پنجشنبه، ۱ اگست ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

سرخلاصۍ لیک

 نوازشریف - حامدکرزي

او د دواړو هیوادو سیاسیونو او نظامیانو ته

پوهندوی دکتور طاوس وردک

لندن، د اگست لسمه

 

قدرمنو هیوادوالو او د افغانستان روشنفکرانو، تر اوسه زه فکر نه کوم، بل چا داسې یو مضمون پورتنیو کسانو ته لیکلۍ وي او یا ېې په داسې زغرده او رشتیا د حقایقو نه پرده پورته کړې وي، زه چې څه لیکم هغه زموږ تاریخی - مسلم او ریښتینۍ حق دی که څوک خفه کیژي یا خوشحالیژي باید رشتیا ته غاړه کیږدي.

د افغانستان تاریخ د ډیرو خونینو، توطئو، اشغالګریو، او خارجی مداخلو نه ډک تاریخ دی چې افغان تاریخ لیکونکو په خپلو کتابو کې ټول حوادث او حقایق تر یوه حده لیکي دي لکه (د مرحوم غبار - مرحوم فرهنګ - مرحوم رشتیا - مرحوم اعتمادی - مرحوم غفارخان) او ډیرو نورو معاصرو تاریخ لیکونکو زما د (بې ستري مردم افغانستان سیاسي تاریخ) په شمول خو زه نن غواړم د تاریخی حقایقو پر بنیاد شاغلو یادو کسانو ته د راتلونکي افغانستان او پاکستان په سرنوشت دغو عالي جنابانو ته هغه ترخه حقایق ولیکم چې څو کاله وروسته حقیقي جامه ورته اغوستل کیژي او عملي کیژي، دا یو تریخ او نه انکاریدونکي حقیقت دی چې تکراریژی او دا تقدیر دی نه بدلیژي .

دا مضمون نوازشریف - د انګریز صدراعضمانو ته - د پنجاب نظامیانو ته - د امریکا رییس جمهورانو ته - د عربانو او ایران واکمنانو ته – د چین او روسېی جمهورو رییسانو ته او بالاخره هغو ابن الوقته، ډارنو، مهاجرو افغانانو ته چې نن ځانونه د افغانستان سرنوشت سازان بولي او خاصتا جنابانو د "مجاهدینو" مشرانو او رهبرانو ته او بل خاصه د "طالبانو" ګیرورو شمله دارانو ته او د ازبکانو چاپ اندازانو ته چې زموږ په بیچاره او مظلوم وولس یوه زره هم و نه رحمیدل او یوه زره شرم او خجالت ېې نسبت هغو ناوړو او کثیفو کارو ته چې زموږ په خلکو ېې تر ننه روا بولي او وکړل او کوي ېې اهدا کوم .

انګریزانو د هند بریطانوی په امپراتورۍ کې درۍ ځلې زموږ د هیواد په مقدس حریم لشکر کشۍ کړې دې او کوي ېې او زموږ یو قسمت خاوره ېې چیرته چې ۳۰ ملیونه پشتانه او بلوچان وروڼه اوسیژي په مختلفو وختو کې د مختلفو شاهانو او امیرانو په ذریعه او واسطه زموږ د مقدس هیواد له حریم نه جلا کړې وه او ده او بیا ېې په ډیر خاینانه ډول اسناد پاکستان ته ورکړي دی تر څو بیا یو وخت ددغو بیلې شوېې خاورې په سر د پاکستان سره افغانان خونړۍ جنګ تر سره کړي او آخرین لوی خیانت د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې د انګریزانو له خوا نه د میر تیمو دیورند په واسطه د کابل د بګرامیو په شاغاسي قلعه کې چې د امیر عبدالرحمان خان ایلاقی کور وو د ((ډیورند ننګینه کرښه په ۱۸۹۳ کې)) په امضا ورسیده او یو د کابینی وزیر خبر نه شوو حتي عبدالرحمان خان نه غوشتل خلک خبر کا خو د انګریز وزیر خارجه میر تیمو دیورند وروسته خلک او نړۍ ورباندې خبره کړه چې هماغه وخت د وزیرو میړني قوم د دغو معاهدی سره خپل غبرګون وشودلو او رد ېې کړو، پاکستان په دغو وخت کې د نړۍ په سیاسي نقشه کې هیڅ نه وو، نو بیا سوال دلته دی چې پاکستان په کوم حق د دی سند څښتن ځان بولي، زموږ طرف دعوا او طرف معامله هیواد انګریزان دی او د انګریزانو سره باید دغه موضوع حل او فصل کړو البته د شرایطو په مساعدیدو سره .

