونږ په وطن کي ده او ددي هدف لپاره د داسي افرادو او ډلو نه کار اخستل کيږي چي هغوي هر رقم بيشرمانه معاملو د پاره حاضر دي، دوي نه وجدان لري او نه هم شرم او غيرت، دوي پره دي دي، اما زما افسوس پر هغو بيخبره خلکو او د وطن پر ځوانه قشر راځي چي څنګه د داسي بربڼډو اجنتانو او خائنانو پسي ځي او د هغوي لاره تعقيبوي، اميد دادي چي د وطن ګوند پاکه او صادقه غړي خپله لاره د دوي نه جلا کړي او ځانته د تاريخ د دي بدنامي نه نجات ورکړي.

٤ – د وطن په ګوند، سياسي حلقو، په روښانديانو او نورو جريانو او تشکيلاتو کي د داسي نظريي ابقا کول چي دوي هيڅ وخت نشي کولاي چي مستقلانه لاره د وطن د ترقي او ابادي د پاره غوره کړي، اعتماد په نفص ولري، په خپلو خلکو اتکاء وکړي او د وطن بحران او وروسته والي ته د پاي ټکي کيږدي.

ب :- د قومي اقليتونو په وجودکي:- اقليتونه د خپلي مورفولوژيکي، اتنيکي، مذهبي او د هغوي رول په لحاظ، برخه او ګډون د ټولنی په سياسي، اقتصادي، ټولنیز او نورو ډګرونو کي هميشه د استعماري قوتونو د پام وړ او د نفوذ يوه اسانه منبع وه او ده، دا د دي د پاره چې:

١ - اقليتونه په ټولنو کي ځان محروم او د ظلم او تسلط لاندي احساسوي، او اکثرا په دنيا کي پر دوي ظلم شوي دي٠

٢ - هغوي د ملت په مجموع کي د وطن د پاره هم هغه احساس او مسئوليت چې اکثريت يي احساسوي دوي په هغه اندازه نه احساسوي، دا ددي د پاره چي هر چاته چي په  ټولنه کي څومره حقوق ورکول کيږي هماغه اندازه مسئوليت هم ورکول کيږي، چي دلته اقليتونه دا احساس لري چي زمونږ حقوق لږ ولي مسئوليتونه مو ډيردي٠

٣ - دوي تل د ځان د ساتني د پاره او د دي دپاره چي د اکثريت لخوا د ظلم لاندي را نشي د يوي منبع يا يو قدرت د ملګرتيا په لټه کي دي، چي دغه احساس او يا تجسس د پردو د نفوذ ښه وسيله کيداي شي٠

٤ - په اکثرو  ټولنو کي د دوي د انتګريشن د پاره کار ندي شوي او د دوي د توانائي او استعداد څخه د ټولني د ابادي د پاره کار ندي اخستل شوي، او يا هم که اخستل شوي دي نو ډير لږ دي٠او هم دا حقيقت ثابت شوي دي چې اقليتونه ورسپارل شوي وظيفه د اکثريت په پرتله په ډيردقت سره پرمخ بوزي ٠د دي د پاره چې د دښمنانو نفوذ ته پدي برخه کي خاتمه ورکړ شي، نو سياست او حکومتونه بايد د اقليتونو د ګټور انتګريش (د يو بل سره په سولي کي ژوند کول( او د هغوي د ګډون لپاره د ټولني په ټولو پروسو کي لاره هواره کړي.

٣ :- د افغانستان د دښمنانو ګډه پروژه (په افغانستان کي د قومونو تر منځ نفاق اچول، دا وطن د تروريستانو، قاچاقبرانو، د مخدره توکو په مرکز تبديلول، افغانستان د خپلو د حريفانو د جنګ، جاسوسي او د مختلفو اسلحو په استعمال او ازمايش په ډګر تبديلول او داسي نور٠) :

په مجموع کي لکه پورته چې وويل شوه د ګران افغانستان دښمنان په تيره بيا زموږ ناخلفه ګاونډيان، او هغه استعماري او استثماري دوزخي هيوادونه چې په منظقه کی د خپلو ګټو د پاره د هرامکان نه استفاده کوي او هيڅ وخت نه غواړي چې يو با ثباته، ازاده، ارامه او مترقي افغانستان موجود وي، ځکه چي د دوي ګټي او شوم پلانونه په يو باثباته، ازاده، ارامه او مترقي افغانستان کي نشي تامينولي.

