چهارشنبه، ۱۶ اپریل ۲۰۰۸
محترم پروفیسور
دکتور محمد ظاهر حکمی
پسرلی
کنخابی بستر می د زړه په انتظار د پسرلی ده
د هر چا په خوله کی ښایسته شعار د پسرلی ده
پسرلیه ګلالیه شین خالیه ته په خیر راشی
په پراښه د وزرونه هره خوا قرار د پسرلی ده
د پسرلی په ګلونو دښت او دمن مو رنګینیږی
د سپیره ژمی په وتو په خوله اخطار د پسرلی ده
د هرچا په تل د زړه کی پسرلی اوسی لکه ناوی
د چوغکو بلبلانو په خوله اظهار د پسرلی ده
کروند ګرو په کروندو خندا لری په خوله
په دیرو په صحرا او کورونو بنډار د پسرلی ده
په هر ګوټ کی د هیواد د کرڼی جوړه میله وی
خلک د زړه نه کوی خوښی چه دیدار د پسرلی ده
سپیره ژمی پریښود ځای پسرلی له مخ په سفر شو
په مځکه او په هوا نن ګرم بازار د پسرلی ده
روغ او رمټ د غواړی کوی هر کلی د حکمی
نن په هر محفل کی نڅا و شرنګهار د پسرلی ده
نوروز
نوروز یا نوی کاله په هلهلو راشه
استقبال ته د خلک په تمه په قلقلو راشه
ای ته د دنیا د عزت او قدردانه میلمه
خپل ښیګڼی او برکت رسو په تلوسو راشه
خلک د ژمی له ظلمه څخه ښکاری ستړي
له برکت سره ځان مل کړه په ولولو راشه
ای نوروزه له ځان سره لری ښایسته پسرلی
انس او جنس د لری خوښه په نخرو راشه
ستا راتګ ته خلک د میلو بند و بست کوی
هرکله راشی ګرانه زمونږ په محفلو راشه
لری له ځانه سره د برکت لوړو هیلی
بوټی نبات کوپه وده په سر درو راشه
کاږه د خلک له زړو نه د ژمی ساړه ساوی
خلاصه ده هر در تا له مونږ په هجرو راشه
ستا په راتګ مړی ژوندی لری خوښی په خوله
د زړه له خلاصه زړه ور په نازولو راشه
هر یو لری درته د خوښی هرکلی له زړه
وکه سازونه او بدلی په نڅیدو راشه
مه سپموه د نیک نظر په غم ځپلی خواران
وګه د لطف او مهربانی په لمرښتو راشه
ګل د لاله سترګی په لار په شوګیری اوسی
منه د حکمی نور زی خه په مزو راشه