افغانانو ته د انګریزانو شتون په افغانستان لکه همیشه یو ننګین او شرم آور کار دی، خو نن چې "مجاهدینو" او خاصتا د شمال ټلوالې انګریزان د خپلو شخصی ګټو په خاطر او د مقام او چوکۍ په خاطر د افغانستان د اشغال زمینه برابره کړه فقط علت ېې ځانونه ملیاردران کول په لوړو مقامو ځانونه نصبول او خلک د ټوپک په زور ددوی امر او فرمان ته آماده کول وو او دي، د ډیر تاسف ځای دادی چې پرون چې شورویانو افغانستان کی شتون درلود ("مجاهدینو" – "طالبانو" - پاکستان - عربانو - ایران - چین - امریکا او نورو غربی هیوادو) د یوه سره د خپلو تلویزیونو او رادیو ګانو له طریقه په افغانستان کی د شورویانو شتون "اشغال" او "اسلام ته خطر" ناري او سورې وهلې خو نن نه "مجاهدین" - نه "طالبان" یو هم نه وايي چې افغانستان اشغال شوۍ او اسلام ته خطر دی، علت ېې دادۍ چې امریکا، غرب په مجموع کې د افغانستان خاینو - چپاولګرو - غلو - لارې وهونکو - مزدورو -او رشوت خورو ته د حکومت واکې قصدا په لاس کې ورکړې تر څو دوی د ددغو بیسیواده غیرتحصیلکرده او غیرمتخصصو "مجاهدینو" نه ډیره اعظمی استفاده وکا او دوی چې تاریخی غله وو او اشغالګران او تروریستان وو نو د ځان غونته کسانو ته ېې حکومت په لاس کې ورکړو تر څو دوی ښه مایان ونیسي ځکه اوبه خړې دي.

پاکستان د "جهاد" په دوران کې اول خپل ځان د اتومی وسلو څښتن کړو او بیا ېې د افغانستان خلک د خپلو وروڼو او خپل وطن په ضد استعمال کړل لکه د سردار محمد هاشم خان د یوې چرګې بچوڼي، بیا ېې "طالبان" تر "مجاهد" نه یوه رتبه متعبرتره ډله را منځ ته کړه او په هغو ېې افغانان کاملا بې ستره کړل او د قومو تر منځ ېې دشمني واچوله او "مجاهدین" ېې بیا لرې کړل او په ځای ېې "طالبان" کینول نن سبا چې د دوی ژوند په خطر کې دی او بیرته "طالبان" د امریکا په فرمایش را منځ ته کیژي تر څو بیرته د "طالبانو" په ذریعه افغانستان تجزیه او د "مجاهدینو" نه د دشت لیلیې انتقام واخلي په دغو توطیه کې امریکا او قطر لوی لاس لری او په راس کې ېې عربستان سعودی دی، خو په یوه خبره باید انګریزان - پاکستان -امریکایان ښه پوه شي چې نن یا سبا هیڅ داسې قوت په نړۍ کې نه وینم چې زموږ وطن اشغال او یا تجزیه کا یا "طالبان" بیرته د افغانستان په خلکو حاکم کا او هغه خاوره چې د مختلفو کسانو (لکه یعقوب خان - شاه شجاع - عبدالرحمان خان) په زمانو کې چې زموږ د هیواد له تاریخی حریم نه جلا شوي وه د میړنو افغانانو له خوا نه څو کاله وروسته بیرته تر لاسه کیژي لکه څرنګه چې د برلین خط مات شوو، د بارلیف خط مات شوو، د ماژینو خط مات شوو، دغه ننګینه کرشه (افغانان به را ویشیژي دیورند به هم ماتیژي - - پشتونخوا به آزادیژي - بیربند به ماتیژي او دا تقدیر دی چې نه بدلیژي).