که چيري پدي ليکنه کی ښه زير شو او په عمل کي وګورو چې د دښمن د دسيسو د چړي (شمشير) تيره مخه د پښتنو وروڼو او قومونو د بدنامولو، او د هغوي د تجريدولو د پاره ده نو راځي چې وڅيړو پښتانه ولي د دښمن د دسيسو په محراق کی قرارلري؟ دي سوال ته به مختلف ځوابونه درنو هيوادولو څخه موجود وي خو زما له نظره دا لاندني به يي عمده او مهم دي:

 - پښتانه د دي وطن غټ اکثريت جوړوي٠

- په تاريخ کی يي دښمن ته غاړه نده کښيښودلي، او تل يي د دي خاوري د ازادي دپاره په دښمن مرګوني ګوزانونه کړي او دوي ته يي د دوي د ناپاکه مقصدونو د پياده کولو د پاره لوي خنډونه جوړ کړي دي٠

- د دوی په وجود کي بيا د لويو امپراطوريو ويره د استعماري قوتو سره موجوده ده، لکه د احمدشاه بابا په وخت کی، لکه چي يو انګليسي ليکونکي ليکي «افغانهاي تحصيل کرده از ګذشتۀ قهرمانانۀ مردم خود بسيار مباهی و سرفراز اند و از شرف ملی خود احساس غرور ميکنند، اګر ګاهي در درک مواضع افغانستان در زمينۀ امور روابط خارجی مشکلی بروز نموده، ازان رو بوده است که: ګروهی از رهبران مغرور افغانستان ميکوشيده تا بهر ترتيب اين ملت را بجانب کسب اقتدار و اعتبار ملي هدايت کنند».

- د غټ اکثريت په وجود کي هيڅوک نشي کولاي چي د خپلي ګټي هغسي چي غواړي يي تامين کړي٠

- د ارضي اختلافاتو په هکله ويره چې د افغانستان د ګاونډیانو او د هغو حاميانو سره شته٠

- په خپله د پښتنو زاتي خصوصيات لکه شجاعت، ميلمه پالنه، پښتونولي، په ازادي مينتوب، پره دي سلطي ته نه غاړه کښيښودل او داسي نور.

اوس نو وينو چې د دښمن دسيسي څومره ژوري ريښي او لوي تاريخ په زموږ هيواد ګران افغانستان کي لري، او دوي هيله لري چي دي وطن کي يو قوم د بل قوم سره په دښمني او نفاق کي ژوند وکړي، سياسي، کلتوري، ديني، منطقوي، ژبني او داسي نور تشتت پدي ټولنه کي حاکم وي، دا د وياړه ډک واحد ملت دوي (يعني انګليس، روسيه، امريکا، پاکستان، ايران او داسي نور) په خپل منځ کي د خپلو د نفوذ په حوزو په ګډه سره وويښي او لدي لاري دا وياړلي خلک د يو با ثباته، ارامه، مترقي، ټينګ، مترقي او عدالت غوښتونکي حکومت نه محروم کړي، دلته نو د ټولو په هيواد مينو خلکو چي هرچيرته وي، او په هري سياسي ډلي، قوم او مذهب پوري اړه لري دي وضعي نه د خلاصون د پاره يوه مکمله او واضحه تګلاره په ملي سطحه جوړه او پر مخ يي بوزي، او د خپل وړانديزونه او نظريي د هري ممکني لاري نورو سره شريکي کړي، او خپله ونډه پدي مقدسه لاره کي واخلي، زه په خپل وار دا وړانديزونه خپلو هيوادوالو ته لرم:

 الف – د افغانستان تاريخ په ډيردقت سره ولولي، خپله ټولنه په هر اړخيزه ډول مطالعه او وپيژني او وګوري چي د افغانانو موفقيت او ناکامي په څه کي وه او ده، هغه عوامل چې د ناکامي علت ګرزيدلي هڅه وکړي چې د تکرار نه يي ډډه وکړي او هم په خپل کور، منطقه او هرځاي کی چي ژوند کوي نورو ته يي هم تبليغ او هغوي هم وهڅوي چه تري ډډه وکړي، او هغه ډير دي خو زما له نظره دا څو لاندني لاندني يي عمده دي:

١ - زما په نظر زموږ لويه ناکامي د تاريخ په اوږدو کي زموږ نه پاملرنه عمومي تعليم، تربيي او زده کړي ته ده، او دا د دښمن يوه لويه دسيسه وه او ده چي افغانان په توره تياره کي وساتي، او هغه ګوډاګي دولتونه او رژيمونه او سياستمداران چي پدي ملت باندي حاکم شوي دي، د خپل د حاکميت د بقا د پاره ملت همداسي په عمدي توګه په تياره کي ساتلي او ساتي يي٠

٢ - بي اتفاقي: - بي اتفاقي هم يو لوي مرض دي چې د دښمن لخوا په هره تاريخي مرحله کی زموږ د وطن په وګړو تحميل شوي ده، او د بياتفاقی زهر په هغوي کی شيندل شوي دي، او د بي اتفاقي لمن بيا زموږ د ورځني ژوند په ټولو ساحو کي خپره شويده٠

٣ - فقر، بدبختي، بيعدالتي، بيقانوني، د اقتصاد  ددرجي ټيټوالي او کمبود د اشتغال، چي دا هم د پردو دسيسه وه او ده چې زموږ ملک او د هغوي خلک دي هميشه په فقر او بدبختي کي ژوند وکړي، او دا هم د حاکمه قواو دسيسه ده چې د خپلي د حاکميت دوري د مودي د اوږدولو د پاره هر وخت دا ملت غريب او ناداره وساتي، چي دوي هميشه مصروف او نورو مطالبو ته ي فکر ونشي٠لوي مثال یی د هاشم خان توصيه د خپل وراره ظاهرخان ته وه، او د چرګانو د وږي ساتلو قصه زموږ ټولو خلکو په منځ کي شهرت لري٠

٤ – د ځان غوښتنه (خود خواهي) او حسادت: - يو بل ته نه تن ورکول، هر څه د ځان د پاره غوښتل، او د ټولنی عمومي ګټو ته نه پاملرنه، دا يو خطرناکه مرض دي چې د افغاني ټولنی په ټولو قشرونو کي ورته پراختیا ورکول شوي، يعني که په افغانستان کی يو نوي ګوند جوړيږي، يا يو نوي دولت جوړيږي يا کوم بل نوي اقدام کيږي نو بايد حتمی دي زما په لاس جوړ شي، ما ته دي احترام وشي، ټول افتخارات دي زما په نصيب کي وي ٠دا يو لوي پرنسيب ګرزيدلي دی چې هيڅوک نه وايي چې زه يو من يم، هر څوک د خروار ادعا لري٠خو پرابلم داده چې په دغسي ټولنه کی هيڅ يو ملي زعيم منځ ته نشي راتللي او د وطن ملي ګټي هيڅ وخت د توجه په مرکز کی نه وي٠

٥ – د ديموکراسي نه موجوديت: - دا هم د پردو دسيسه ده او وه، ځکه د ديموکراسي په نه موجوديت کې دښمن هرڅه چه غواړي هغه بي د رسوا کيدلو د ويري نه کوي، او هيڅوک نشي کولاي چې خپله ازاده مفکوره بيان کړي، لوي مثال يي د ظاهرشاه په وخت کی د ګوندونو د قانون نه توشيح کول وو چې د همدي علت تصميم او عمل په اثر بيا د ديموکراسي په نه موجوديت کی ګوندونو په طبيعي ډول (د افغانستان د ضرورت او شرايطو په اساس) را منځ ته نشوه بلکه د دښمنانو په خوښه او ترتاثير لاندي رامنځ ته شو، چې دا اوسني تراژيدي اساسا له هماغه وخته شروع کيږي٠

٦ – د قوانينو کمي د ژوندانه د مختلفو ساحو د تنظيم د پاره او د موجوده قوانينو نه تطبيقول: - د قوانينو نه موجوديت، يا کمبودي، او د موجودو قوانينو نه تطبيقول د هر رنګ تشتت، بي عدالتي، ظلم، سوء استفادي، د دښمن نفوذ او نورو داسي ناوړو اعمالو ته زمينه برابروي.

