پیغام

 

د «اصالت» سایت رسالت دارانو ته !

د وران او ویجاړ وطن په دغو غم لړلو شپو او ورځو کی چه هر شیبه د چا کور چور کیږی، پر چا کور نړیږی او څوک خپل زوی، ورور، پلار، خور، مور، میړه او یا یو بل عزیز له لاسه ورکوی، زه او په زرگونه نور غمڅپلی حزبیان پر تاسو او ستاسو له لاری پر نورو گوندیانو غږ کوو چه راځی د هغه غمخوار او د خلکو له مینځه وتلی رهبر ببرک کارمل د زیژیدنی اتیایمی کالیزی په ویاړ، د وطن د ژغورلو لپاره یو کوچنی اما بنیادی گام اوچت کړو، او تر هرڅه د مخه  د رفاقت او حزبیت لاسونه یوبل ته ورکړو او د ټولو وطنپالونکو روشنفکرانو د یووالی محور وگرځو، او په دی توگه د ملگری کارمل آرزوگانو او آرمانونو ته د عمل جامی ور واغوندو. دا به وی زمونږ لوی رسالت، او وطن ته خدمت.

بریالی اوسی.

ولی سعادت، میدان شار، افغانستان

  

ورود به صفحۀ نخست «اصالت»