یکشنبه، ۵ فبروری ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

په رښتیا هم امریکا له افغانستان څخه وځي؟

 

 
مجیب الرحمن ساپی

 

د امریکا د دفاع وزیر لیون پانيټا اروپا ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي، چې په ۲۰۱۳ زېږدي کال کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. پانيټا زیاته کړې، چې په ٢٠١٣ زېږدي کال کې به امريکا او د ناټو نور ځواکونه په افغانستان کې جنګونه پاى ته ورسوي او افغان ځواکونو ته به د روزنې او سمبالښت لړۍ چټکه کړي او په دغې مودې کې به د ټول افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

البته له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر نیکولای سارکوزي هم ویلي وو، چې د ۲۰۱۳ زېږدي کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي. سارکوزي وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې، چې په کاپیسا ولایت کې د یوه افغان سرتېري له لوري څلور تنه فرانسوي سرتېري ووژل او شپاړس تنه نور یې ټپیان شول.

که څه هم فرانسوي سرتېرو ته د افغان سرتېري له خوا مرګ ژوبله اوښتې وه؛ خو د سارکوزي هېر شوي ول، چې د دوی ځواکونه د جګړې لپاره افغانستان ته تللي دي او په جګړه کې بیا حلوا نه وېشل کېږي.

په ۲۰۰۱ زېږدي کال کې هغه مهال، چې امریکا او آیساف ځواکونو پر افغانستان برید وکړ، نو د خپل برید اصلي موخه یې له ترهګرۍ سره مبارزه په ګوته کړې وه، چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې دا ثابته شوه، چې په افغانستان کې ترهګرۍ شتون نه درلود او که چېرې د "القاعده" شبکې غړي او دوی پورې تړلي "طالبان" په افغانستان کې ول هم، نو اصلي سرچینه یې بل هېواد یعنې پاکستان وو او افغانانو تل دا چیغې وهلي، چې ترهګر باید د هغوی په اصلي پټنځایونو کې له منځه دې یوړل شي.

د ۲۰۱۱ زېږدي کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څېرمه په ایبټ آباد پوځي ښارګوټو کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن وژنې د افغانانو د دغې ادعا پوره ثبوت د امریکا په لاس کې ورکړ.

خو بیا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده. د شپې له لوري د افغانانو پر کورونو یرغل کېږي، ډېری بې ګناه کسان وژل کېږي، افغانان بې عزته کېږي او سل داسې نورې پېښې.

که چېرې وکتل شي، نو د روان کال د مرغومې په پنځه لسمه نېټه د  امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه هېواد نوې پوځي تګلاره په ډاګه کړه. د امریکا د دغه تګلارې له مخې په زرګونه پوځیان به له دندو ګوښه کړی شي، څو د دفاع وزارت د بودیجې شدیدې کموالي مخنیوی وشي. په راتلونکو لسو کلونو کې به د پنټانګون له بودیجې څخه ۴۵۰ ملیارډه ډالره کمه شي.

د امریکا د نوې پوځي تګلارې پر بنسټ به په ځینو آسیايي هېوادونو او په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځیانو په شمېر کې د پام وړ کموالی رامنځ ته شي؛ خو د دغه هېواد سمندري او هوايي ځواکونه به تقویت شي. اوباما د دغې ستراتېژۍ د بیانولو پر مهال وویل، چې په آسیا پسېفیک کې به د دوی پوځي شتون پراخ شي.

له دې وړاندې امریکا له عراق څخه خپل ټول سرتېري اېستلي وو، چې د نورو لاملونو سربېره دا به هم د نوې ستراتېژۍ یوه برخه وي.

په لومړیو کې، چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، نو ډېری کارپوهان په دې بار وو، چې امریکا غواړي، څو له افغانستان څخه منځنۍ آسیا، چین او ایران تر کنټرول لاندې راولي او د روسيې په اړه بیا امریکايي ستراتيژستانو ویلي، چې نور نو روسیه نه شي کولای د امریکا لپاره ستونزې راولاړې کړي.

که چېرې واقعا امریکا د منځنۍ آسیا، چین او ایران کنټرول لپاره پر افغانستان برید کړی وي، نو اوس ولې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت راکموي او بالاخره له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي؟.

د منځنۍ آسیا په اړه باید وویل شي، چې امریکا په قرقیزستان، ازبکستان اوترکمنستان کې پوځي اډې لري، چې د ازبکستان پوځی اډه یې په ۲۰۰۵ زېږدي کال کې تخلیه کړه. دغه هېواد کولای شي، چې له دغو اډو څخه په منځني ختیځ کې د خپلو ګټو ساتلو په موخه استفاده وکړي.

د ایران په اړه هم باید وویل شي، چې امریکا کولای شي، څو د فارس خلیج په هېوادونو کې له شته اډو، همدا راز په ترکیې له خپل توغندیز سپر، په فارس خلیج کې له خپلو جنګي بېړیو او له آذربایجان څخه د ایران پر وړاندې کار واخلي؛ خو د امریکې ولسمشر اوباما په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویل دي، چې پر ایران به پوځي برید و نه کړي او داسې رپوټه هم خپاره شوي، چې امریکا تل اسراییل ته خبرداری ورکوي، څو پر ایران له برید څخه ډډه وکړي.

پاتې د چین مسله شوه. د امریکا د نوې پوځي تګلارې له مخې د آسیا په ځینو هېوادونو او همدا راز په منځني خیتیځ کې به د امریکايي سرتېرو شمېر را کم کړی شي او پر ځای به یې د آسیا پسېفیک په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات شي، څو دوی و کولای شي له دې لارې چین کنټرول کړي. هغه څه، چې د چین جدي غبرګون یې له ځانه سره درلوده.

اوس مهال، چې د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي، چې په ۲۰۱۳ زېږدي کال کې به دوی په افغانستان کې خپل پوځي فعالیت کم کړي او له افغانستان څخه به د خپل سرتېري هم وباسي، چې د شمېر په اړه یې تر دې مهاله څه نه دي ویلي له یوه لوري دغه کړنه د امریکا د نوې ستراتېژۍ د پلي کېدو یوه برخه ده او له بل لوري که چېرې ځیر شو، نو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې نږدې شوي دي، چې اوباما له افغانستان څخه د یو شمېر سرتېرو په ایستلو سره غواړي، څو د امریکا د ولس ملاتړ تر لاسه کړي او یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

د پنيټا له څرګندونو څخه یوه بله اخیستنه هم کېدای شي او هغه دا، چې شونې ده افغان حکومت او امریکا به په افغانستان کې د امریکا دایمي پوځي اډو شتون او همدا راز د ستراتیژیکو همکاریو د تړون لاسلیک کولو پر سر سلا شوې وي، چې له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو، چې په ځینې مسایلو کې د نه همغږۍ له امله سره نه دي سلا، څو دغه تړون لاسلیک کړي. هغه مهال، چې امریکا په افغانستان کې پوځې اډې تر لاسه کړي، نو خپلې اصلي موخې ته به ورسېږي.

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)