چهارشنبه، ۲۱ اگست ۲۰۱۳

 

د ډاډګیرنی ا و تسلیت پیغام 

زبیر شیرزاد
 

په ډیره خواشینی سره می خبر تر لاسه کړ چه زمونږ د ټولنی یو ستر عالم او زړور مبارز او ملی شخصیت د قدر وړ مشر ښاغلی عبدالرحیم هاتف صاحب چه ټول عمر یی آګاهانه په خلاصو سترګو او وازوغوږونو او د یو ویښ انسانی وجدان په لرلو ژوند، کار اومبارزه وکړه د وطن نه لری هغه سترګی چه هر لحظه یی د وطن په لور غوړولی او د افغان په کور کی د سولی انتظار او دقیـقه شماری یی کاوه په هالند کی ومړ.

زه هاتف صاحب دا ستر ملی شخصیت ته د فردوس جنت غواړم او د هغه درنی او عزتمندی کورنی ته د زړه صبر او توان په دا لوی غم کی غواړم. دومره باید دغه عزیزانو ته یاد آور شم چه: د هاتف صاحب مړینه صرف دتاسو زړونه نه دی دردولی بلکه د وطن د هر په وطن او خلکو مین اولاد زړه یی دردولی او سترګی یی ژړولی دی. داسی څوک او کورنی نشته چه خپله خواخوږی د ارواښاد هاتف سره ونه ښه یی. ډیرو دوستانو محترم هاتف صاحب ته هغه څه د زړه له کومی لیکلی، کوم چه واقعآ د ارواښاد هاتف صاحب د عالی شخصیت  نښی او نشانی دی. که د ارواښاد هاتف صاحب په هکله هر څومره چه ولیکل شی لا هم کم دی. دا ځکه هاتف صاحب زمونږ د ټولنی او زمونږ د زړور ولس یو ځلانده څیره او ستوری وه، هاتف صاحب هم فرهنګی شخصیت وه هم اقتصاد پوه، هم مدبر سیاست پوه وه چه خپله ټولنه یی پیژندلی وه، هم یو قوی اداره کننده او هم د جرګو او مرکو لوی او رښتینی سازمانده او قوی ملاتړ او ارادی خاوند وه، هاتف صاحب له کوم ځایه چه ما پیژنده اول یی اوریده په اوریدو ډیر خوشحالیده چه دا د هوښیارو انسانانو نښه ده، بیا مقابل لوری یی په خپله عالمانه خبرو پوه کاوه، هغه یو بل لوړ صفت د ملی او سیاسی مشر صفت هم درلود. دسیاسی او ملی مشر خصوصیت د ده په وجود کی له ورایه معلومیده، دی د وطن د آبادی تږی وه ده د بیوزلو د پاره ښه ژوند ډیر ژر غوښته، هاتف صاحب د سولی خادم وه ډیر منزل یی دسولی د پاره وواهه او دی لاره کی ثابت قدمونه یی نه هیریدونکی دی، هاتف صاحب د خپل خلکو او سرلوړی ولس رښتینی خدمتګار او د آبادی مین وه، ده سره هر لحظه د خپل د خلکو هیلی او امیدونه وه په زړه کی وه، ده خپل ځان د خپل ولس په منځ کی ښه احساسوه، او با احساسه قومونو بیا د ده سره هم  ډیره مینه درلوده، هغه هیڅوخت او هیڅ چیری داسی خبره چیری او چاته ته نه ده کړی چه د وطن او د خلکو ګټی په کی نه وی مطرح، ده همیشه به ویل: هغه څه باید وویل شی او هغه څه باید وکړو چه د وطن آبادی او د خلکو سعادت په کی موجود وی. داسی څوک نشته چه د هغه با شخصیته او ستر انسان په مړینه نه وی خفه شوی، هاتف صاحب په مونږ باور وکړه او مطمین اوسه ته یو با ارزښته انسانی یاد یی، مونږ په تا او ستا په ژوند، کار او مبارزی ویاړو، ته زمونږ د پرون، نن، او سبا ستر افتخار یی مونږ په تا ویاړو، زمونږ نسلونه به تل تا د یو لوی عالم ادیب مبتکر سیاستوال او مخکښ په توګه دروند او قدرمند یادوی، روح دی ارام اوسه. ژوند همداسی ده او همداسی به زمونږ لویان زمونږ په مخ کی او بیا مونږ د کشرانو په مخ کی مرو.هو

ستر اومدبر هاتف صاحب هم سترګی پټی کړی. وایی* سل دی و مری خو یو دی نه مری * دا زمونږ د زیږ او ویاړلی ولس د یو باتور ولس تجربه شوی متل دی خو زه بیا وایم* میلیون دی ومری خو یو دی نه مری*


 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org