دوشنبه، ۲۷ فبروری ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

کوچی مساپر

د قلم الدین رنګارنګ تلویزیونونه

 

مولوی قلم الدین رئیس شعبه امر به معروف و نهی از منکر در دوره حکومت طالبان در گفت و گو با خبر گزاری رویترز گفته است در افکار گروه طالبان بسیاری چیزها تغییر کرده و اکنون وی پس از سالها مخالفت در خانه خود به مشاهده برنامه های تلویزیون می پردازد.

 

 

په پخوانیو پیړیو کښی سپیڅلو عوامو خلکو دا خبره به ژر منله چی که چیری انسان د کمان رستم څخه تیر شی نو که نر وی ښځه کیږی او که ښځه وی نو به نر شی۰

په ډیر تأسف سره اوس هم په یوویشتم پیړی کښې ځینی خاص محترم خبریالان او لیکوالان د خپلو داسی لیکنو په ذریعه په آګاهانه او یا نا آګاهانه توګه د افغانستان مسلمان او بیچاره ولس لکه د هغو خرافاتی فکرونو په ډول د دښمنانو په ابلیسی پلمو غولوی۰

دا هم لومړی ځل ندی چی د افغانستان داخلی او خارجی (کورنی او بهرنی) دښمنان غواړی چه د اسلام او سولی د سپیڅلو کلمو تر نامه لاندی د افغان مظلوم ولس د خپل ابلیسی پلانونه په خاطر په دغه شان جعلی شعارونه وغولوی۰ بلکه دا ډول د ابلیسی غولوونکی او جعلی شعارونه زموږ د ګران هیواد افغانستان په تاریخ کښی ډیری ژوندی مثالونه لری۰ چه زه یی به په لنډ ډول نه یواځی د قلم الدین د تلویزیون کیسه، بلکه یو څو نورو همدا ډول مثالونو ته به هم اشاره وکړم۰

 

۱- د قلم الدین تلویزیون:

 د ډیر شرم او د خندا وړ خبره خو دا ده چی د افغانستان د اکثریت ساده او بیسوادو خلکو د غولولو د پاره یو وار بیا پدی ورځو کښی د "طالبانو" د اصلاح شوی تخمونو څخه د بیلګی په توګه په ملی او بین المللی مطبوعاتو کښی ډیری کیسی لیکل کیږی لکه «قلم الدین اوس پخپله تلویزیون ته ناست وی»۰

 


مولوی قلم الدین رئیس شعبه امر به معروف و نهی از منکر در دوره حکومت طالبان

 

اما بد بختانه ددی ابلیسی توطیو په اړوند هغه بربنډ شوی تاریخی حقایقو ته څوک نه ګوری او نه یی لیکی۰

د افغانستان د خلکو تاریخی بهرنی او داخلی دښمنان غواړی چی یو وار بیا دا د تحمیلی جګړو ځپلی هیواد د «طالبانو سره د سولی» تر پلمی لاندی په سرو وینو ولمبوی.

 

پدی هکله نوری تاریخی رښتنی شواهد خو دادی چه د ۱۹۹۴عیسوی کال څخه را پدی خوا قلم الدین او د هغه انډیوالان «طالبان تحریک» دا د اعلحضرت محمد ظاهرشاه د ملت د بابا په نامه «رښتنی عسکر» ددی بیچاره وطن او ولس د ټولو شتمنیو د بربادولو د پاره د «آی اس آی» او "القاعدی" د تروریستی ښوونکو تر لارښوونی لاندی ډیر پخوا د عصری ټکنالوژی ورانونکو په وسایلو باندی روزل شوی او پوره سمبال شوی دی چه د قلم الدین د تلویزیون د ټګی کیسی یی نوی غوره او پرمختللی مثال نشی ګڼل کیدای چی اوس په مطبوعات کښی د نشر وړ وی۰ 

د قلم الدین او د هغه د انډیوالانو «طالبان تحریک»  کارنامی پدی غم لړلی هیواد کښی اوس دومره بیشماره دی چی تر لس کاله هم زیات تیریږی د نړی ستر هیوادونه او حتی د هغوی اصلی بڼست ایښودونکو یی لا هم د ویجاړولو حساب نشی پیدا کولای۰

قلم الدین او د هغه انډیوالانو «طالبان تحریک» د افغانستان د دښمنانو د جاسوسی د دستګاؤ څخه رنګارنګ کارتونه پخپلو جیبو کښی لری۰ دوی د شپی رنګه تلویزیونونه او کاوبای سکسی فلمونه ګوری،  مګر په سپینه ورځ بیا د سټلیټ ټیلفون په درلولو باندی بیګناه خلک د جاسوسی په تور د هلمند ولایت په سیا پشته او یا د ګران هیواد بیلا بیلو سیمو کښی هره ورځ وژنی۰

همهغه سټلیټ ټیلفون بیا د دوی ورک شوی رهبرانو «طالبان تحریک» ته د افغانستان پخوانی شاهی ارګ تر شاه د کابل وزیر اکبرخان په مینه کښی، او یا د پاکستان د کويټی په ښار کښی د ملی او بین المللی جاسوسی اړیکو د ټینګولو د پاره اسلام آباد، ریاض، دوبی، برلین، لندن، واشنګټن او نورو ځایو ته روا دی او فتوا یی هم ملا محمد عمر آخند د آی اس آی په مستقیم هدایت په پټو سترګو ورکړیدی۰ 

