دوشنبه، ۱ اگست ۲۰۱۱

 

غرقیږو که یو نه شو!

دا یو وطن پرست وایی هیواد شمع زه ‍‍پتنګ

دا بل پر دین مین وایی ملحدانو یم په تنګ

یو واییٔ پلار نیکه مې پر پونګ کړی جولان

سود خوره رشوت خوره نه پریږدم فیودالان

کارګر او بزګران هم کاسبان انډیوالان

څو ورک استثمار نه کړم له فلکه یم ‍‍په جنګ

ریښې د ګرد جهان خو دی ایستلی استعمار

خورۑ غوښۑ یو انسان د بل انسان په استثمار

چاره یې سوسیالیزم دې کې څه کی استفسار

جګړه طبقاتی ده شوروۑ می دی تر څنګ

بل وایی سوره کافره نوم دی بد کی د افغان

بد وایی پر خانانو، پر ملا او مسلمان

غندی اهل کتابه هم مسلم همسایه ګان

پلورلی دې وطن دی خود به یې د افغان ننګ

بیدار شی چا په لاس کې مو درکړې ده وسله

هدف د هغوی بل و خو له تا جوړه پلمه

مرام چې یې تر سره ستا پر غم د دوی میله

کچکول به دی په غاړه وطنو کی به ملنګ

که بد وایم یارانو نن دا جنګ څوک لمسوۑ

اوس شورویان نشته مؤمن ولې قتلوې

سرقت د بیت المال، بې ناموسۑ چور څوک کوۑ

وایم ځای یې دوزخ شو لا "جهاد" کې پر اورنګ

پښتون تاجک، اوزبک او هزاره ټول یو افغان

تاریخ شریک وطن کې د یوۑ ځالې بچیان

هدف خو سعادت او ترقۑ وه د افغان

غرقیږو که یو نه شو، دښمنان مو ډیر زرنګ

داکتر صالح محمد (زیری)

دریم مکروریان ۱۰۴ بلاک - کابل

۱۶ عقرب ۱۳۷۳

 

ای د ټوپک ږغه!

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org