د ارواح ښاد محترم ملګری ببرک کارمل

 د زیږدنی د اتیاومی کالیزه په ویاړ پیغام !

د افغانستان د خلق د دموکراتیک ګونډ د بنسټ ایښودونکی، ارواح ښاد محترم ملګری ببرک کارمل د زیږدنی د اتیاومی کالیزه په ویاړ، په ډیر درنښت سره د خدای بخښلی و محترمۍ کورنی، دوستانو او و ګوندی ملګرو او انډیوالانو ته خپل پیغام په دی اړه په لاندی ډول سره وړاندی کوم.

مرحوم ببرک کارمل د هیواد په حساس تاریخی پړاو کې د خپل هیواد او د هغه د پتمنو پرګنو، خلکو اولسونو د هوسا ژوند، پرمختګ او د یوی پرمختللی افغانی ټولنی د رامنځته کیدو په خاطر یې په ډېر میړانی او سرښنډنی سره د خپل همرزمو او همسنګرو انقلابی ملګرو سره یوځای د ظالمانه استبدادی نظام په وړاندی د مبارزی و ډګر ته راووت، چې زموږ د ګران هیواد تاریخ به یې هیڅکله هیر نکړی او د ملګری ببرک کارمل د څو لسیزو شریفانه او انسان دوستانه کړنی او هیوادنی دریځ به هرومرو د یو سپيڅلی انقلابی هیوادپال په توګه د هیواد د تاریخ په پاڼو کې په روښانه ډول به ولیکل سی او ځلانده به انځور سی، زه د دی پرتمنی کالیزی د غونډی و پرانستونکو ته په تیر بیا د دی غونډی د کمیسیون و محترم مسئوول محترم ملګری شیراحمد صارم ته خپل هر اړخیز ملاتړ، ملتیا او ملګری اعلان وم.

په درناوی،

عزیز احمد خوارمل

 

ورود به صفحۀ نخست «اصالت»