٧ – د هغو معيارونو نه په ګوته کول چې د هغو په واسطه د خپل د دښمن او دوست تر منځ فرق وشي، يعني دا ټولي پروسي دومره پيچيده شوي چې خلکو ته دا مجال نه ورکوي چې د خپل ښه او بد، خپل دوست او دښمن وپيژني، پدي اساس نو هره نسخه چې دښمن يي خلکو ته ورکوي هغوي یی بدون د تشخيص نه اخلي.

٨ – د يوي مشترکي، متوازني او ستراتيژيکي ملي تګلاري نه موجوديت، البته په عمومي توګه په سياسي، اقتصادي، فرهنګي او خارجي برخوکي:

يعني دا پدي معني چې هر وخت او اوس هم په افغانستان کي معلومه نده چي مونږ په کومه سطحه کي يو، او زمونږ د وطن سبا (راتلونکی) بايد څنګه وي، نور ملکونه د خپل د پیړیو پلانونه په هره ساحه کی لري، او داسي نور مثالونه هم شته چي دلته د مضمون د لوي والي په اساس د ليکلو نه يي ډډه کوم٠

 ب - همدارنګه د افغانانو د مؤفقيت رازونه او مثالونه هم په تاريخ کي شته چې هغه نموني بيا بايد مونږ په ورځنی ژوند کي راژوندي کړو او په هر شيبه کي ترينه کار واخلو، دا بيا زما په نظر عبارت دي له:

١ - وحدت او د وطن یوموټیتوب د دښمنانو په مقابل کی، د وطن د ازادي او حفاظت د پاره چې مثالونه يي د افغانستان او د انګليس دريګوني جګړي دي، چې په تاريخ کي يي ډير کم ساري ليدل کيږي، چې په ترڅ کي يي د افغانستان خپلواکي لاس ته راغله او د دنيا د لوي استعماري قوت سلطي ته يي په ظاهره توګه په منطقي کي د پاي ټکي کښيښود، دلته ما د «په ظاهره توګه» کلمي نه ځکه کار اخستلي چي د انګريزانو سلطه «د نوي استعمار، د لاسپوڅو رژيمونو، د اجنتانو، او داسي نورو لارونه» اوس هم په منطقه کی په ښکاره ډول ليدل کيږي، په تيره بيا زموږ په خاوره کی همدغه انګريزان غواړي زموږ هغه ازادي چې زموږ د نيکه ګانو د سرښندني په نتيجه کي په لاس راغليده د ګمارل شويو مزدورانو په واسطه بيرته زموږ نه واخلي، وطنوالو پدي هکله هوښياره او بيداره اوسي، او دغه موقع په هره ذريعه چي وي بيا دوي ته ورنکړي، د پردو مزدوران په خلکو کی رسوا کړي،منزوي يي کړي، او څيره يي د اعمالو سره خلکو ته افشاکړی پرازمایل‌ شويو رهبرانو باندي بيا اعتبار مکوي (ازموده را ازمودن خطااست)، او په مقابل کي يي هغه په وطن مين، مترقي، صادق او وفاداره د وطن بچيان د خلکو په پرګنو کی را پيدا کړي، تشخيص يي کړي، خلکو ته يي ور وپيژني، د ترقي او پرمختګ او د رهبر کيدلو زمينه ورته برابره کړي، پر شا وخوا يي راټول شي، او د وطن د ازادي، ترقي او پرمختګ د پاره يي وهڅوي، تاسی داسی ډير با استعداده، ریښتین، پاک او وطن او خلکو ته وفاداره کدرونه په ډيره شميره لري، خو څوک يي نه پيژني، دا د ستاسو او د مترقي مطبوعاتو او رسانو وظيفه ده چې دوي راپورته کي او خلکو ته يي وپيژني ٠

