د مبارکي پيغام

تاسي مضامين ډير ژر خپروي، او ښه يي دا چي د مخالفو نظريو د خاوندانو مضامين هم خپروي

درنو او محترمو وروڼو،

د «اصالت» د دوهم نشراتي کال په مناسبت تاسي ته د زړه له کومي مبارکي وايم، خداي دي تاسي ته نوره هم توفيق او حوصله درکي چي خپلو نشراتو ته دوام ورکړي، تاسي چي د خپل د سايت د پاره د کوم ديزان، عکسونو، مطالبو او نشراتي هدف او پاليسي نه کار اخستلي هغه تاسي پوري اړه لري، ستاسي حق دي، او زه پکي څه ويل نه غواړم، ولي زما پخپله ستاسي سايت د دي د پاره خوښ دي چي تاسي مضامين ډير ژر خپروي، او ښه يي دا چي د مخالفو نظريو د خاوندانو مضامين هم خپروي، او د يو تعداد نورو سايتو په شان يي په خپلو صنوقچو کي نه ساتي، نور نو تاسي ته د وسيع ديد، د وطن د وحدت او يوموټي توب، او د يوي ارامي او سوکالي افغاني ټولني، ديموکراسي، ازادي او عدالت د پاره د لا نورو ښو مطالبو د خپرولو هيله کوم، تاسو او نورو هيوادوالوته ښادي، توفيق او خوشحالي غواړم.

په درناوي

ذکريا يوسفزي

 

 

www.esalat.org