د مبارکي پيغام

د «اصالت» زرینه ویب پاڼه د افغانی سرښندونکو وطنپالو او په هیواد مینو روڼ انډو په مخکښه هینداره او ویانده ژبه بدله شوی ده.

گران او قدرمن ملگری «همت»، زما تاوده او د اخلاص نه ډک سلامونه ومنۍ.

نیکمرغه یم چه تاسی گران ملگری او د «اصالت» د زرینی ویب پاڼی ټولو خپرونکو او لوستونکو ته د دغه ویب پاڼی د دوهمی پرتمینی کلیزی په ویاړ د زړه له کومی مبارکۍ او کوروداني وړاندی کوم.

تاسو عزیزانو د لطیف پدرام او د هغی د کرغیړنی ډلی ټپلی د فاشیستی او افغان دښمنه افکارو طرحو او پلانونو په رسوا کولو سره یو ځل بیا دا جوته کړه چی د «اصالت» زرینه ویب پاڼه د افغانی سرښندونکو وطنپالو او په هیواد مینو روڼ انډو په مخکښه هینداره او ویانده ژبه بدله شوی ده.

زه دا سرلوړی تاسی گران ملگری او ستاسی کاری ډلی ته تبریک وایم او تاسی ته د لا ډیر ځلانده بریالیتوبونو هیله لرم.

په درناوی،
 

خوشحال، لندن

 

 

www.esalat.org