August 30, 2012 22:43:49

 
انجینیر محمود صافی

 

ګران ملګری انجینر فضل الرحیم «همت»،
 

 پدی وسیله د زړه د کومی د «اصالت» ویب سایت د شپږمی کالیزی په مناسبت مبارکی وایم او همدارنګه په دی ویاړ د زړه د کومی درناوی او ښیی هیلی څرګندوم.

«اصالت» زمونږ ویاړلی افتخار دی، په کاله کی زمونږ ملګری او انډیوال، او د زړه خواله، او د خپل احساس تسل پری باندی کووه. «اصالت» اوس د شپږو کالو شووه. تر اوسه لا کوچنی دی، ځوان به شی، سیاسی، فرهنګی، او علمی منزلونه به ووهی. دا باید هم په ډاګه کړم چه د افغانی ړون اندو، او افغانی ټولنی او معاشری، مشعل او لاروی دی. او دا سیاسی، او تاریخی همت په دی جلا وطنی کی ستاسو په نصیب دی. حقیقت دا دی چه دا افتخار ستاسو د زیار او زحمت حاصل دی. کور دی ودان. تاسو ته او ملګروته غرونه، غرونه، او ډیری ډیری بریاوی آرزو لرم.

په وطنی مینه، د ښه صحت او خوشحالی په هیله مو!


 

 

 

        

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org