پنجشنبه، ۳۱ می ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

مجیب الرحمن ساپی

سوریه او د عنان د پروژې پای

 

له هغه وروسته، چې په ټونس کې د محمد بو عزیزي په نامه یوه ځوان له دې امله ځان ته اور واچاوه، چې د کار کراچۍ یې د پولیسو له لوري له منځه تللې وه، نو په دغه هېواد کې د حاکم نظام، چې مشري یې زین العابدین بن علي کوله پر وړاندې ولسي پاڅون پیل، چې په پایله کې یې زین العابدین بن علي له واک څخه لرې او سعودي عربستان ته یې پناه یوړه.

د ټونس د خلکو پاڅون یوازې په دغه هېواد کې پاتې نه شو؛ بلکې مصر، لیبیا، یمن، بحرین او سوریې ته ورسېد، چې په پایله کې یې د مصر، لیبیا او یمن هېوادونو مشران (حسنې مبارک، معمر قذافي او علی عبدالله صالح) له واک څخه لرې شول؛ خو د تېر کال د مارچ میاشتې څخه را په دېخوا په سوریې کې د بشارالاسد نظام پر وړاندې د خلکو پاڅون روان دی.

د دغو تاوتریخوالو په لړ کې د عربي ټولنې یو شمېر غړو او یو شمېر لوېديځو هېوادونو د دې غوښتنه وکړه، څو د بشارالاسد نظام پر وړاندې پوځي برید وکړي، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې او چین له مخالفت سره مخ شول، له همدې امله عربي ټولنې او د ملګرو ملتونو له لوري د ملګرو ملتونو پخوانی لوی منشي کوفي عنان د سوریې ناورین حل لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو. کوفي عنان په سوریې کې د شته ناورین پای رسولو لپاره شپږ ټکیزه طرحه وړاندې کړې، چې اساسي ټکي یې د دواړو خواوو له لوري د اروبند رامنځ ته کول او له ښارونو څخه د دولتي ځواکونو او درنو ایستل وو، چې تر دې مهاله د سوریې دولت له لوري نه دي پلي شوي او په وروستیو کې د خونړي برید له امله کابو نوي تنه وژل شوي، چې درې دېرش تنه یې ماشومان دي.

همدا راز د سوريې په بېلابېلو ښارونو کې د دولتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ نښتې روانې دي، چې په وروستیو کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د څارونکو مشر رابرټ موډ ویلي که چېرې حالت همداسې دوام ولري، نو په سوریې کې به د دوی ماموریت له ماتې سره مخ شي.

د حمص ښار حوله سیمې وژنې په لړ کې د سوریې لپاه د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړی استازی کوفي عنان سوریې ته لاړ او له بشار الاسد سره د خپلې لیدنې په ترڅ کې ویلي، چې د ده شپږ ټکیزه طرحه، څرنګه، چې باید پلي شوې وی نه ده پلي شوې.

له دغې لیدنې څخه وروسته عنان د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د سوریې د شخړو زیاتوالي او د دغه هیواد تیاره راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ده وویل: "ما د خپلې شپږ ټکیز وړاندیز  ارزونه، چې نه پلي کيږي ولسمشر بشارالاسد ته وسپارله،  مونږ اوس هغه کچې ته رسېدلي يو، چي بيرته راگرځېدل یې شوني نه دي،  د سوريې خلکو خپله راتلونکې له لاسه ورکړې ده  د دوي راتلونکې له وينې تويونې او بي اتفاقۍ څخه ډکه ده، وژنې او شخړې به همداسې دوام ولري"

کوفي عنان د خپلو خبرو په لړ کې وويل ده اسد ته په سوريې کې د شخړو او د وروستيو وژنو په هکله د نړۍ والې ټولنې اندېښنه رسولې ده  او دوی ته یې ويلي، چې د ده د وړانديز  د پلي کولو موده ډيره لږه پاتې ده.

"ما په  ډاگه کړه، چې د سولې وړانديز د پلي کولو موده ډېره لږده،  ژر یا وروسته نړۍ واله ټولنه به په سوريې کې د سولې د ټينگښت لپاره د يوې بلې لارې موندلو ته اړ شي"

بل لور ته د فرانسې ولسمشر پرانسوا اولاند ویلي، چې په سوریې کې پوځي مداخله شونې ده؛ خو په دې شرط، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ترې ملاتړ وکړي.

اولاند په ټلویزیوني مرکې کې ویلي دي: "پوځي مداخله ناشونې نه ده؛ خو په دې شرط، چې نړۍ وال قوانین په پام کې ونیول شي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له سلا مشورې وروسته تر سره شي"

د فرانسې د ولسمشر له څرګندونو څخه له ورایه ښکاري، چې لوېدیځ هېوادونه غواړي، څو په سوریې پوځي برید وکړي؛ خو د دغه برید پر وړاندې اساسي خنډ روسیه او تر یوه بریده چین دي. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له کوفي عنان سره د ټيلیفوني اړیکې په ترڅ د سوریې دولت او مخالفینو له لوري د تاوتریخوالو د درېدو غوښتنه کړې ده. لاوروف ټینګار کړی، چې باید د حولې عام وژنې په اړه څېړنه وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړې، چې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي، څو د عنان طرحه له ماتې سره مخ کړي او وسله وال مخالفین غواړي، چې په هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځ ته کړي.

د سوریې مسئله روسیې ته له ارزښت ډکه؛ ځکه سوریه یوازینی هېواد دی، چې په سیمه په ځانګړي توګه په منځني خیتځ کې یې د روسیې ګټې خوندي ساتلي دي؛ له دې امله روسیه نه غواړي هغه څه، چې په لیبیا کې رامنځ ته شول او په یو ډول سره روسیه له ماتې سره مخ شوه هغه دې په سوریې کې هم تکرار شي. همدا راز د سوریې اوسنۍ نظام له روسیې څخه د وسلو ستر پېرېدونکی هېواد دی او روسیه نه غواړي، چې خپل دغه تود بازار له لاسه ورکړي.

بل لورته بیا یو شمېر هېوادونو د حوله عام وژنې په غبرګون له خپلو هېوادونو څخه سوریایي ډپلوماټان ایستلي دي.

د امریکا متحده ایالات، برېټانیا، فرانسه، آلمان، اسپانیا، کاناډا، ایټالیا، هالنډ، سوییس او آسټرالیا له هغو هېوادونو څخه دي، چې سوریايي ډپلوماټان یې له خپلو هېوادونو څخه ایستلي او یا یې د وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکټوریا نولاند ویلي دي، چې په امریکا کې یې د سوریې سفارت مستشار زهیر جبور ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، څو له دغه هېواد څخه ووځي.

 شته واقعیتونو ته په کتو سره ویلای شو، چې په سوریې کې به د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د ځانګړي استازي کوفي عنان ماموریت له ماتې سره مخ شي، چې په پایله کې به روسیه او چین، چې اوس مهال په کلکه د سوریې له اوسني رژيم څخه ملاتړ کوي دېته اړ شي، څو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له خپل اوسني دریځ څخه په شا شي او بالاخره به د سوریې اوسني رژیم ته د پای ټکی کېښودل شي، چې شونې ده دغه کړنه سیمه له یوه ناورین سره مخ کړي.

مجیب الرحمن ساپی، کابل

intezar.safi@gmail.cm

 

 

   («اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)