٢ - مثبته زړه ورتوب، غيرت، ميړانه او په ازادي مينتوب:- (دلته ما د مثبت د کلمي نه ځکه کار اخستلي دي، چي د افغانانو د دي خصوصيت نه د تاريخ په اوږدو کی متاسفانه دښمن ډيره ناوړه ګټه اخستي ده، لکه چي اوس يي هم د طالبانو او داسي نورو نه اخلي، زما په نظر دا خصوصيتونه هغه وخت مثبت دي چي ګټه يي وطن او د هغو خلکو ته ورسيږي) -افغانان په مجموع کی زړه ور، با غيرته، ميړني او په ازادي مين خلک دي (پرته له ډير لږ شمير نه)، او دا هيله ده چې د دغو خصوصياتو نه په مثبته توګه ګټه واخيستله شي او د دغو خصوصياتو سره پوهه، او د ترقي او پرمختګ، او په خپلو پښو د دريدلو احساس هم ګډ شي، يعني دا چي مونږ بايد غيرت او ميړانه ولرو، چې د خپل وطن اباد، مترقي او په هره ساحه کي په خپلو پښو ودرو، او لاس مو پردو ته اوږد و نه اوسي، يعني د پردو د محنت نه بايد ځان خلاص کړو، د خپل د اولادونو د ښي روزنی او د هغوي د تحصيل د پاره هر وخت پاملرنه وکړو او داسي نور، دښمن ته دا موقع ورنکړو چې زموږ ددي سپيڅلي خصوصيت نه (زړه ورتوب،غيرت او ميړاني) نه د خپل د اهدافو د پاره غلته ګټه واخلي ٠

٣ - يو او بل ته احترام کول، او په سختو شرايطو کي يو بل سره مرسته کول، مشرانو ته احترام کول يو د هغو خصوصياتو نه دې چې غير له افغانستان نه په ډيرو لږو ملکونو کي يي ساري ليدل کيږي، دا عنعنه بايد وساتو او ډيره ترقي ورته ورکړو، د بی وزلو سره مرسته او د هغو لاس نيونه هم د افغانانو د ډيرو ښو خصوصيتونو نه ده، دي ته هم بايد پراختیا ورکړو او نوي لاري چاري وموندو چې څنګه په سختو شرايطو کی يو او بل سره مرسته وکړو، دلته موږ نبايد هر وخت دولت ته او د بهرنیانو نه د مرستی په انتظار کښينو، په خپله هر تشکيلات، هره ټولنه، هر سازمان که چيري مذهبي وي، که چيري سياسي وي، يا اقتصادي او کلتوري، بايد خودګردانه د خير او مرستی موسسي جوړي کړي، خلکو سره مرسته وکړي او دا مرستی بايد داسي جنبه ولري چې مقصد يي د بی وزلو په خپلو پښو درول وي، نه چي هغوي په دايمي ګدايانو تبديلول وي، يعني هڅه وشي چي ددي مرستی له لاري هغوي ته د کار او شغل زمينه برابره شي٠

٤ - يو او بل سره د صلحي، دوستي او وروري په فضا کي او پرته د ملي، ژبني، مذهبي او منطقوي تعصب نه ژوند کول:

د دي نظر له مخی که چيري موږ ښه زير شو نو ويلي شو چې افغانستان يوه ډيره ښه نمونه د بشپړ انتګريشن (Integration) د قومونو او مذاهبو ده، سره لدي چې په دي دريوو لسيزو کی دښمنانو دي پروسی ته ډير تاوان رسولی دۍ، ولي اساس يي اوس هم شته او بايد ورته بيرته وده ورکړل شي او هغه عوامل چې ورته ضرر رسوي په ګوته شي، او هغه سازمانونه، تشکيلات او اشخاص چي د پردو د لاس اله ګرزي او غواړي چې د افغانستان ولس سره بيل کړي د هغو پر ضد سخته مبارزه وشي، هغه سازمانونه، ګوندونه او تشکيلات چې د ژبي، مليت، قوم او يا مذهب تر تاثير لاندي جوړ شوي وي په هغوي کي د ګډون نه ډډه وشي، لکه د افغان ملت ګوند، مختلف ستمي او نشنلستي ګوندونه، اسلامي بنيادګره ګوندونه او افراطي چپي ګوندونه، او په تيره بيا په هغو په اصطلاح مترقي ګوندونو کی چې اوس پدي لګيا دي د افغانستان روشنفکره قشر په هغو مرضونو چي خپله اخته دي اخته کړي او د هغوي د ګوندونو اساس په نشنلستي، د ژبني مذهبي او نورو اختلا فاتو په اساس جوړ کړي او نور مجبور کړي چې په مشابهه اقداماتو لاس پوري کړي او پدي توګه يوه لويه ضربه مترقي غورځنګ ته ورکړي لکه پدي اخرو کي چې «د افغانستان د پرمختګ او دموكراسۍ د ټوليز غورځنګ» کی د ټولو سکترستي سازمانونو ټوليدل او دا امکان ته لويه ضربه ورکول دي چې د هغه په اساس د يوه ځواکمن، مترقي، عدالت غوښتونکي او ديموکراسي پلوه غورځنګ منځ ته راتلل دي٠او يا دافغانستان د وطن گوند (ح٠د٠خ٠ا) د پښتنو ځيني برخي (خصوصا د پخواني ګوند خلقي اړخ) په افغان ملت او يا نورو نشنلستي ګروپونو او يا تشکيلاتو باندي ويشل دي چې د ژبي او منطقي پر اساس جوړ شوي يا جوړيږي، دا دواړه حرکتونه ډير خطرناکه او د دشمن لخوا پلان شوي حرکتونه دي چې دلته د هغو وطن دوستو، صادقو، مترقي، ديموکراسي غوښتونکو، او عدالت غوښتونکو روشنفکرانو نه هيله ده چي هوښيار، پوه او بيداره ووسي چې دښمن دلته په کمين کي ناست دي،جالونه يي غوړولي دي، او غواړي تاسي پکی ښکيل کړي٠ نو بايد سره لدي چې په دغسي ګوندونو او سازمانونو کی نکوي، همداراز د هغوي سازمان ورکوونکي او رهبران وپيژني چې دوي بيا غواړي د ستا او زما د احساساتو نه ناوړه ګټه واخلي،هر سازمان يا تشکيلات چې جوړيږي، د هغه اهداف، د هغه رهبران او په هغه کي د منطقو او قومونو ترکيب ته ډير زير شي او وروسته په هغه کي د ګډون او فعاليت تصميم ونيسي.

 ــ ۵ زحمت کشي او د حلالي لاري نه د خپل د ژوندانه د ضرورياتو پوره کول:

که چيري په دقيقه توګه افغاني جامعي ته زير شو نو وينو چې د افغانستان خلک ډير زحمت کښه دي، د سهار نه تر ماښامه پوري واړه او زاړه کار کوي، په کلي، کور ښار، بازار او نورو ځايونو کی وګوري نو ټول مصروف دي٠ ولي دا ټول د خلکو ابتکارانه کارونه دي، دلته حکومتونو ډير لږ څه کړي دي، دوي ته يي په لازمه توګه د تعليم او تحصيل زمينه نده برابره کړي، د ژوند د عصري کولو د پاره هيڅ اقدام ندي شوي، د اشتغال او معيشت زمينه ورته نده برابره شوي، رشوت، سوء استفاده نسبت نورو هيوادو ته پخوا ډيره ټيټه کچه لرله، يوازي د ظاهرشاه په وخت کي لوړو مقاماتو، د قضا او څارنوالي غړو په ناجايزه توګه دارايي تر لاسه کړي وه، چي هغه بيا د ثور د حادثي يا کودتا نه را وروسته رشوت او سوي استفاده بيخي په ورکيدو شوه او دغه په تاريخ کی يوازني دوره ده چي رشوت پکی ځاي نه درلود - که وو هم خو ډير محسوس نه وو.