ویتنام په مختلفو کیمیاوي - ناپالم بمو - بیولوژيکي وسلو او (یوډي) او یورانیم وسلو وویشتل شوو، په ملیونو ویتنامیان ووژل شول خو د خلکو اراده بدله نه شوه او بالاخره ویتنام د قهرمانو لیډرانو په زعامت خپل استقلال او آزدی د نړیوال امپریالیزم نه تر لاسه کړه، جاپان په اتومی بمونو وویشتل شوو او په لکهاوو انسانان ووژل شول او معیوب شول خو امپریالیزم نه وشرمیدو - نه متاسف شوو- نه خفه شوو - نه ېې زړه بد شوو - او نن بیرته جاپان یو اقتصادی لوی قدرت دی، ویکتور هوګو د فرانسې یو لیکوال اشرافزاده شوالیه لیکي چې په جنګ کې لوی نظامی قدرتونه شکست خوري لکه جرمن - جاپان او پاکستان چې ۲۰۰۰۰ پنجابیان د جنرال ټیکه خان په مشري هندوانو ته اسیر شول او ماتې ېې وخوړه نو یوه ورځ په یاد لرۍ چې زموږ بریتور او بې بریتو ځوانان د پنجابي سره د یوه خونړي جنګ په تکل کې پنجابۍ د اتومی سرګلولو سره د ننګینې شرمیدونکې ماتې سره مخامخ کوي او نواز شریف ته دا وایم چې تا په "مجاهدینو" او "طالبانو" زموږ شکلۍ وطن تخریب او بې ستره کړو او زموږ قهرمان وسله وال پوځ د په خپل فرمان مضمحل کړو او د افغانستان وسلې او محاربوی تخنیک د "مجاهدینو" په ذریعه پاکستان ته انتقال کړو چې ۶۰۰۰ عرادی یوازي (ت ۸۲ مدرن ټانکونه) وو او دغه وسله وال پوځ په جنوب شرق د آسیا کې نه وو او (ببرک کارمل د زړه په وینو په شورویانو) تشکیل او مجهز کړو خو د (آی اس آی) توطیه وه چې د امریکا او عربستان په مشرۍ ېې حزب دموکراتیک را نسکور او زموږ متخصص - تحصیل کرده وطن پرست افسران ېې (ډي ډي آر) کړل او نن مو اجیر - مصلحتی - تنظیمی – "جهادی" او مزدور خلع سلاح وسله وال پوځ په افغانستان و تپلو په یاد لره نواز شریفه چې که هر څومره په لارو بندیزونه ولګوې - هر څومره د تجارو او ملي پانګه والو مالونه په کراچې کې د دمبرج سره مواجه کړې د دی سلحشور وطن د خلکو اراده هغه یوه ده چې (پشتون د ننګ په کار کې خپل وار نه پریږدی دشمن ته)، او که هره ورځ لس انتحاری افغانستان ته ولیژې، که هره ورځ "طالبان" نور تحریک او زموږ خلک ورباندې شهیدان کړې، که هر څومره حکمتیار او حقانی د افغانانو وینه توییدو ته وهڅوې او که هر څومره نور د افغانستان د ترقۍ باز سازۍ خنډ شې، که هر څومره د کرزي په شمول د ده ګوډاګي دغه ستاسې مزدوران وزیران رشوت - اختلاص - تفرقه اچولو ته تحریک کړې - او نوی کارونه او د نوسازۍ پروژې سبوتاژ کړې خو د خدای په فضل چې نن زموږ ځوان نسل هم د پنجابي او هم د "مجاهدینو" او "طالبانو" په رذیلانه توطیو او پلانو او تفرقه اچونې ښه پوهیدلي دی او بل وخت به د اسلام په خطر کې دی وسله د ملا- "طالب" - پیر - حضرت - خلیفه - امریکا او غربیانو په فرمان په لاس کې وا نه خلي او نور به یو افغان بل افغان نه وژني او که هر څومره انګریزان د پاکستان په نفع کرزۍ وهڅوي چې تر دیورند تیر شه خو کرزي بالاخره د زړه تڼاکه وچووله او په ډاګه ېې وویل چې دیورند نه زه په رسمیت پیژنم او نه ېې باید بل رییس جمهور په رسمیت وپیژني، امریکا د پنجابیانو په فرمان او سترنج وکولای شول د قطر چلتار زن پادشاه وهڅوي تر څو په بهر کې بل ګوډاګۍ موازي حکومت را منځ ته کړي خو زموږ خلک نن هوشیار شوی دی او هر ځوان نن په سیاست او د امریکا انګریز او پاکستان، عربستان او ایران په توطیو ښه پوهیدلي دي همدا وجه ده چې زموږ اراده بیا هم کلکه ده او نه ماتیدونکې ده او ته پوهیژی چې د پاکستان لمر د بام څنډې ته رسیدلای دی او د ۱۳۹۳ نوی کال د حمل په ۱۶ مه به نوۍ مقتدر رییس جمهور د یوه متخصص - تحصیل کرده ټیم سره چې د هر یوه په زړه کې د پاکستان د جنایتو دفترونه پراته دی سیاسی قدرت تر لاسه کوي او تاسې به د لوی ننګین او تاریخی شکست سره مواجه کوي