۲- د کابل «اسلامی دولت» او د هغوی ساختګی رنګارنګ «اپوزیسیون»:

په ګران افغانستان کښی ابلیسو د خپل بقا د پاره د زاړه میراث خورو ښوونکو په استخارو او د خپلو بادارانو په مرسته د افغان زوریدلی مظلوم ولس د غولو لپاره د یو نوی دولت د شکل په جوړولو او کشف باندی بریالی شویدی۰ چه هم دولت او هم د هغه د ننه او د باندی سیاسی او مسلح ټول اپوزیسیون یی د یوی خټی څخه په خپلو لاسو جوړ کړیدی چی د هغوی همرنګه انډیوالان د افغانستان د خلکو په منځ کښی ورک نشی۰ د دری د ژبی یومتل دی چی وایی «هم خود کوزه و خود گِل کوزه و هم خود کوزه ګر است»۰  

ددی دولت شکل اختراع په افغانستان کښی او په خاصه توګه د افغانستان د خلګو دښمنانو ته او د هغه په سر کښی ملی او بین المللی کاشفانو ته یی بیساری ګټی رسولی دی۰  

مګر په خواښینی سره دا «دولت» د افغانستان د با غیرت عام ولس او د هغوی ټوله ملی شتمنی یی په پوره ډول د خاورو او ایرو په شان برباد کړیدی چی تاسی یی هره  ورځ د تباهی لړی پخپلو سترګو وینی۰

دا دولت له یوی خوا کولای شی د خپل همدا ډول واګ پواسطه د افغانستان د خلکو پر ضد خپل  ټول تیر جنایتونه پټ کړی او هم د خپلو غلاؤ او چور او خورد و بُرد د ویشلو لړی پخپلو منځو کښی پټ وساتی تر څو چی د دوی غلاوی د افغانستان او نړی عامو خلکو ته ښکاره نښی۰  

او له بلی خوا ددی «جهادی رهبران دولت» د منتر د حکمت په مرسته د هغه مخکنی څو ټاکلی شوی اصلی لوبغاړی وکولای شی چی د نړی د مختلفو غربی او شرقی (لویدیځ او ختیځ) هیوادونو سره په یو وخت، یو لاس او یوه خوله باندی دوه او یا حتی دری کاره «دوستی»، «دښمنی» او «نا پیلی» کار نامی سر ته ورسوی، چی تاسو ته د هغو د کارنامو د ویلو حاجت نشته او تاسی هره ورځ د دوی دا حکیمانه کار نامی پخپلو سترګو ګوری۰     

د دی «اسلامی دولت» او د هغه په سر کښی «جهادی رهبران» او د هغوی په لاس جوړ شوی د دولت دننه او د باندی سیاسی او مسلح اپوزیسیون لکه د مرغانو په شان د یوی موقف څخه و بل موقف ته پرته له رسمی علم و خبر څخه یواځی په تشو اشارو د خپل د ګولی ضد موټرانو، باډیګارډانو او د استوګنی د کوټیو سره یوځای تبدیلیږی۰

د هغوی ټول مصرفونه د یوی بودیجی څخه په ډول ډول نومونو اجرا کیږی، او تر ټولو ښه خبره خو دا ده چی د هغو د ټولو دری وخته ډوډی هم د پخوانی شاهی ارګ په آشپزخانی کښی پخیږی۰      

دا رنګارنګ ډلی له یوی خوا کولای سی چی د نړیوالو څخه د پیسو، سرتیرو او هر ډول مرستو غوښتنی وکړی او بیا د هغوی په پیسو او اسلحو په واسطه د هغو د هیوادونو سفارتونه په سپینه ورځ په ګولی سوری سوری کړی۰

دوی کولای شی د سترګو په رپ سره د غربی (لویدیځ) هیوادونو سره د دوستی تړونونه امضا (لاسلیک) کړی او بیا په همغه ورځ د خپل مرستندوی دوستانو ته بد ووایی او هم سرتیری یی ور ووژنی۰

دا واکداران کولای شی د زرهاؤ جنایتونو په پیښو کی د خلکو د غولولو لپاره د حقیقت د میندلو په پلمه هره ورځ اعلامیی صادر کړی، مګر یواځی د کاغذ پر مخ  د خپل د اعتماد وړ هیأت وټاکی چه د حقیقت ثبوت به یی د آخرت په ورځ معلوم شی.

دا د «اسلامی جهادی» دموکراسی دولت واکداران او د هغه اپوزیسیون د خپلو ناروا ګټو د لاس ته راوړلو د پاره د افغانستان د بیچاره خلکو په منځ کښی د نفاق تخمونه کری او زمونږ عام زوریدلی خلک د خپلو ګټو دپاره په ژبنی، مذهبی، سمتی او نورو ډلو ویشلی دی که چیری حقیقتو ته په ځیر سره وګورو په حقیقت کښی دواړه د یوی سکی دوه مخونه دی۰ دا واکداران د افغان بیچاره ولس او نړیوالی ټولنی د غولولو د پاره د هغو پارلمان، حکومت او قاضیانو په ډرامو او زرګری جګړو لکه د هندوستان د سینما د فلمونو په شان د غم ځپلو خلک ذهن مشغول ساتی۰

پای

 

 

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)