که چيري د ننۍ پروسي، د غړو د ترکيب، د ګوند مرام او اهداف او هم ګوند ته د شمول شرايط د افغانستان د خلګو په دیموکراټیک ګوند کی، چې وروسته د هغه د اتلسم پلينوم نه يي د وطن د ګوند نوم واخيست، په ډير دقت سره وڅيړو نو مونږ ته به جوته شي هغسي چې د دشمن پروګرام وو په هغه کي په ډيره فيصدي بريالي نشوو، دوي وتوانيدل چې په ډيره لوړه رهبري کي يواندازه نفوذ وکړي او هغوي د خپلو اهدافو د پاره په کار واچوي، ولي هغه اکثريت کدرونه او د ګوند غړي چې دي ګوند ته د يوه پاک نيت، احساس او ارمان (وطن او خلکو ته د ژوندانه په هره برخه کی صادقانه خدمت کول، هغوي د استعمار او استثمار نه خلاصول، او وطن د پاکو، صادقو کدرونو په وجود کی د ترقي او عدالت په لور رهبري کول) په اساس راغلي وو خپلو ارمانونو ته وفادار پاتي شول، او همدا علت وو چي دشمن نور خپل اړيکي دي ګوند سره قطعي کړي، او هغه تعداد يي چې تر نفوذ لاندي وو، هغوي يي د هغو ګوندونو سره چي په موازي توګه يي جوړ کړي وو(د جمعيت اسلامي، وحدت اسلامي، او يو تعداد نور سکترستي حزبونه) په يوه نامقدسه ایتلاف کي يو ځاي، او د يوي دسيسي په ترتڅ کي يي د دي وطن برخلیک د پاکو او صادقو خلکو نه ناپاکو، رشوت خورو، او مزدورو په لاس کی ورکړ او دا هغه خلک دي چې دا شوم ميراث يي د پاکستان نه له ځانه سره راوړي دی، چې د مجاهدينو په دوره کي او اوس د کرزي په دوره کي چې د همهغي دوري ادامه ورکوونکي دی رشوت او سوء استفاده، او د خلکو او عامه شتمنيو لوټ کول د خپلي عالي درجي ته رسيدلي دی، او هيڅوک نشته چې مخه يي ونيسي، ځکه ټول په دي مرض ککړ شوي دي٠

دلته بيا يو بنيادي بدلون ته ضرورت دي، داچي دا بدلون څنګه او د چا؟ او د کومي قوي يا تشکيلاتو؟ په وجود کي منځ ته راشي، دا د افغانستان د ټولو صادقدو، بادردو، پاکو، علماوو، سياستمدارانو، او نورو روشانديانو (روشنفکرانو) او د افغاني ټولني د ټولو غړو دنده ده چي دي بدلون ته لاره اواره کړي، د ټولنی او د ژوند په ديموکراتيزه کولو کي اوچت ګامونه واخلي، بدنامه، خاينه، جنايتکاره او رشوت خواره په ټولو مطبوعاتوکي، د مساجدو په خطابو کي، په راديو ګانو او تلويزيونونو کي د نامه په اخيستلو رسوا، هغوي منزوي، او هغوي سره د نږدي کيدلو او اړيکو نيولو نه پرهيز وکړي٠ که چيري انتخابات کيږي دوي ته په هيڅ ځاي کی خپله رايه ورنکړي، دا يو عمل دي چي هر افغان يي کولاي شي، او تاسي د ديموکراسي په رڼا کی کولاي شي د دشمن دسيسي په هره برخه کي چي وي رسوا او د هغوي نه مخنیوی وکړي٠

پاي

د توجه نه مو مننه، که په مضمون کي مي څه غلطي د ليکني په ارتباط وي لطفا يي جدي و نه نيسي، ما د ليکني ډګر ته خصوصا په پښتو ژبه کي نوي ګام اخستلي، ولي په مفکوروي او علمي لحاظ هررنګه مثبتي مباحثي ته هرچيرته چې وي تياريم ٠

ستاسو د نيکو او جوړونکو نظريو او معنوي همکاري او ملاتړ په هيله٠

استفاده شوي مطالب :

- انترنيتي سايتونه

- د افغاني او خارجي ليکوالو ليکني په تاريخي، سياسي، کلتوري، اقتصادي، او فلسفي، او داسي نورو برخو کي٠

- زما په خپله تجربه په مختلفو برخو کي٠

 

 

په در ناوي

 

 انجنير ذکريا يوسفزي - جرمني

 

 جرمني: ۲۰/۶/۲۰۰۸عيسوي کال