که څوک وايي د کوزي خوا پشتانه ویده دی، هغه هم درسته نه ده بلکه هغوی موقع ته منتظر دی او په کمین کې دي خو اساسي او اصلی وظیفه زموږ ده او زموږ د وسله وال پوځ ده موږ ته یو مدرن وسله وال پوځ ضرور دی او په هر قیمت چې وي هغه باید تشکیل- تربیه او په مدرنو وسلو تجهیز کړو بیا به نر او شځه سره معلوموو، خو مخکې له دې نه خبره جنګ ته و نه ورسیژي بهتره به داوي چې نواز شریف د هغو خیال او فکر نه چې پرون ورسره وو کاملا د سره وباسي افغانستان نه تجزیه کیژي - هیڅوک حق نه لری حتی یو ولایت "مجاهد" یا "طالب" ته ورکړي- هیڅوک حق نه لری دیورند په رسمیت وپیژني ـ زموږ سرحد د (اتک سیند) دی، او زموږ بحري بندر ((ګوادر دغه د پشتنو ګودر دی)) او هر افغان باید د بحری بندر په نظامی، سیاسي، اقتصادی، توریستی او تجارتی ګټو ښه پوه وي، کوټه او پیښور زموږ د دورانیو د حکومتو دوه تاریخي مرکزونه دی.

خیبر لار د تلو را تلو ده – لر او بر پشتانه یو دي

افغانستان د آسیا زړه دی زموږ له خاورې نه د پاکستان مالونه مرکزي آسیا ته - اورپا ته -روسېې - ترکې ته - صادریدلای شي او دهغو هیوادو مالونه پاکستان ته رسیدلای شي، افغانستان نن سبا د مرکزي آسیا هیوادو او روسېی سره د اورګاډي پټلۍ غځوي- نوي بندرونه په آقینه او چاه بهار کې پرانیستل کیژي – د چین سره یو بندر جوړیژي او دغه ټول هغه کارونه دی چې موږ ورته باورمند او متعهد یو چې تر سره ېې کړو، زما هیله د پاکستانی چارواکو نه داده چې د آخر ځل له پاره صادقانه - شریفانه - بیطرفانه - متقابلا مساوی- سیاسی - فرهنګي تجارتی - مناسبات تامین او دهر ډول تخریباتو مخه په افغانستان کې ونیسي ټول افغانی ضد تروریستی - انتحاری - تخریباتی - تفرقه اچونه بنده کړۍاو بیا در ته وایم چې آخرین چانس دی او ډیره کمه موده پاتې ده نور "طالبان" او حکمتیار او حقانی مه تحریکوۍ او مه مجبوروۍ چې زموږ خلک په وینو کې ولمبوي، که نه نو د نوي حکومت لاره آزاده ده او نوۍ حکومت د پاکستان نوکر او مزدور نه دی، که د انسانی او شرافت نه کار نه اخلۍ او جنګ نه بندوۍ نو لاس مو تر لندنه خلاص، منتظر ووسۍ .

د کرزي حکومت او د افغانستان د سیاسیونو او احزابو مشرانو که "مجاهدین" وي یا "طالبان" ټولو ته په ډاګه وایم چې نور د تاسې وخت ختم دی، وظیفه مو ختمه ده، ۲۱ کاله مو افغانان ژوندي خښ کړل - لوڅ مو کړل او بې ستره مو کړل، ځانونه مو ملیونران کړل او پرون مو ګوډ خر نه درلودلو نن په کادیلاک تندر برد موټرانو کې چکر وهۍ او د قصرو خاوندان شوۍ نور ساده افغانان د "مجاهدینو" د رهبرانو په اوتو بوتو او شیطانت ښه پوهیدلي دي او نور "جهاد" نه کوي، نو تاسې هم د پاکستان نوکري بنده کړۍ نور د پاکستان مزدوری مه کوۍ او ځان وپیژنۍ او د افغانستان دخلکو په خدمت کې ژوند ته ادامه ورکړۍ، دیورند زموږ له پاره د سرطان دانه ده باید د بیخه وایستل شي که څوک خفه کیژی یا خوشحالیژي دا تقدیر دی نه بدلیژي.

 

 

 

 «اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !