ډراماتیکه مرګوني سزا

 

څه موده دمخه مې د یوه ملګري سره چې له ګران افغانستان څخه هالینډ ته راغلی و د زړه خواله درلوده او زما د یوي لنډې طنزیه لیکني (دوه سری خوسکی اوکه دوه سري وکیلان) تر سرلیک لاندې مو د خبرو اترو بنډار ښه تود روان و او په هیواد کې مو د روانو درغلیو، ستر فساد بډو او رشوتونو د شته والي او د هغه د مخنیوي په اړه اغیزمنې لارې چارې سنجولې.هغه وویل زما په اند که دولتي او حکومتي چارواکي او عدلي اورګانونه وغواړي د فساد، بډو او غلاوو مخنیوی ډیر ژر نیول کیدای شي خو دا هوډمنه او غوڅه اراده، کلک تدبیر او سنجول شوی پلان غواړي او زیاته یی کړه په دې اړوند به زه د ډیرو پخوا کلونو چې په هغه مهال تنکی ځلمی وم یوه په زړه پوري د سترګو لیدلي کیسه درته وکړم. کیسه داسې ده چې موږ څو تنه د یوه ستر کلي په جومات کې د طالبانو په نامه دیره وو د دیني زده کړې او صرف و نحو په یادولو او زده کړو بوخت وو موږ د اوسنې زماني د سخت دریځه او غوسه ناکو طالبانو په څیر نه وو ډیر بې وزله، بې وسه او عاجز طالبان وو خداې دې د هغه ستر کلي ټولو کلیوالو او استوګنو ته خیر ورکړي موږ ته یی په خورا درنه سترګه کتل او کله به مو چې په نوبت سره وظیفه یانې ډوډۍ ټولوله په ورین تندي به یی زموږ په واک کې راکوله او ځینو کورونو به پی ، شړومبې او قطغ هم جومات ته رالیږل.

هوسا ژوند را باندې تیریده خو له بده مرغه د سهار په مهال مو د چای سره ډوډې نه درلوده لامل یی دا وو چې زموږ په ډوډۍ ستاسو په مخ دی ګل وي یو غټ سپی روږدی و هغه دومره هوښیار وو چې کله به موږ په خواږه او درنه خوب پریوتي وو هغه ظالم به د شپې په تیاره کې زموږ ټوله ډوډې خوړله او د سهار د چای سره مو ډوډی نه درلوده او ګرده به وږي پاتې وو په اونیو اونیو مو د اوږي سهارونه وزغمل د پوښتنې ګرویږنې وروسته راته پته ولګیده چې د بر کلي د یوه زورور سړي غټ سپی زموږ په ډوډی روږدی دی او موږ خوارو طالبانو د حیا او هم د ویرې له کبله هغه ته څه نه شول ویلی د ستونزي او دغه ربړي د اواري لپاره مو ډیر چورتونه او خیالونه وجنګول او یوي په زړه پوري پایلې ته ورسیدو او ومو پتییله چې نور باید ځانونه بې غمه کړو او یوغټ محکم منګی مو پیدا کړ او د هغه منځ ته مو ښه غوړه ډوډۍ ور واچوله او منګی مو د جومات په وره کې ورته کیښود.

سپي د همیشني عادت سره سم بیا ځان د شپې په تیاره کې را ورساوه او دا ځل یی د توس وهنې او پلټني وروسته ډوډۍ د منګي په منځ کې پیدا کړه او د غوړو د بوی په استشمام یی تلوسه او اشتها لا زیاته شوه او د غټ درنه منګي دننه ته یی په زوروهنې سره ککری ورننه ایسته ډوډوې یی په مزه،مزه په کې وخوړه خو کله چې د خپلې ککری د را ایستلو په تکل کې شو سر یی د منګي په دننه کې بند پاتې شو او د سپي په چغارو او بوغارو را ویښ شو په زړه پوري ډرامه وه غټ سپی منګی په سر په منډو شو او په مخه کې د اوبو په یوه ډنډور برابر شو او پکې ولوید دا ځل یی عذاب لا زیات شو ځکه منګۍ له اوبو ډک شو او د سپي چغارې هم ورکې شوې له لږ ځنډ وروسته سپي د منګي په دننه کې سا ورکړه او په هماغه شپه مو مړ سپی له اوبو راوییسته او سهار یی کلیوالو په زړه پوري ننداره کوله او موږ ځانونه ناخبره اچولي وو خو کله چې یی د بر کلي اصلي څښتن خبر شو له شرمه یی څه ویلی نه شول خو دومره یی وویل چې زما سپی په خیټه موړ و خو د غلا خوراک یی عادت ګرځیدلی و.

له هغه وروسته مو د سهار د چای سره ډوډۍ پیدا شوه. له کیسي مې موخه داده چې موږ ساده طالبانو غله سپي ته سزا ورکړه ایا زموږ متفکر مشر او نور واکمن ډیری، ډیری مشاورین نه شي کولای د غلو او داړه مارانو مخه ډب او زموږ بې وزله او وږي ولسونه د ډوډی خاوندان شي او د افغانستان د سپیڅلي لمنې څخه په نړیواله سطحه د لومړی درجې تور او کرغیړن فساد داغ لیرې او هیواد مو بیا د تاریخي ستر وجاهت او درنښت خاوندشي.

بربنډ او رسوا دی وي زموږ د ګران هیواد او بې وزله ولسونو د ملي شتمنیو غله.

په همدې سپیڅلي هیله.

بسم الله اکبري هالینډ

۱۰/۲/۲۰۱۵

 

 

 

  

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org