Mon, September 12, 2011 13:34
د اقبال د یو شعر سرنوشت
چې لا نه و جلا سوی هندوستان
د اقبال په ذهن کی پوخ سو پاکستان
په میراث یې قوم ته پریشود نصیحت
د افغان په باب یې کړ دا وصیت:
د اوبو خاورو یو جسم دی ایشیا
د افغان ملت یې زړه دی په ریشتیا
آبادی یې آبادی د ایشیا
خرابې یې خرابې د ایشیا
تر کوڅه تیر آشنا هیر کړه لږ مهال
پر اوبو لیک سو سره وصیت پوخ د اقبال
لیونی د اقتدار هیڅ نه وینی
ورانوﻱ د افغان کور خوشې کوی
په پلمه د خپل هیواد د آبادی
ملا تړلې یې د افغان د خرابی
خیر به یو نسې وطن ستا او نه ته
هیروی که ته وصیت د پلار نیکه
داکتر صالح محمد (زیری)
شیدو – ګلبهار – نوشهره – صوبه سرحد
۵ د میزان ۱۳۷۳
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat