د هیواد وتلی  علمي ادبي او سیاسي شخصیت پوهاند ضمیر ساپی  له مونږ څخه جلا شو

 د وطن د نورو خواشینونکو پیښو په لړ کې  مو خبر تر لاسه کړ چې د هیوادپیاوړی او رښتین خدمتګار پوهاند محمد حسن ضمیر  ساپی  د ور پیښې شوې  ناروغۍ   له امله   د نهه اویا کالو  په عمر    د یکشنبې په ورځ      د۸۷ ۱۳ کال د جدي د میاشتې په لمړی نیټه( د دسمبر د میاشتې په ۲۱) له دې دنیا نه سترګې پټې کړې .

اناِ لله وانا اليه راجعون

د خدای بخښلي جنازه د راتلونکې سه شنبې په ورځ له ډهلي نه کابل ته انتقال او دلغمان په علی خیلو کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي .

اروا ښاد پوهاند ضمیر ساپی  دعالي دارالمعلمین او د ادبیاتود پو هنځي تر تمامولو وروسته خپلې لوړې زده کړې د امریکې د هارورد او جورج تاون  او د هند دعلیګړ په پو هنتونونو کې سرته رسولي  او د اوږدی مودی لپاره  دکابل پوهنتون  د ادبیاتو او بشری  علومو د پوهنځي  استاد  و  ؛ دی  د کابل مجلې ، د پښتو ټولنې دتاریخ اوادبیاتو دڅانګې ، دافغانستان د علومو د اکادمۍد تاریخ د څانګې او د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو د پوهنځۍ مشر  ۍ په غاړه درلوده . هغه له خپل هیواد سره لیونۍ مینه درلوده او د ويښ ځلميانو دګوند فعال غړی ؤ .

ده په ګڼ شمیربین المللی او سیمه ایزو سیمینارونو او کنفرانسونوکې ګډون کړی او له دوه سو ونه زیاتی مقالی، لیکنې شعرونه  او مصاحبې یی  د هیوادپه دننه او بهر خپرونو کې په پښتو،دري او انګلیسي  ژبونشر شوی او د ۷۰ په شاوخوا کې کتابونه او ثار یی تالیف،ترجمه اویا تدوین کړي دي ،دی په یونیسکو کې د منځنۍ اسیا د تمدن د تاریخ د لیکلو مشر او دیوه ټوک لیکوال وو.

 

 

www.esalat.org